د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سردار محمد همدرد

15.07.2016 17:59    |   سردار محمد همدرد پښتانه مه سره وېشئ

د نړۍ د جوړښت سره سم چې د انسانانو خلقت په دې نړۍ کې وسو د انسانیت او انسان پېژندنې څخه راوروسته انسانان په قومونو سره وویشل سول. نړۍ کې شاوخوا۷۵۰۰۰ زره قومونه شتون لري، زه نه غواړم چې ډېر لوی بحث ته ولاړسم زه غواړم چې د پښتون قوم په اړه يوڅه څه ووایم:

06.07.2016 09:51    |   سردار محمد همدرد يتيم ماشوم له خپل پلار نوې جامې غواړي

زموږ ټولنه چې جګړو او بدبختيو ځپلې ده، تقريباً په هر دويم کور کې يو يتيم پيدا کېږي، يوه کونډه به خامخا لري او يوه مور به پکې بوره وي، ټوله بدبختي له همدغې روانې جګړې راپېښه ده، ټول پر خوله وايو جنګ بدبختي ده، خو هيڅوک د جګړې د ختمولو کوښښ نه کوي، زموږ يو شمېر مشران خو په جګړه کې خپلې ګټې وينې او څومره چې جګړه غځيږي، د دوی غوا شېدې ډېروي او پر غريبو، بېچاره، بې وزلو خلکو لا قيامت جوړيږي.

30.06.2016 10:55    |   سردار محمد همدرد ولسمشره دوستم دې مهار کړه

د ملي يووالي د حکومت د رامنځته کېدو سره جنرال عبدالرشيد دوستم د لومړي مرستيال په توګه وټاکل سو، سم لاسي يې په لښکرکښيو شروع وکړه.

20.06.2016 10:35    |   سردار محمد همدرد بې ودانۍ پوهنتون

د پخواني ولسمشر حامدکرزي د حکومت له جوړېدو سره سم په ټول هېواد کې د پوهې د رواجېدو لپاره ځايونه جوړ سول، په ښوونځي تر پوهنځي او له لېسې تر پوهنتونه چې د هېواد په لر او بر کې ځوانانو لومړنۍ، منځنۍ او لوړې زده کړې پکې پيل کړې او دا لړۍ تر اوسه روانه ده.

11.06.2016 12:57    |   سردار محمد همدرد ګودر د پښتني کلتور ښکلا

زموږ په فوکلوریک ادب کي د ګودر کلمه ډېره یادېږي. ورسره تر څنګ په پښتو شاعرۍ کي د شاعرانو د شعر جوړلو له مهمو توکو څخه یو هم ګودر دئ. ګودر زموږ د هغو دودنو څخه یو دود دئ چي پیغلي په کلي کي د اوبو راوتلو یو خاص ځای (چینه) ته ورځي او پخپلو منګیو کي اوبه راوړي. خو په اصل کي د ګودر ښکلا، د ګودر په یادولو سره د دوو مئینو ملاقاتونه او زموږ د فوکلوریکو کیسو لوی راز را په زړه کوي.

02.06.2016 19:56    |   سردار محمد همدرد د زيارت کلتوري ارزښت

پښتو ژبه که له يوې خوا د ګړني ادب څخه غني ده، بل پلو يې دغه برخه ډېره خوږه هم ده او دا هغه وخت مالوميږي چې د پښتو ټپې باندې سړی خپل دردونه ټکور کړي، په کاکړيو کې د پښتني پېغلو ارمانونه واوري او په نورو فورمونو کې يې د انسانانو د سينو هغه خبرې ولولي چې په عادي ژوند کې ترې خبرېدل اسان نه وي.

24.04.2016 16:58    |   سردار محمد همدرد استاد يون، ښه ليکوال که غوره سياستوال

داسې ټولنه او داسې قوم چې يو وخت يې د جلال او عظمت کيسو د نړۍ د پاچاهانو تختونه لړزول، داسې وخت وو چې ټوله نړۍ ورته سرټيټې وه، داسې ملت و چې پر کيسو او اتلولۍ يې د ټولې نړۍ هوښيارانو خولې خوځولې او داسې ولس وو چې نورې نړۍ کتابونه پر وليکل. خو دغه ولس، دغه ملت او ژبه يې په اوسني عصر کې دومره محاصره ده چې ويونکي، لوستونکي، ليکوال او پوهان يې د خلاصون په اړه د څه ويلو جرأت نه لري.

06.04.2016 12:11    |   سردار محمد همدرد د هېواد ملي څېره

هېواد کې ډېری خلک او پېژندل سوې څېرې سته، چې وخت نا وخت ستايل کېږي، غونډې ورته جوړيږي او خلکو ته ورپېژندل کېږي.

15.03.2016 12:05    |   سردار محمد همدرد د واک لېوني

زه نه پوهېږم چې د قدرت لېونو به کله زړونه يخ سي، د دوی سترګې سرې دي د خپل واک او څوکۍ لپاره د هرې غير مشروع لارو څخه ګټه اخلي. کله نا کله چې په دريځ باندې دا ځينې مسؤلين ويناوې کوي دوی د افغانستان تاريخ ته سر ورښکاره کړي او بيا وايي چې: «موږ داسې توريالي او زمريالي قوم يو. دا مو کړي دي او ها مو کړي دي.» ماته په دې خبره ډېر افسوس ودرېږي، کاشکې دې خلکو له تاريخ څخه عبرت اخيستلی او يا يې د خپلو مشرانو پر پل، پل اېښی وای. زه نور تاريخ ته نه ځم، فقط د روس د راتګ څخه بيا تر اوسه پورې چې دې وطن کې څه تېر سول دا يو ژوندی تاريخ دی او موږ هر څه په خپلو سترګو وليدل. دا سره سترګي د قدرت لېوني خپلو ځينو خبرو کې د معقوليت، وطندوستۍ او ملي ګټو خبره هم کوي.

13.03.2016 12:01    |   سردار محمد همدرد فرمايشي ګمارنې او د هلمند جګړه

د هلمند د ستونزو لویه مسله د وکيلانو او سياسيونو ترمنځ سياسي وېش دی هلمند په ستراتېژيک لحاظ د افغانستان يو له مهمو ولايتونو څخه دی. دا ولايت د تاريخ په اوږدو کې د جګړې لويه سابقه لري.
زه نه غواړم چې تاريخ ته ولاړ سم، خو غواړم چې د هلمند پر اوسنيو حالاتو يو څه وليکم: د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته چې کوم حکومت رامنځته سو په دې دوره کې هم دا ولايت د جګړو شاهد پاتې سو، هم په ملکي حکومتولۍ کې چې څومره تمه کېده هومره لاسته راوړنه نسته.

20.02.2016 13:15    |   سردار محمد همدرد په سعودي عرب کې بې پوښتنې افغانان

خدای ج چې پر خپلو انسانانو ورحمېږي نو بيت الله شريف ته د سفر د تللو امکانات ورته برابر کړي. زه هم د هغه نيکمرغه انسانانو له ډلې وم چې نږدې درې اونۍ وړاندې سعودي عربستان ته د عمرې کولو لپاره ولاړم. له عبادت پرته مې ځان سره دا تصميم هم نيولی و چې هلته به ميشت افغانانو سره وينم او د دوی له ژونده به ځان خبرووم.

28.01.2016 11:33    |   سردار محمد همدرد د غزل په اننګو کې دويم ځلاند انسان

استاد محمد صديق پسرلی څو بعدي شخصيت وو، هغه په ادبي ډګر کې د شعر پر نغري داسې غزل بل کړ چې، د نوښت تاوده به يې تر ډېره ساړه نه سي.

25.01.2016 11:44    |   سردار محمد همدرد افغان سوله بيه نه لري

له کومې ورځې چې افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل سوې ده، بېلابېلو بنسټونو هېوادونو، ادارو د افغانستان د سولې لپاره مجلسونه او ناستې کړي دي.

21.01.2016 12:59    |   سردار محمد همدرد د عدم تشدد پر مرکز د تشدد ډک بريد

د لوی افغانستان د جوړېدو او د پښتنو د يووالي ارمانجن ستر مبارز پاچاخان پر پوهنتون بريد چې له امله يې ۲۰ بې ګناه کسان چې ډېری يې محصلين وو ووژل سول او ګڼ شمېر نور پکې ژوبل سول. د عدم تشدد د دې سرلاري ستر مبارز مبارزه هم د تشدد په وړاندې وه، هغه د خپل ټول ژوند په مبارزه کې د ټولنيز عدالت، انصاف او برابرۍ لپاره هم ژمن و او هم يې په دې برخه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړې، د لوی افغانستان هرې سيمې ته يې سفرونه وکړل، له خلکو سره يې وليدل، جرګې يې جوړې کړې او د پښتنو د پوهولو هڅې يې وکړې. په دې وروستيو کې دې ته ورته ډېرې پېښې رامنځته سوې دي او دا پېښې د ډيورڼد له پولې اغاړې او دې غاړه په پرلپسې ډول ترسره سوي دي.

20.01.2016 11:27    |   سردار محمد همدرد د مبارزې پاچا

کله چې د خدايي خدمتګارۍ، عدم تشدد او عدم تعصب خبره کيږي؛ نو د پاچاخان بابا نوم ورسره څرګند ياديږي، خان بابا خپله مبارزه په داسې وخت کې پيل کړه چې د تشدد پر ضد خبره ډېره سخته وه. زموږ سيمه، په تاريخي لحاظ د پرديو يرغلګرو لخوا همېشه تهديد سوې ده او کله چې دښمنان په نظامي جګړه کې پاتې راغلي او ماتې يې خوړلې ده نو بيا يې فکري جګړه پيل کړې ده او د خلکو ذهنيتونه يې په يو او بل فريب په بېلابېلو لومو کې ګير کړي دي.

28.11.2015 13:02    |   سردار محمد همدرد له زابله تر هلمند

هسې خو هم ټول افغانستان د افغانانو ګډ کور دی، افغانستان وجود دی او نور ولايتونه يې غړي دي، ځينې ولايتونو د نږدې موقيعت له مخې په خپلو منځو کې ډېرې نږدې اړيکې لري، د خبريالانو، ليکوالانو، ځوانانو ترمنځ يې تګ راتګ ډېر وي، خپلو کې سره اړيکې پالي او يو بل ښې او بدې ته غواړي.

26.11.2015 11:19    |   سردار محمد همدرد پر کور ناست چارواکي او اوسنی حکومت

په ټوله نړۍ کې دا معمول دی چې حکومتونو کې په سالمه توګه بدلونونه راځي. کله چې يو ګوند يا يوه ډله په هېواد کې واک ته ورسيږي، نو مقابله ډله يې د يو سالم اپوزيسيون په توګه کار کوي.

24.11.2015 11:11    |   سردار محمد همدرد پر افغان وژنه ولې چُپه خوله يو

دا خبرې خو هسې هم ډېرې تکرار سوې چې نا امني ده، جګړه ده، هغه دی او دا دی خو هغه د عربي يوې معقولې ژباړه ده «کله چې خبره ډېره تکرار سي، نو زړه کې ځای ونیسي.» له يوې خوا ټول هېواد يوې داسې جګړې نيولی دی چې هيڅ تعريف نه لري او په هره برخه کې ټول تاوان افغانانو ته رسيږي، نه دولت کومه توره وکړه او نه د دولت مخالفو ډلو خپلې موخې ترلاسه کړې خو بس جګړه روانه ده او تر نامالوم وخت پورې به روانه وي.

12.11.2015 11:01    |   سردار محمد همدرد نننی لاريون که ملي حماسه؟

افغانستان يو داسې هېواد دی چې، تر شا يې تر درې لسيزو ډېره جګړه تېره کړه، دغه جنګ د بېلابېلو ډلو ټپلو، استخباراتو، ګاونډيو، نړيوالو او نورو لخوا په خپلو وختونو کې د بېلابېلو لاملونه له امله سوي دي او لا هم يوه نا اعلان سوې جګړه روانه ده.

26.10.2015 11:13    |   سردار محمد همدرد د هلمند د جګړې لومړۍ کرښه

هلمند هغه ولايت دی چې تر نورو ولايتونو جګړې ډېر ځپلی دی، خلک يې بې کوره او ټوک ټوک سوي دي او له دواړو غاړو له ګواښ سره مخ دي.

15.10.2015 10:47    |   سردار محمد همدرد ازاد د مدني مبارزې رښتيني څېره

شهيد قاضي محمد اسماعيل ازاد د مدني مبارزې هغه رښتيني څېره ده چې، ساری يې ډېر کم ليدل کيږي. که څه هم په افغانستان کې مدني هڅې او مبارزه ډېره مخينه لري، خو د مدني ټولنې له نوم او اصطلاح سره خلک تر ډېره نا اشنا دي. په وروستيو کلونو کې چې افغانستان د نوې پرمختيايي نړۍ پر لور ګامونه پورته کړل، مطبوعات رامنځته سول، ورسره سم ځينو فعاله او ويښو ځوانانو بېلابېلې ټولنې جوړې کړې او مدني هڅې يې پيل کړې چې ځينو سمو او پر ځای مدني ټولنو او د دغه ټولنو غړيو او د دوی کارونو ښې پايلې ورکړې او تر اوسه يې کارونه سم دي خو ځينې بيا د مدني ټولنو له نوم بده ګټه واخيسته، چې ټولنې يې تر ډېره پروژه يې وې، د يو چا لپاره يې کار کوه چې اوس هم دغه ډول ډېرې ټولنې شتون لري چې موږ او تاسو يې خپله وينو او له ولس نه سي پټېدلی.

14.10.2015 10:38    |   سردار محمد همدرد تبليغات که واقعي جګړه

افغانستان د نړۍ يو له هغه هېوادونوڅخه دی چې، د انقلابونو او جګړو لويه سابقه لري. د نړۍ هر ځواکمن او امپراطور خپل زور همدلته ازمايلی دی چې په نتيجه کې يې په همدې سيمه کې په ګونډو سوی دی او په ډېرې بې شرمۍ تښتېدلی دی.

20.09.2015 21:57    |   سردار محمد همدرد پر ولسواکۍ بې باوره ولسمشر

د خلکو له لوري د حکومت مشر ټاکل او د ولس د غوښتنو سره سم د دولت چارې مخته بېول د ولسواکۍ اصل دی، که چېرې يو ولسمشر د ولس غوښتنو ته ځواب ونه وايي او بيا هم دعوه کوي چې زه د ولس مشر يم، دا خبره به ناسمه وي، ځکه هغه خلک چې دی يې مشري کوي او غوښتنې يې نه مني نو مشر به يې څنکه سي!؟

13.09.2015 10:56    |   سردار محمد همدرد کرزی او اشرف غني

يو مشهور متل چې زموږ په ټولنه کې مروج دی وايي: «له بدترو بدترې سته» نه پوهېږم دا متل به څه وخت ويل سوی وي، خو زموږ د اوسنيو حالات سره داسې لګېدلی دی، لکه ويونکی يې چې له وړاندې خبر و چې داسې يو وخت به راځي او دا متل به ورسره سمښت خوري.

29.08.2015 14:22    |   سردار محمد همدرد د حکومت بديل لرو خو د نظام بديل نه لرو

افغانستان د روس له راتګ څخه مخکې داسې يو نظام او حکومت درلود چې، د سيمې او نړۍ سره يې سيالي کوله، د روسانو د يرغل څخه وروسته چې افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل سو، هغه هېوادونه چې د افغانانو د قربانۍ له برکته يې خپله ازادي واخيسته هغوی هم پر افغانانو خپلې لوبې وکړې. هغه نوی زېږول سوی ماشوم پاکستان نن د افغانستان په سرنوشت لوبې کوي، افغانستان يې د نړۍ د لويو قووتونو په خاص ډول امريکا او برېتانيا د رسۍ کشۍ مرکز وټاکه.