د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د واک لېوني

سردار محمد همدرد 15.03.2016 12:05

زه نه پوهېږم چې د قدرت لېونو به کله زړونه يخ سي، د دوی سترګې سرې دي د خپل واک او څوکۍ لپاره د هرې غير مشروع لارو څخه ګټه اخلي.
کله نا کله چې په دريځ باندې دا ځينې مسؤلين ويناوې کوي دوی د افغانستان تاريخ ته سر ورښکاره کړي او بيا وايي چې: «موږ داسې توريالي او زمريالي قوم يو. دا مو کړي دي او ها مو کړي دي.» ماته په دې خبره ډېر افسوس ودرېږي، کاشکې دې خلکو له تاريخ څخه عبرت اخيستلی او يا يې د خپلو مشرانو پر پل، پل اېښی وای.
زه نور تاريخ ته نه ځم، فقط د روس د راتګ څخه بيا تر اوسه پورې چې دې وطن کې څه تېر سول دا يو ژوندی تاريخ دی او موږ هر څه په خپلو سترګو وليدل. دا  سره سترګي د قدرت لېوني خپلو ځينو خبرو کې د معقوليت، وطندوستۍ او ملي ګټو خبره هم کوي.
تېره يوه نيمه لسيزه کې مې چې خپل سياسيون وليدل، چې دوی څومره د ملي ګټو پر ځای پر خپلو شخصي ګټو مين دي.
د ښاغلي کرزي حکومت کې هم داسې وو چې، په واک کې به و او يا به وزارت ورته ورسېد هرڅه به سم وو، خو کله چې به له واکه ليرې سول بيا به يې په تخريب لاس پورې کړ، حکومت باندې به يې بېلابېلې نيوکې کولې او د هر کار پر وړاندې به يې غبرګون ښوده، په دې خبرې سره زه د دولت دفاع نه کووم، خو حق ته به حق وايو او ملي ګټو ته به ارزښت ورکوو.
د ښاغلي کرزي د حکومت پر مهال ډاکټر عبدالله عبدالله چې په واک کې وو، خير خيريت و خو کله چې له واکه ليرې سو نو اپوزيسيون يې اعلان کړ. اوس چې تر هغه حکومت بحراني دی او يوازې په هېواد دننه نه بلکې په نړيواله کچه تر نيوکو لاندې دی نو د ډاکټرصيب پکې لويه دنده لري، اخر ولې؟
زموږ د جهاد يو لوی رهبر  استاد سياف چې زموږ ورڅخه لويه تمه هم ده،  ده چې  هم په کومه ورځ  ځان په واک کې ونه ليد، وبېرېد  بيا يې د حراثت او ثبات شورا جوړه کړه، د چا څخه حراثت؟ په دا ۱۴ کلونو کې څه ونه سول؟ حتی د شپې چاپې ووهل سوې، خلک بې عزته سول، تور سرې مو بې پردې سوې، ودونه مو بمبار سول، مړي مو وسوځول سول، خو دغه ښاغلو هيچا شورا جوړه نه کړه.
ډاکټر صيب انور الحق احدي چې بېلابېل وزارتونه کې پر دندو پاتې سو هر څه سم و، خو بيا چې وزارت ور ونه رسېد نو د ملي جبهه په نوم يې  اپوزيسيون اعلان کړ او په خپله يوه مرکه کې يې دا هم وويل چې ډاکټر صيب اشرف غني زما سره د وزارت خارجې قول کړی و. ښه،  خبره د وزارت خارجې ده، که دغه وزارت درکړي نو بيا خو اپوزيسيون ته نه ځې، او که يې درنه کړي بيا نو حکومت ناکاره دی او بايد دا حکومت ړنګ شي او موقته اداره جوړه سي.
بل مجاهد مشر اسماعېل خان،  دی هم لکه چې واک کې ځان نه ويني نو لګيا دی يوه ډله جوړوي او ښاغلی محقق بيا وايي، هزارګان په واک کې کم دي.
زه په خدای ج سوګند کووم چې هيڅ ډول تعصب مې نه خوښېږي او نه د چا سره شخصي دښمني لرم خو د يو ليکوال په توګه د ځان دا فرض ګڼم چې بايد حقايق ووايم، ځکه چې، تاريخ ته مسؤليت لرو.
په نظامونو او حکومتونو کې اپوزيسيونونه، ګوندونه، سياسي مخالفتونه د هر چا حق دی،خو په دې مانا نه چې د هېواد ملي ګټې تر خپلو شخصي ګټو قربان کړو.  پر دې  هم بايد سترګې پټې نه کړو چې، هغه کسان چې ازمايل سوي وي او بيا د ملي ګټو او ارزښتونو خبره کوي دا نو بيا ولس ته  د منلو وړ نه دي.
د هېواد درنو مشرانو!!
تاسو پر دې وطن کله زړه سوځوئ؟
هره ورځ سلګونه ځوانان د دې وطن اوسيدونکي د دې خاورې لپاره خپل ژوند له لاسه ورکوي، تاسو خو لږ خپل ګرېوانه کې وګورئ، هېواد مو په څنګه حالت کې دی؟ جنګ، غربت، وحشت، د بهرنيانو مداخلې. اوس نو پکار دا وه په داسې نازکو شرايطو کې تر خپلو شخصي ګټو تېر سوي وای او د يو موټي پرمختللي جګړې څخه خلاص، قانونمند حکومت مو رامنځته کړی وای.
جګړه خو مو وليده، په پرديو هېوادونو کې مو مهاجرت هم وليد، کوم عزت پکې وو؟ نو پکار دا وه چې د يو افغان په توګه په يو با امنه افغانستان کې مو خپل عزت لټولی وای، ماته هغه کيسه رايادېږي چې يو ملګري مې راته کوله، ويل يې: «هندوستان ته ولاړم، هلته يوې داسې سيمې ته ورغلم چې يو شمېر خلک د لرګيو څخه جوړ ې کوډلې لاندې ناست وو، ډېر فقيران وو، پوښتنه مې ترې وکړه، ستاسو هېله او ارزو څه ده؟ خلکو  پر خپله ژبه وويل، زموږ هېله د هندوستان عظمت اوسرلوړي ده.»
اوس خبره دا ده چې، دا وطن په مينه او محبت جوړيږي، ترڅو پورې چې د افغانستان عظمت او سرلوړي له خپلو ارمانونو څخه ونه بولو او په عمل کې د دې وطن لپاره کار ونه کړو، راتلونکو نسلونو ته به ډېر بد معرفي سو.
اوس ولس ته هم هر څوک يوا وار نه څو څو ځل مالوم سول. دا ملت به بيا تېروتنه نه کوي، يوازينی لار زموږ د اوسني حالاتو څخه د راوتلو او د هېواد د سرلوړۍ او عظمت لپاره دا ده چې زموږ مشران، په ځانګړي توګه جهادي رهبران تر خپلو شخصي ګټو تېر سي او په ګډه د هېواد جوړونې لپاره کار وکړي او د پخوا په څېر د ولس زړونه وګټي، بله هيڅ لار نسته.
د يو خپلواک او سرلوړي افغانستان په هېله!