د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سعودي عرب کې بې پوښتنې افغانان

سردار محمد همدرد 20.02.2016 14:15

خدای ج چې پر خپلو انسانانو ورحمېږي نو بيت الله شريف ته د سفر د تللو امکانات ورته برابر کړي. زه هم د هغه نيکمرغه انسانانو له ډلې وم چې نږدې درې اونۍ وړاندې سعودي عربستان ته د عمرې کولو لپاره ولاړم. له عبادت پرته مې ځان سره دا تصميم هم نيولی و چې هلته به ميشت افغانانو سره وينم او د دوی له ژونده به ځان خبرووم.
کله چې مدينې منورې ته ورغلو، هلته ډېری افغانان اوسېدل، سلګونه افغانانو کورنيو هلته ژوند کاوه. دوی يوه اتحاديه هم درلوده، ما يې مشر پيدا کړ او هلته د دوی پر ژوند، اسانتياو او ستونزو مې ورسره خبرې وکړې.
خبرو يې ډېر نا هېلی کړم. افغانستان چې د سعودي عربستان سره له پخوا اړيکې لري، زموږ وطن ته له دغه  هېواده صحابه کرام راغلي. د اسلام دين يې خپور کړی او حتی د ژوند سره يې هم دلته کابل کې مخه ښه کړې چې يو شمېر صحابه کرام دلته ښخ هم دي.
ما چې د افغانانو له ژونده ځان خبر کړ ډېرې ستونزې يې درلودې لکه هيڅوک چې نه لري. لکه د پوښتنې څوک چې يې نه وي او هر څوک چې څه وغواړي پرې کولی شي.
د دوی يوه لويه ستونزه دا وه چې اقامې (د دوی د اوسېدو جوازونه) د پاکستان له لارې ورکول کېږي. دوی بايد پاکستان ته ولاړ سي او هلته دغه ستونزه هواره کړي او خپل کارونه خلاص کړي. يوازې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په وخت کې د شپږو مياشتو لپاره يوه پروسه پيل سوه چې اقامې د افغانستان له لارې ورکول کېدې خو دا پروسه بېرته ودرېده.
اوسني ولسمشر محمد اشرف غني هم سعودي عرب کې له ميشتو افغانانو سره ژمنه کړې وه چې د اقامو ياده ستونزه به يې حلوي خو له بده مرغه تر اوسه هيڅ اقدام نه دی سوی.
يوه افغان راته وويل: «زموږ حکومت په دې برخه کې هيڅ توجوه نه ده کړې، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ يو، د پاکستان حکومت په دې برخه کې ډېر کار کړی دی خپلو خلکو ته.»
د دوی خبرو فکر مند کړم، د سعودي عرب په څېر هېواد چې افغانستان ورسره له پخوا اړيکې لري، حتی روژه او اختر د دوی د محکمې پر اجازه او اعلان کوي خو لا هم هلته زموږ حکومت داسې اړيکې نه دي جوړې کړي چې د افغانانو ستونزې دې هوارې سي.
مدينه منوره کې ميشتو افغانانو هلته د افغانستان له سفارت هم ګيله کوله. د افغانانو د اتحاديي مسؤلينو ويل تر اوسه يې د دوی هيڅ پوښتنه نه ده کړې. د افغانانو پر ستونزو يې سر نه دی ګرځولی. حتی افغانان چې سفارت ته ورسي هم وخت نه ورکول کېږي او نه پرېښودل کېږي.
يوه بله مهمه موضوع چې ما درک کړه دا وه چې د سعودي عربستان او پاکستان اړيکې ډېرې ښې وې. د افغانستان سره يې چندانې اړيکې نه وې جوړې. ښايي دا لامل وي يې چې هلته افغانان ستونزې لري او پاکستانيان يې نه لري.
د ملامتۍ ټوله ګوته زموږ حکومت ته نيول کېږي. افغانان چې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې ژوند کوي، سعودي عرب هم يو له هغه هېوادونو دی چې ډېر پښتانه پکې ژوند کوي. يا مسافر دي او يا هلته کورونه لري. دوی هلته له ښې ورځې نه اوسېږي، مجبوريت هلته رسولي دي، داسې يو هېواد چې افغانستان ورسره په ډېری مسايلو کې شريک دی، په تېره بيا مذهبي مشترکات، خو له بده مرغه زموږ اړيکې اوس هم دومره کمزورې دي چې د يو عادي افغان ستونزه نه سي حلولی.
داسې کورنۍ مې هم هلته وليدې چې څو لسيزې يې هلته ژوند کړی دی خو پام نه دی ورته سوی. يوازې اوسني حکومت نه بلکې پخوانيو حکومتونو هم هلته خنډونه له منځه نه دي وړي.
د خلکو ستونزو. هلته ميشتو افغانانو ژوند. د دوی کړاونو. د دوی ګيلو چې له حکومته يې کوله، ډېر ناهېلی کړم.
حکومت بايد سعودي عربستان کې د افغانانو ژوند ته جدي پام وکړي او هلته د اوسېدو، کاروبار برابرولو، د ځايي حکومت سره د دوی اړيکو جوړولو کې بايد هڅې وکړي.
تر ټولو مهمه خبره چې د افغانستان حکومت بايد ورته پام وکړي، د سعودي ميشتو افغانانو اقامو(هلته د اوسيدو جوازونو) ستونزه ده چې حکومت بايد غم وخوري.