د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشره دوستم دې مهار کړه

سردار محمد همدرد 30.06.2016 12:55

  د ملي يووالي د حکومت د رامنځته کېدو سره جنرال عبدالرشيد دوستم د لومړي مرستيال په توګه وټاکل سو، سم لاسي يې په لښکرکښيو شروع وکړه.
 عبدالرشيد دوستم د دې پر ځای چې له خلکو سره اړيکې جوړې کړي، له ولس سره کښېني ولاړ سي، د خلکو له ستونزو ځان خبر کړي، نو خپل سري عمليات يې پيل کړل، د طالبانو د ځپلو په نوم يې پر يو شمېر ولسواليو چپاوونه ور وړل، ډېری کورونه يې لولپه کړل او يو شمېر خلک يې چې يا به طالبان وو او يا به نه وو، خو  نوموړي د خپل نوم او د خپلو عملياتو د بري په خاطر ونيول، رسنيو ته يې وښودل او خلکو ته يې داسې وښودل چې جنرال صيب د دولت وسله وال مخالفين په شاه کړل، د حکومت لپاره يې لويه توره وکړه او د خلکو زړونه يې خپل کړل.
د حکومت په چوکاټ کې دغه ډول خود سري عمليات به ډېرې بدې پايلې ولري، ځکه چې حکومت د امنيت شورا،  امنيتي ارګانونه او د دفاع او کورنيو چارو وزيران لري، که عمليات ترسره کېږي بايد د ټولو نظامي ارګانونو تر رهبرۍ او قوماندې لاندې وي او که د دولت يو لوړ پوړی چارواکي دغه ډول خپل سري عمليات کوي نو د دې پايلې به ډېرې بدې وي.
ځکه چې افغانستان کې د تېرو څلورو  لسيزو په موده کې ډېر قومي او د تعصبي جګړې وسوې نو په داسې حالت کې بيا که څوک د غچ اخيستلو په مانا جګړه کوي، د نظام مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي.
  په دې وروستيو کې په شمال کې چې عبدالرشيد دوستم د طالبانو د ځپلو په نوم کومه جګړه وکړه په هغه کې په ډېری سيمو کې يې د طالب په نامه پښتانه وځورل، کورونه يې ور وسېځل.
زموږ د  پښتنو هم عجبه بخت دی، رښتيا هم د طالبانو رهبري پښتانه دي او پښتون د طالب په نامه باندې ځورل کېږي، خو اوسنۍ جګړه د پښتنو نه ده، پر پښتو او افغانانو تپل سوې ده، دا يو نړيوال جنګ دی چې ډېری قربانيان يې پښتانه دي.
  که په ټوله کې ووايو د ټولو ښکېلو غاړو له خوا پښتانه قرباني کېږي، که موږ او تاسو وګورو که له يوې خوا د دولت لوړ پوړی چارواکی، چې د ولسمشر لومړی مرستيال دی، د طالب په نوم پښتانه ځوروي، بل پلو طالبانو هم پښتانه وځورل، پښتون ميشتو سيمو کې يې د پښتنو ښوونځي، روغتيايې مرکزونه ور وسېځل، بېسواده يې لوی کړل خو افغانستان کې د نورو سيمو او نورو قومونو حالت که وکتل سي، که د دوی سيمه کې جګړه ماران هم ژوند کوي او واک چلوي، ښوونځي يې فعاله وي، له نورو اسانتياو برخمن وي او هيڅ ستونزه ورته نه وي.
  دوستم تر دې وړاندې هم پښتنو سره ګڼ ظلمونه کړي دي، خو کله چې ولسمشر محمد اشرف غني ولسمشرۍ ته ځان کانديداوه، نو جنرال عبدالرشيد دوستم يې د خپل لومړي مرستيال په توګه وټاکه، هماغه مهال يو شمېر پښتانه له دغه ټاکنې سره جوړ نه وو، خو دوستم صيب د افغانستان له ټول ملت بخښنه وغوښتله او ويې ويل تېر کې چې هر څه سوي دي، سوي دي، تر دې وروسته به کار کوو، هېواد به جوړوو، پښتنو هم د عبدالرشيد دوستم دغه خبره ښه وبلله او داسې فکر يې وکړ چې تر دې وروسته به اصلاح سي او که خدای ج کول د وطن په ګټه به تمام سي.
  افغانستان کې ټول ميشت قومونه يو دي، دوی افغانان دي، د دوی ترمنځ بايد هيڅ تعصب او مخالفتونه را پيدا نه سي، ځکه د ټولو هدف يو دی، د دې خاورې لپاره کار کوي، خو دوستم صيب بيا خپلې پخوانۍ کړنې پيل کړې، هماغه ډول ملېشې يې جوړې کړې او د پردې تر شاه يې ګڼ افغانان يوار بيا وځورول.
په ټوله کې بايد افغانان ونه ځورول سي، که پښتون وي، که هزاره وي، که تاجک او يا ازبک وي، ټول افغانان دي، دې وطن کې بايد نور عقديې کارونه ختم سي، د ولسمشر لومړی مرستيال بايد داسې وي چې هيڅوک پرې پوه نه سي چې دا د کوم قوم دی، يوازې بايد افغان وي او دې خاورې ته ژمن وي.
بله مهمه خبره د عملياتو ده، که د ولسمشر لومړی مرستيال خپل سري عمليات پيل کړي، نو بيا به دا کار فرهنګ ا و دود وګرځي، هر وزير، هر والي، هر وکيل او هر ولسوال به خپل سري عمليات کوي، څه چې يې خوښه وي کوي به يې او پوښتنه به يې نه کېږي خو قربانيان به يې ولسي خلک وي.
 زه پر پوځي چارو ډېر نه پوهېږم خو عمليات کول خپل اصول لري، لکه مخکې چې مې وويل په دې کې بايد نظامي ارګانونه ښکېل وي، د نظامي ارګانونو، په ځانګړي ډول د امنيت شورا، دفاع او کورنيو چارو وزارت په لارښوونه او سلا مشوره بايد عمليات شروع سي، نه په خپل سر او شخصي ملېشو په واسطه.
 په وروستيو کې د دولت لوړ پوړو چارواکو، په ځانګړي ډول له ولسمشر هېله کووم چې دغه ډول خپل سري عمليات به له يوې خوا بدې پايلې ولري او بل پلو به زموږ په ټولنه کې مروج سي، نو بايد مخه يې ونيول سي او عمليات کوونکو ته قناعت ورکول سي، د هر چا دنده او کار بايد تعريف سي.