د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جنګ او صلحه

ډاکټر حمیدالله زړء ور صاپی 14.02.2016 13:32

په دې وروستیو ورځو او شپو کې د ډیري افغانانو په ژبه د سولې مقدسه کلمه زیاته اورېدل کېږي ، د دې  لپاره چې د ولس ډیري له  بې مانا اوتپل شوې نیابتي جګړو څخه ستړي شوي او تر پوزې رسېدلي دي. د څلور اړخیزو دولتونو ناستې؛ په قطر کښې د پګواښ  له خوا د افغاني طالبانو او ډیرو افغاني ګروپونو نمایندګانو دوهمه غوڼډه ،؛همدارنګه زما چې ډیرې د توجو  وړ وګرځېدې خو نپوهیږم چې نورو دوستانو به تعقیب کړې وي که نه؟ د بی بی سی د "آزادې جرګه" او د آزادۍ راډیو د تیرې پینځهنۍ  د"آزادی په څپو کې " پروګرامونه د سولې په باب ځانګړې خپرونې وې.
 په نړۍ کې ټول جنګونه په سولې پای ته رسېدل دي. جنګ او جګړه هغه وخت انسانان کوي ،چې خپل مینځي ستونزې، لانجې او یا هم ګټې او مفادات د خبرو اترو، تړونونو او یا هم د دریمګړي (ثالث بالخیر) په منځګړیتوب حل نه شي ، یا هم په اوسنۍ نړۍ کې ،د ابر-قدرتانو د ستراتیژیکو موخو او ګټو لپاره ، د بیرته-پاتې کړای شویو هیوادونو له بشري، سیاسي، جغرافیايي او اقتصادي قواوو نه  د  نیابتي یا پروکسي جګړو لپاره کار اخستل کیږي.که د دوو نړیوالو جګړو او بیا وروسته د سړې جګړې له  عواملو او پایلو نه تیر شو <چې دا ټولو نړیوالو ته اوس تر ډیره حده معلوم دي>؛
په ځانګړې ډول د افغانستان د دا ۲۱.پېړۍ  جګړه له ۲۰۰۱ تر اوسه له نظره تیره کړو، پورتني ابر-قدرتي خارجي عامل په کې بارزه ښکاري . دا چې ولې د ډاکټر نجیب د ملي مصالحې فورمول او د جینوا د ملګرو-ملتونو تړون د جبل-السراج په کودتا سره عقیم وګرځول شو، او ورپسې کابل او ټول افغانستان د افغانانو په وینو سور شو ، او بیا د طالبانو تحریک په کومه موخه مینځ ته راوستل شو او په عمل کې ېې څه وکړل؟؟ ، دغه ټکي باندې غور پکار وو او دی چې ،ولس د شر او فساد څخه تر پزې رارسیدلی وو چې طالبانو ته ېې لبیک ووایهء، مګر دا چې پاکستانیانو له هغوی څخه د کوم هدف لپاره سوء-استفاضه کوله او لا هم ېې له ځینو ګروپونو څخه کوي ، او دا چې ځاني،مالي او لوژستیکي  کهمکونه څوک وړرسوي دا بیا بیلې پوښتنې دي؟؟؟.له بل پلوه ، په دا تیرو ۱۵ کالونو یا له هغه څخه څو زیاتو کې ، د ملت او دولت څخه په شر او فساد میلیاردران سوي د ګوتو په شمار یو څو جنګ سالاران ، د بشر د حقوقو ناقضان، چې متاءسفانه د ۱ او۲م بن د کنفرانسونو په غلطه او قصدي فیصلو پر ولس تپل شوي د هغوی سره یوځای دا نیابتی جګړه هم تپل شوې ده، ځکه ، هر کله چې د ملت ډیري د سولې غږ پوته کوي؛ د شر او فساد  کړیګانې  د خپلو بادارانو په زور او  رسنیز او هر اړخیز امداد  سره ېې د جنګ-جګړو  تیارئ او یا هم د مظلوم ولس ته په فتنو  او دجالي چالونو  لومې  ایښودلو د پخوانیو ذخیره کړو د پچو په سلاحکوټونو  خپل شوم  اهداف او د بادارانو ابلیسي موخې ګام په ګام عملي کوي.
ډیر ښه مثال ېې په ښې حکومتدارۍ !! (لڼډغر سالارۍ، مردم آزارئ، میلیاردر نګهدارئ ...) کې د څلورمې سقاوۍ د شورای-نصوار د تش په نامه مقاومت شوروا ض. جان دی!، د فیروزي رسوايي ېې لا څه وه چې دا ېې بله فتنه او فساد درواخلئ. د ډڼډ غوري په مظلوم او بیچاره خلکو باندې بلرقم ستم، قتل، چورچپاول او دربدره کول روان دی. د دوه سري ښامار  ايجړاګان د درې سري ښامار په ډایرکټرۍ  لا هم د افغانانو په وینو تجارت کوي او دسولې مقدسه پروسه  له ځڼډ او بنبست  سره مخامخوي..په زور هیڅ وخت کلي نه کیږي. همهاغسې چې د نړۍ ډیرو ولسونو  ابر-قدرتان په تاریخ کې د شرموونکو ماتو سره مخامخ کړي دي، ليرې نده چې د اقیانوسونو له اخوا څخه راغلي یانکیان او ګوډاګیان ېې تس-نس شي او د ویتنام، ایران، کوریا، برازیل، ونزویلا، مالیزیا، سنګاپور ا.د.ن. ولسونو په شان افغان ولس هم  وروسته له ډیرو قربانیو نه له جنګ نه صلحې ته ورسیږي او د قرآن کریم د آیت مآل( که چېرې دوه طاېفې د مومنانو پخپلو منځو کې سره جګړه کوي نو تاسو د هغو تر مینځ صلحه وکړئ ؛ او که یوې پر بلې ظلم کاوهء، د ظالمې ډلې پر ضد ودرېږئ ترڅو د الله امر ته غاړه کیږدي..) صدق الله العظیم. او ( موءمنان سره وروڼه دي ، د وروڼو منځ کښې صلحه وکړئ.).
اوس نو پکار دي چې ملي پوليس او  عسکر(اردو) خپل افغاني طالبان وروڼه  وءنءوژني ،او طالبان هم دوی.اوملکي خلک خصوصن ښځې ماشومان اوسپين ژيري خوباید دهېڅ خوا وءنءوژل شي.
او ټول ۳ سري ښامار او اجیرو داعشیانو؛ بهرنیو تالیباڼو، ا.د.ن. د وطن دشمنانو ته لاسونه یو کړل شي.
ژوندی دې وي سولء ایز افغانستان او سوله خوښوونکي افغانان. مړهء ، ورک او شرمېدلي دې وي د سولې، انسانیت او اسلامیت ضدجګړه ماران او ښاماران.

                                                     سوله
سوله امر د الله دی ، سوله سنت د محمد ده ++ سوله پوهه ده، همت دی ، د ژوندون جد او جهد ده
ماشوم سوله کې روزېږي؛ بوټي سوله کې شنه کېږي++ مکتب په سوله لوستل کېږي، الفبا ده که ابجد ده
مینه سوله کې ښه ښکاري، عشق د صلحې طلبګار دی++ په سوله کورودانیږي، د ابیض که د اسود ده
پرمختګ بې سولې نه شي، په جګړه کې شاته تګ دی++ لږ څه وګورئ دنیا ته ، له ګهوارې تر لحد ده
طبابت دی که انجنیري، ستور مزلي ، کمپیوټر هم+++ سولې، پوهې له برکته ، مخ په لوړ دي بې له حده
حمید زړه ور وايي ای وروڼو!د آسیا په زړء کې یو شئ++ ولسواکي د ولس ده، نه ع غ  اونه زامنود عبدالاحد ده