د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر حمیدالله زړء ور صاپی

14.02.2016 11:32    |   ډاکټر حمیدالله زړء ور صاپی جنګ او صلحه

په دې وروستیو ورځو او شپو کې د ډیري افغانانو په ژبه د سولې مقدسه کلمه زیاته اورېدل کېږي ، د دې لپاره چې د ولس ډیري له بې مانا اوتپل شوې نیابتي جګړو څخه ستړي شوي او تر پوزې رسېدلي دي. د څلور اړخیزو دولتونو ناستې؛ په قطر کښې د پګواښ له خوا د افغاني طالبانو او ډیرو افغاني ګروپونو نمایندګانو دوهمه غوڼډه ،؛همدارنګه زما چې ډیرې د توجو وړ وګرځېدې خو نپوهیږم چې نورو دوستانو به تعقیب کړې وي که نه؟ د بی بی سی د "آزادې جرګه" او د آزادۍ راډیو د تیرې پینځهنۍ د"آزادی په څپو کې " پروګرامونه د سولې په باب ځانګړې خپرونې وې.

24.01.2016 13:40    |   ډاکټر حمیدالله زړء ور صاپی د پنجابی پاکستیانی فوجیانو بزدلانه اعتراف او منافقتونه

د پښتونخوا پر تعليمي بنیادونو د تپل-شوې یا پلان-شوې جګړې په لړ کې د پیښور نظامي مکتب نه وروسته د پاچا خان پر یونیورسیټۍ ناځوانمردانه او بزدلانه برید څخه چې زمونږ په لسهاوو استادان او زدهکوونکي ېې شهیدان کړل،او د سر لوڅ مرادزي ورور خبره د ۱۹۴۸ دچارسدې د خدايي خدمتګارانو قتل عام يي تکرار کړو؛ بازماندګانو ته صبر، زخمیانو ته شِفآء او مړو ته د فردوس جنات غواړو.

17.01.2016 12:00    |   ډاکټر حمیدالله زړء ور صاپی د سرلوڅ مرادزي صاحب په لیکنه لږه زیاتوءنه

پرون مې د مرادزي صاحب لیکنه ولوستله ،دا چې کوم ملګري ېې ترینه پورتنۍ پوښتنه کړې وه او دوی ورته په یوولس لاملونو رڼا اچولې وه، د پوره فکر کولو او یو څه زیاتونې هڅه راکړله.

24.12.2015 11:56    |   ډاکټر حمیدالله زړء ور صاپی دمولاناجلال الدين یوه لَڼډه حکایه

یوه ورځ مولانا جلال الدین بلخي(رومي) ،د یو خوږ غږي حافظ نه د قرآن کریم قراءَت اوریدء او ورسره ېې له سترګو اوښکې هم تویولې. تر څنګ ېې یو بل کس ناست و چې په خوبولي ځان ېې اسوېلي ایستل. دې سړي له مولانا وپوښتل: تاسو افندي(په تورکي کې افندي =ښاغلی یا محترم ته وايي. ژ.) ولې اوښکې تویوئ؟ !"مولانا په یوې له نزاکته ډکې لهجې ځواب ورکړ:-"دغه غږ چې د دې خوږ غږي حافظ صاحب له قراءته اورم، ماته لکه د جنت د دروازې د خلاصېدو د ږغ په شان راځي آسوېلي ایستونکي کس خپل سر د تاءييد په شکل وخوځاوء او وېې ويل" ماته هم لکه د جنت د ور پرانیستلو په شان راځي :مولانا صاحب په خپله مخصوصه نزاکتي لهجه داسې تصحیح وکړله

13.12.2015 12:35    |   ډاکټر حمیدالله زړء ور صاپی د وطن نقشه هر ګوره لکه زړهء ده

د وطن نقشه هر ګوره لکه زړهء ده په قفس کې د جهان چې په ضربان دی زما زړء که پیدا شوی په لغمان دی په مانا کې دی پاچا مې د ټول ځان دی د زړه غوښې مې دي غرونه د