د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سرلوڅ مرادزي صاحب په لیکنه لږه زیاتوءنه

ډاکټر حمیدالله زړء ور صاپی 17.01.2016 14:00

(د سرلوڅ مرادزي صاحب په" ولې پښتانه پرته له اړتیا فارسي یا  اووردو وايي؟؟" لږه زیاتوءنه)
پرون مې د مرادزي صاحب لیکنه ولوستله ،دا چې کوم ملګري ېې ترینه پورتنۍ پوښتنه کړې وه او دوی ورته په یوولس لاملونو رڼا اچولې وه، د پوره فکر کولو او یو څه زیاتونې هڅه راکړله.
لومړی خو باید دا ووایو چې هغه پښتانه په شعوري یا غیر-شعوري ډول دا کار کوي ، لږ دې خپل ځان او جهان ته ځیر شي چې آیا نور کوم قام یا ملت ته منسوب وګړي هم داسې په آسانه له خپلې ژبې تېريږي او یا د بل درنده او دخپل سپکه غواړي؟
او دا چې ولس،  دولت او اکثره مشران ېې ملامتوي ، حق لري. ځکه د افغانستان د آزادۍ نه راپه دې خوا کوم پاچا یا دولتمشر سمه او د اکثریت د حق مطابق پښتو وېلې، ليکلې، د ښوونې او روزنې+ رسنیو او علمي+تخنيکې کړې یا ېې ورته پوره پاملرنه کړې؟ بر عکس؛ د یو څو ریکا ګانو، قزلباشانو او مغولي -هندي درباریانو په چافلوسیو او ګذري  نفساني خواهشاتو له کبله يي دلته فارسي او په پښتونخووا او بلوچخوا کې انګریزي+اووردوو  د دفتر، بازار، ا.د.ن. ژبې وګرځولې ؛ او پښتو ېې تحقیر کړې او په لوی لاس د تاریخ کندې ته د غورځولو تر سرحده رسولې ده<< همدا ڼن رسنیو لیکلي ، پښتونخواکې به آزموینې په اوردوو او انګلیش کې اخیستل کیږي!؛>> او زمونږ آکاډیمیسینان او  پارټی والا ورته ګوري او یوې-نیمې سناتورۍ ته په پنجاب کې خوشحاله وي!!
مقصد دا چې دولتمشران ملامت وو او دي.ب
ل ځینو پښتنو ته دا خُله کې ایښودل شوي ؛: ولا پشتو بسیار سخت است ، فاړسي آسان هست!؛ حال دا چې هر چا ته خپله مورنۍ ژبه تر ټولو خوږه، پوهیدونکې او پوهوونکې ده. آیا پښتو له ژاپاني؛روسي، فرانسوي، آلماني، ا.د.ن. څخه هم سخته ده چې مونږ او تاسو یی وینو پښتانه د نړۍ هرې خواته تیت او پرک شوي، او د هغه ملکونو ژبې ډېرې ښې زده کوي ؛یو علت ېې دا دی چې پښتو کې زیاتره توري او غږونه شته . مګر دا بیا څه رقم وجدان وي چې د خپلو نیکونو، پلرونو او میندو ژبه هیره کړي او یا پرې وشرمېږي او یا په فارسۍ یا اووردوو افتخار وکړي.
-پښتانه چې په مکتب، پوهنځۍ، په ټیټو رتبو کې مامور، ملا، کاتب یا چپړاسي وي ، د ڼنیو ګوتو په شمار غورځنګیز ځوانانو او یا د کوم ملتپال ګوند د غړو سره د زړء خوالء کوي،خو کله چې د کومې جاسوسي تلک کې ونښلي او یا هم د خپل علم له برکته یو مقام ته ورسېږي بیا نو انترنشنل فیس-بوکي شخصیت ترینه جوړ شي او وايي: ژبه د افهام-تفهیم وسیله ده، زه تعصب نلرم!. مګر که نور ګاوڼډیان ېې هر څومره تعصب، بې ادبي او د دء د ژبې بنسټ باسي هم دی به ورته په رډو رډو ګوري، چې بالآخره د س.ع. کشتمند خبره<<لږه کي  کیدای شي ډیره کي شي >>، او زما په غلط فکر، د سوړ جنګ نه وروسته دا د پښتنو او پښتو پسې راپیل شوې لوبه ده.
په دې هیله چې نور دوستان دې لړۍ ته دوام ورکړي. که کومه سهوه شوي وي، له درنو لوستونکو بښنه غواړم.