د پنجابی پاکستیانی فوجیانو بزدلانه اعتراف او منافقتونه
24.01.2016 15:40(د پنجابی پاکستیانی فوجیانو بزدلانه اعتراف او منافقتونه؛پښتانه اوافغانان..)
د پښتونخوا پر تعليمي بنیادونو د تپل-شوې یا پلان-شوې جګړې په لړ کې د پیښور نظامي مکتب نه وروسته د پاچا خان پر یونیورسیټۍ ناځوانمردانه او بزدلانه برید څخه چې زمونږ په لسهاوو استادان او
زدهکوونکي ېې شهیدان کړل،او د سر لوڅ مرادزي ورور خبره د ۱۹۴۸ دچارسدې د خدايي خدمتګارانو قتل عام يي تکرار کړو؛ بازماندګانو ته صبر، زخمیانو ته شِفآء او مړو ته د فردوس جنات غواړو.
د ۲۱.مې پېړۍ له ازادو رسنیو او مډیا څخه مو دا څو ورځې، څه چې ،د واقعې په همهاغه لمړۍ ورځ داسې رپوټوڼه او خبرې ولوستلې:
- د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي" مونږ دا ۴۰ کاله او حتی د پاکستان له جوړیدو راهسې د اڼډیا او افغانستان په داخلي چارو کې زیات مداخلت کړی ،خو پس له دې به یی نه کوو!".< دا په دې مانا چې پاکستان پخپلو اڼټرنشنل غیر قانوني کړنو اِعتراف کوي>
- د فوج ویاند <باجوه> بې له ځڼډه په همهاغه لمړنیو لمحو کې چې لا یونیورسیټۍ کې د انسانانو قتل روان وو، په ډیره سپین سترګۍ پړه پر تالیبانو او افغانستان واچوله، او بیا دا هم وایی چې "مونږ د دې برید په پلان، او اداره ښه خبر وو، خو د افغانستان حکومت دې عاملین ونیسي!!"
.-- بیا ېې ډبل شریفان د امریکا له خاص استاځي څخه هم د ورته نیونو غوښتنه کوي!.
. د جهان په نوم د یو تورکي ورځپاڼې خبریال په اسلام آباد کې راپور ورکړی چې د دې حملې پړه د پاکستاني تالیبانو یوې بېلې شوې ډلې ویاند عمر منصور په نوم یو چا منلې.؟
افغانستان ، د پنجابي حکومت دا ادعاګانې په کلکه رد کړلې.
اوس که د پاکستاني چارواکو، خاصتاََ فوجي جرنیلانو خبرو او عمل ته وګورو، ۹۰ % دروغ، منافقت، سپینسترګي له ورا ء په کښې ښکاري. ښه، چې تاسو له دې حملې خبر وئ ولې مو د بیدفاع یونیورسیټۍوالو د ژوند ژغورلو اقدام نه و کړی؛ او البته د پیښور چارواکي او د عمران خان د ګوندخاین چارواکي هم پکې ملامت دي؛>> که په یاد مو وي، د آبل کال اِلکشنونو(ټولټاکنو) کې هم د نشنل عوامي پارټۍ کاندیدان او غوڼډې قصداََ په نښه کېدلې او په پای کې ېې نتیجه د تهریک انصاف ! د انګریز هرمونو په ګټه سوه.ښکاره ده چې ټول ابليسي لوبې آی اِس آی مخکې وړي او بیا لاس په تالیبانو مښي. افسوس چې ځينې ویدهء پښتانه او ځينې افغانان د پنجابي ډهل ته نڅیږي .
زه فکر کوم چې پښتانه او افغانان د ارواښاد باچا خان بابا نوم، مبارزې او خدايي خذمتګارۍ او عدم-تشډد اصولو ته درناوۍ لري او باید ېې ولري. همهاغسې چې ښاغلي حامد کرزي په کنړ د راکټونو په ځواب کې ویلې: " مونږ هم کولای شو راکټونه وروءولوو مګر اخواته هم زمونږ وروڼه قبایل پراتهء دي ،او پاکستان باید د ترهګرو ځالې لکه څنګه ېې چې جوړې کړي ، بیرته وباسي"!.
نو زه فکر کوم چې هیڅ یو با احساسه افغان به د بیګانګانو په لمسون ، د خپل زړه پر نیمايې ټوټې(پښتونخوا او بلوڅخوا) داسې نامردانه، بزدلانه، غیر-انساني او غیر اسلامي برید هغه هم بیا پر پاچا خان پوهنتون ونکړي.
د جاسوسي کړیو او په سر کې ایم آی ۶ -+ ای ایس آ په منافقت او سپینسترګیو یو تییر او ۳ پاختکې وهي:۱ لراو بر پښتانه او بلوڅ؛۲افغان پوځیان ؛ او ۳هندوان!!!..>>> پیسې ورته عربان او چینایان ورکوي؛ باداری او درس د انګلیشانو، او سلاح د امریکنیانو.
هغه متل دی چې وايي:" رایشه له دې ونې پیوند کړه چې شاتوت ونيسي"!. په درنښت . زمادزړء خوالهء وو.