د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمولاناجلال الدين یوه لَڼډه حکایه

ډاکټر حمیدالله زړء ور صاپی 24.12.2015 13:56

یوه ورځ مولانا جلال الدین بلخي(رومي) ،د یو خوږ غږي حافظ نه د قرآن کریم قراءَت  اوریدء او ورسره ېې له سترګو اوښکې هم تویولې. تر څنګ ېې یو بل کس ناست و چې په خوبولي ځان ېې اسوېلي ایستل. دې سړي له مولانا وپوښتل: تاسو افندي(په تورکي کې افندي =ښاغلی یا محترم ته وايي. ژ.) ولې اوښکې تویوئ؟
!"مولانا په یوې له نزاکته ډکې لهجې ځواب ورکړ:-"دغه غږ چې د دې خوږ غږي حافظ صاحب له قراءته  اورم، ماته لکه د جنت د دروازې د خلاصېدو د ږغ په شان راځي
آسوېلي ایستونکي کس خپل سر د تاءييد په شکل وخوځاوء او وېې ويل" ماته هم لکه د جنت د ور  پرانیستلو په شان راځي
:مولانا صاحب په خپله مخصوصه نزاکتي لهجه داسې تصحیح وکړله
-!!" هغه غږ چې ته آورې د جنت د دروازې د خلاصیدو نه بلکې د تړل کیدو به وي،ځکه چې د خلاصیدو غږ د سترګو اوښکې بهوي ؛مګر د تړل کېدو یا پورې کېدو ږغ خوب راولي"

د توورکي زمان وبثایټ څخه د احمد 'شاهین' افندي  له ليکنې نه د ډاکټر حمیدالله< زړءور >" صاپي "ژباړه