د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان سولې پرپُل صراط با ایمانه خلک تېرېدای شي

محمد انور ولید 08.02.2016 10:47

په افغانستان کې له نږدې څلورو لسیزو را په ایسته پردۍ جګړې روانې دي . مرګ ژوبلې افغانانو ته په کې  واوښتلې ، خوګټې یې نورو وېوړې . د اسلامي نړۍ او نورې نړۍ خلک را غلل ، په افغانستان ، د افغانستان په ګاونډیانو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د افغان سولې په تړاو بندو بستونه ، مرستې او ژمنې وشوې . خو لا هم د افغانستان د سولې دروازه تړلې او د جګړو او ډول ډول توطیؤ لارې خلاصې او پرانستې دي .
خو دا چې لاملونه یې څه دي ؟ نو دا به په لاندې توګه وڅېړو :
لومړی : ــ  افغانستان ولې د جګړې له پاره ټاکل شوی ؟ آیا ددې هېواد د سترا تیژیک او سوق الجیشي موقعیت له کبله د سیمې او نړۍ پام ور اوښتی . او یا دا چې په دې هېواد کې ځمکنۍ بډایې زېرمې شتون لري، او یا هم له دواړو اړخونو څخه یو برخمن هېواد دئ ؟
که چېرته د افغانستان موقعیت د سیمې هېوادو او نړۍ ته سترا تيزيکي او سوق الجیشي ارزښت لري ، نو بیا خو د سیمې او نړۍ ګټه په دې کې ډېره ده چې باید په ګډه افغانستان ورغوي ، د هر ډول ورانېدو مخه یې ونیسي ، امنیت په کې ټينګ کړي  او د سیمې او نړۍ د نورو هېوادو په څېر دا هېواد هم خود کفأ او پر خپلو پښو ودروي . ترڅو د نړۍ د نورو هېوادو په څېر د سیمې او نړۍ له نورو هېوادو سره خپله د مرستې جوګه شي .
او که د ځمکنیو زېرمو په خاطر دا هېواد نا آرامه شوی وي او ذیدخلو او خود غرضه هېوادونو د شومو اهدافو له پاره افغانستان د پردیو جګړو تنور ، د افغانانو نظام او ملت دواړه د جګړې خس په کې جوړ شوي وي او نور خپله ډوډۍ ور باندې پخوي لکه چې پخه یې کړه ، نو دا بیا بېله پوښتنه ده ، ځکه چې دغه ډول وارداتي جګړه یوازې د افغان کور او افغان نظام د ړنګولو او د بې ګناه افغانانو د بې هدفه وژلو په معنا ده . کټ مټ لکه د کومو پوځي عملیااتو په څېر یوازې نوم ور ته بدلېږي او نوره په کې د خپلو شېفرونو پر مټ پرمخ ځي . ولې که دا دواړه اړخونه ولري ـ نو د سیمې او نړۍ هېوادونه دې پردې باندې هم له سره سوچ وکړي چې افغانان د خپلو زېرمو او خپل سترا تېزيکي او سوق الجیشي موقعیت اصلي وارثان دي .
که چېرته د افغانانو په خوښه دوی له دې ستراتیژیکي پُل او افغاني زېرمو څخه مشروع ګټه اخلي ، نو ور ته لازمه ده چې لومړی له افغانستانو سره د دې هېواد په زېرمو را ایستلوکې جیولوجیکي او تخنیکي مرستې وکړي ، د زېرمو را ایستلو له پاره دې خپل پانګوال په افغانستان کې پانګه اچونې ته وهڅوي ، د افغان کانونود استخراج له پاره دې امنیتي تدابیر ټینګ کړي ، د افغانستان له دولت او خلکو سره دې مرسته وکړي او د غیر قانوني او غیر فني  مافیایي کورنیو او بهرنیوکیندنو او غلو مخه دې ونیسي .
له دې لارې به هم افغانستان او افغان نظام پر خپلو پښو ودرېږي ، او هم به دونران د خپلو اړتیاوو وړ توکي خپلو هېوادونو او د نړۍ نورو بازارونه ته ورسوي .
په افغانستان ـ او له افغانستانه بهر له سیمې او نړۍ سره ددې هېواد د مښلولو په خاطر دې د افغانستا ن مواصلاتي لارې د افغان سوداګرو او نورې نړۍ له پاره ورغوي .
افغانستان دې نور دوارداتي او مصرفوونکو هېوادونو له لېسته وباسي او په یو خود کفأ او صادروونکي هېواد باندې یې دې تبدیل کړي .
دوهم : ـــ په افغانستان کې له دولتي ارګانونو څخه نیولې بیا آن تر غیر دولتي نهادونو پورې ټول یوه بیاوړي مدیریت او پلان ته اړتیا لري ، ترڅوپر مټ یې هم هېواد او هېواد وال له شته امنیتي ستونزو څخه پرې خلاص شي ، او هم په نظام پورې اړوندې داسې ادارې را مینځته کړي چې د مدیریت ، اخلاص ، تخصص او نوښت     
وړتیا په کې وي ، ترڅو افغانستان له بهرنۍ نړۍ سره وتړي او په داخل کې ور باندې هر اړخیزه بیا رغونه وکړي .خو دا کارونه په اوسنیو تشو او نیمګړتیاوو سره نه شي تر سره کېدای .
له پخوا را هیسې افغانستان او افغان نظامونو ډېرې خامي ، تشې او نیمګړتیاوي لرلې چې ډکول یې له معقولو ـ علمي او تجربتي لارو څخه اړین دي . او دغه تشي او تیمګړتیاوې ټولې له تاوتریخوالي ، پردیو منافقتونو او جګړو څخه را ټوکېدلي ، خو ریښتینې سوله ددې ټولو بدمرغیو اصلي نسخه او مدوا ده .
درېیم : ـــ  افغانستان سولې ته اړتیا لري ، د افغانستان ټول اتباع سولې ته تږي ناست دي . خو سوله له چا سره ؟ سوله د چا په خوله ؟ آیا ریښتیا هم په افغانستان کې د سولې په نامه عالي شورا د سولې له پاره کارکړی ؟ که یې کړی ـ نو اغې ز یې څومره محسوس دئ ؟ دسولې دغه عالي شورا چې هرکال یې (۵۰۰) مېلیونه ډالر یوازې پرخپلو جیبونو ډکولو او پړسېدلي بې هدفه ، بې پلانه او بې مدیریته تشکیل باندې لګول او په رأس کې یې تر ډېره پورې همغه متنا زع فیه عناصر په لوی لاس ور ته ټاکل شوي وو چې اوسنۍ ټولې ستونزې او بدمرغۍ د هغوی د کږوکړنو پایلې بلل کېږي ، نو بیا به په افغانستان کې څه ډول سوله راتلله ؟
دا خو سوله نه وه ، بلکې دا د سولې له پاره یو تلک ؤ چې سوله یې په غبرګو پښو په کې بنده ساتلې او په ژبه یې د سکوت ډالري ټاپه ور وهلې وه . په داسې حال کې چې ډالر تر افغان وینو او مرګ ژوبلو څخه ډېر ارزښت ور ته درلود . بل دا چې د سولې په تېر او اوسني مېکانېزم کې کله د سوله ییز مدیری� � ، استعداد او نوښت څرک لیدل کېږي . دوی له پېله تر ننه پورې له افغان سولې څخه یوازې خپله پروژه جوړه کړې وه . د ټول افغانستان غم هره ورځ دوی ته پوره اختر ؤ .
څلورم : ـــ  همدا اوس د افغان سولې په تړاو په داخل او خارج کې ډېرې خبرې روانې دي . څوک سوله له کرایي عسکر سره کوي ، او څوک یې له نوکر سره ، ځینې یې بیا له چاکر سره له رسمي ادرسونو څخه پرخبرو لګیا دي ، خو پایله یې بیا هم په افغانستان کې په یو بل نوم سره د جګړې دوام دئ .
 پینځم : ـــ  د هرې جګړې پایله که هغه کورنۍ وي یا بهرني ، سوله یې وروستۍ لاره ده . په افغانستان کې به آخر که د خدای تعالی رضأ وه سوله وشي ، خو د ځینوکورنیو ، سیمه ییزو او نړیوالو کاږه او نیمګړي نیتونه مو ژړوي . کوم کسان چې دا مهال سولې ته نومول کېږي ، خلک په ځینو ځایو کې ور ته د عقیدت پېرزوینې وړاندې کوي ، اوتر یوه بریده پورې نفوذ هم لري ، پر شخصیت باندې یې هېڅوک څه نه وایي ، ولې په فزیکي لحاظ دا سې سال خورده کرېکټرونه د سولې مدیریت نه شي کولي ، ځکه د افغانستان سوله کورني ، سیمه ییز او نړیوال ابعاد لري ، چې ورته روغ فزیکي وجود ، غټ ماغزه ، کره لومات ، پخه تجربه ، ستر نافع علم ، پوخ سیاست ، تدبیر ، بصیرت او درایت په کار دئ . له ډېرو څېرو سره اوس ډېر خلک آشنا دي . لطفاً دې افغان حکومت د سولې پر مېکانېزم د افغانستان د بقأ او برخلیک له پاره د خپل مکلفیت له مخي له سره غور او کتنه وکړي . ځکه ټول افغانستان ، د افغانستان ټولې ملي شتمنۍ ، ټول افغانان او د ټولو افغانانو حقوق تر هر ډول اشخاصو او ونډو غوره دي .
شبږم : ـــ  د سولې طرف باید معلوم شي ، چې موږ سوله له چا سره کوو . که سوله دا خلي اړخ لري ، نو باید دا ځواک ولرو چې له پردیو واکونو څخه یې را وباسو . او کاملاً افغاني صبغه باید پیدا کړي .
او که افغان سوله بهرنی اړخ لري ـ نو باید د نړیوالو پر مټ د هغوی دغه نا اعلان شوې جګړه موږ او ټولو نړیوالو ته واضېح شي ، ترڅو لومړی له دیپلو ماتیکواړیکو  ـ  او ور پسې له نورو لارو چارو کار واخلو . ملت له افغان دولت سره دئ ، د هېواد د خاورې واک له افغان دولت او افغانانو سره دئ . کوم هېوادونه چې د کمک او همکاري په نوم افغانستان ته راغلي ، هغوی مکلف دي چې د نړیوال کنونسیون له مخې د افغانانو په څنګ کې د افغانانو ددفاع په خاطر ودرېږي ، د افغانانو له حقوقو څخه دې دفاع وکړي او په افغانستان کې د ورانکاریو مخه دې ونیسي . ځکه دا مهال د افغان سولې په وړاندې ډېر خنډونه او اغزي پراته . د افغانستان هره برخه دوزخ دئ دوزخ . د جګړې له دې جهنُمي اور څخه تېرېدل څه آسانه خبره نه ده . دا د افغان سولې پُل صراط دئ . هرڅوک چې له دې پُل صراط څخه د سولې خواته پل ږدي ، په دغه جګړه ییز جهنُم کې د لوېدو وېره ور سره شته . هر څوک هم نه شي ور باندې تېرېدلای ، دېته داسې باايمانه خلک په کار دي چې د خپل ژوند د بګرونډ  عملنامه یې په ښي لاس اخیستې وي . که نه نو ترکاني د بیزو کار هم نه دی .