د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د نیابتي جګړو میراثي ډګر

محمد انور ولید 29.10.2016 15:25

له نګاه تلوېزیوني شبکې څخه مې په ژوندۍ بڼه د مشرانو جرګې د مشر فضل
هادي مسلمیارخبرې واورېدلې چې ویل یې : په افغانستان کې د روسیې او
امریکا تر مینځ نیابتي جګړه بیا پیلېدونکې ده .
زه غواړم د ښاغلي مسلمیار پردې خبرې باندې د لرلید ، شالید او ژورلید د
زاویو له کنجونو څخه یو ځغلنده نظر له ګرانو هېواد والو سره شریک کړم ،
خوقضأوت یې خپله همدوی ، او د روان ریښتیني تاریخي بهیر اصلي پرېکړه یې
خپله راتلونکو نسلونو او مشهود تاریخ ته پرېږدم :
ګرانوهېواد والو ! مخکې تردې چې پرخپلې اصلي موضوع باندې پیل وکړم لومړی
غواړم د افغانستان پرد پام وړجفرافیایي موقعیت باندې خبرې وکړم :
لکه څنګه چې موږ او تاسې ټول یې په خپلو سترګو وینو چې افغانستان د آسیا
زړه ، په وچه کې پروت یو داسې بډای هېواد دئ چې ټوله نړۍ یې په فزیکې ،
سیاسي ، پوځي ، فرهنګي ، اقتصادي او تجارتي لحاظ سره تړلې ده . د انساني
نړۍ په تاریخي بهیرکې د نړۍ ستر تمدنونه له همدې کانال ( افغانستان ) څخه
د جولا د څوَښکي ( ماکو ) په څېرله شرق څخه غرب ته او له غرب څخه شرق ته
په ځلونو تېرشوي را تېر شوي دي .
هو؛ د غربي او شرقي  تمدنونو ، فرهنګونو، عقائدواو سوداګریزو توکو انتقال
له همدې لارې صورت موندلی . تجارتي او سیاسي اړیکې له همدې خاورې ټینګې
شوې دي . بلاخره دې خاورې ته د نړیوالو پام ور واوښت او د وخت هر زبرځواک
هر وخت د خپلو پوځي ، اقتصادي اوسترا تیژیکې ژورو موخو په سترګه ورته کتل
، همدا لامل ؤ چې افغانستان د وخت د زبرځواکونود سیالیو په ډګر بدل شو،
کله به د سکندرکبیرد لښکرو په ګردونو کې پټ ؤ او کله د چنګېزخان اوګورګین
خان چاپې او داړې ور باندې ولوېدلې ، کله به د برتانوي هند ترحملو لاندې
راغۍ او کله به هم د تزاري روسانود باروتي فیلانو د قافلو په ګرد کې پټ ؤ
، خو د هغه وخت افغانان هم لاس تر زنې نه وو ورته ناست او د هر استعماري
ښکېلاک  په وړاندې یې په خورا مېړانه له خپلې خاورې څخه د خپلو سراو مال
په بدله دفاع کړې ده .
څه وخت چې انګرېزي لښکرې دری ځلې د افغانانوله خوا له شرمېدلې ماتې سره
مخ او انګرېزي ځواکونه پرافغانستان باندې له واک چلولو څخه نا هیلي او
وروسته ووتل ، نو له تزاري روسانو سره د جوړجاړي په صورت کې یې د
افغانستان پرسینه باندې د ډ ېورنډ کرغېړنه او نه منونکې منحوسه کرښه د (
سره بېل یې کړه ـ اېل یې کړه ) د فورمول له مخې د خپل ژور یهودي ډوله
منافقت ، خباثت او رذالت له مخې را کاږله ، د افغانستان له شمال شرق څخه
تر جنوب غرب پورې یې صفري ( عائقه سیمه ) و ټاکله ، او افغانستان د ددوو
استعمارې ځواکونو تر مینځ د غیرمنسلک ( نا پېیلي ) هېواد  په توګه و
پېژندل شو ، ولې متأ سفانه چې لکه د اوس په څېر د روسانو او انګرېزانو له
پټو کورنیو لاس وهنو څخه هېڅکله هم خوندي نه ؤاو نه دئ .
انګرېزانو په افغانستان کې د تیمورشاه د زمانې را هیسې د خپلو نیالګیو
مالیاري کړې ده  ، او روسانوبیا د امیرشېرعلي خان  له وخته را نیولې ،
بیا د ډاکټرنجیب تر واکمنۍ پورې د افغان حکومتونو سره خپله پوځي ،
اقتصادي ، ګمراه کوونکې پوهنیزه ، فرهنګي او دیپلو ماتیکه (سیاسي ) پټه
او ښکاره یارانه چلولې ده  او په پټه کې یې افغان بچیانو ته ترهغو پورې
په چپي ګوندي کټوري کې اوبه ورکولې ترځو چې د یحیی کورني د ور تړلي کورني
سیاست قلف یې ورباندې مات او د بیا ن د آزادۍ په نوم یې د سو خوز او
کلخوز استعماري مزرعو ته د مارکسېزم او لېنېنېزم د پوچې دهري سفسطې نوې
دروازې په کابل کې د پخواني شوروي اتحاد د سفارت په ملاتړاولارښوونه
پرانستلې اود خپلې دې پروژې د پرمخ بېولوله پاره یې افغاني چپي بړېڅي کټ
مټ لکه د انګرېزانو په څېر په دروازوکې ورته پیره داران وټاکل .
انګرېزانو به شاه شجاع ډوله افغانانو ته د تر یاکودعائداتو نا چلې او
تورې هندي کلدارې ورکولې ، اوروسانوبه هم خپلو چپیانو ته تورروبلونه
ورکول . هلته به هم د کورنیو او بهرنیو مافیایي کړیو بېزنېس روان ؤ، د
کوه نورالماس اونورلرغوني توکي انګرېزانو وېوړل او اوس د انګلیس شاهي
کورنۍ هغه د خپل ملکیت برخه ګڼي . او روسانوهم په (۱۳۵۰ ) لمریز کال کې
یواځې د زابل په میزانه کې د ملا میرآخند د غونډۍ په څېرد سرو زرود
خښتوکان لوټ کړچې پوره څلورمیاشتې بسته د ممتاز ټرانسپورټ هره ورځ د
روسیې سفارت ته راوړل ، په هغو کې د سرو زرو یوه داسې مجسمه هم وه چې په
(۱۳) تنو یې د ممتاز ټرانسپورټ یوه لس ټائره موټرته ور پورته او په کابل
کې یې د روسیې په سفارت کې ښکته او روسانو روسیې ته وېوړه . خو ظاهرشاه
یې په اړه ملت ته هېڅ هم ونه ویل .
خوکله چې روسانوافغانستان اشغال کړ، بیا یې له ګازو نیولې ترنوروافغاني
تولیداتو ، عائداتو او ځمکنیو زېرموپورې ټول ممکنه څیزونه روسیې ته وېوړل
. ځکه دوی خپله ویل چې په افغانستان کې دوی (۴۰۰) کانونه موندلي وو .
افغانان یې په جګړو کې سره ښکېل ساتلي وو او دوی خپلې غلاګانې کولې .
بل لورته پاکستان او ایران هم لکۍ په سر واړولې او د بې څښتنه او بې پولې
افغانستان په خاوره او کلتوریې خپل ناروا یرغلونه پیل کړل . ایران د
افغانستان په غربي ، جنوب غربي ، مرکزي او شمالي ولایتونو کې خپلو منفي
افغاني ضد هڅو ته دوام ورکړ، چې ښه بېلګه یې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال
په شمال کې د ایران د (۲۵) دیپلوماتانو وژل کېدل ، ایران ته ورغلي د شیعه
مذهبه لږه کیو (۸) ګوندونه جوړول اود سني مذهبه افغانانورا شړل ، د افغان
مجاهد ینو پرضد له روسانو سره د خپلو اتومي پرو ګرامونو پرسر پټې معاملې
او زدو بندونه کول ، د طالبانود واکمنۍ پر مهال خپل (۷۰۰۰۰ ) کسیز پوځ د
افغانستان پرغربي او جنوب غربي ولا یتونو باندې د پوځي یرغل له پاره
چمتوکول چې بیا وروسته د خپلو بدوعواقبوله امله پرشا شول ، او د کرزي د
واکمنۍ پرمهال د افغانستان د اوبو پرسرد ایران له خوا خنډونه اود
تیلیفوني اړیکوغلاکولو او فلجولو دستګاه وې موږ په ګوته کولی شو .
خو د پاکستان د پوځي او څارګرې ادارې له خواد افغان مجاهد ینو سیاسي ،
مرد مي ، پو ځي او اقتصادي ملي قوما نده پرڅو برخو وېشل ، توکړې کول او
یو له بله په خپلمنځي جګړو سره اخته کول ،  له افغان مجاهد ینو سره د
سیمه ئیزو او نړیوالو مالي او نظامي مرستو واګې په خبل لاس کې نیول او
یوازې له هغې کانال څخه خپل ځان داسې تمویلول چې د مرستوپستې او لمان دوی
وخوړل آوهډ وکي یې افغان مجاهد ینوته ورغورځول ، د روسانود وتو پروخت د
افغان مجاهد ینو پرځای په ملګرو ملتو کې د یوې پټې او مرموزې کرغېړنې
معاملې په ترڅ کې د پاکستاني چارواکو له خوا استازیتوب کول ، مجاهد ین په
خپلو کې سره اخته کول ، بد نامول او وروسته یې د طالب په جامه کې پرافغان
خاوره باندې بربنډ تېری کول ، په افغان  خاوره او صفري ( عائقو ) سیمو کې
د سرحدي نویو تاڼواو دروازو جوړول ، د کونړونو د اوبو خپلول ، منځنۍ آسیا
ته په افغان خاوره کې ځانته پرته له ټکس ورکولو څخه مفته لاره لټول ،
پرافغان ګوندونواومشرتابه باندې له نړیوالوسره ناروا معاملې اوخپل
سوړتجارت کول ، په ملګرو ملتو کې د افغان دولت پرضد منفي تبلیغات او په
درواغو د افغانستان په اړه غلط  راپورونه ور کول او خپل باج پرې ټولول ،
افغانستان په لوی لاس د پردۍ تپل شوې جګړې ډ ګرجوړول ، افغانان په خپلو
کې سره جنګول او خپلمنځي بین الافغاني سولې ته نه پرېښودل ، پرافغانانو
باندې د سواګریزوتوکود لېږد را لېږد لارې تړل ، له افغانستان څخه خپل
ځانته د بې کبفیته توکود تورید بازارجوړول ، افغان تأسیسات ړنګول او په
افغانستان کې د صنعت او زراعت او تولید مخه نیول ، له افغانستانه د اتومي
توکوغلا کول ،  په افغان خاوره کې د خپلو اتومي کنجاړوتشول ، په
افغانستان کې د خپلې خوښې  مزدور او پاکستاني ګټو ته وفادار یو داسې
حکومت جوړول چې پرته له پاکستان څخه له بل هېڅ هېواد سره دیپلو ماتیکې ،
پوځي ، اقتصادي او تعلیمي اړیکې و نه لري ، ټول هغه څه دي چې ټول افغانان
، سیمه ، نړۍ او تاریخ ترې انکار نه شي کولی او ځوا ب به یې هم خپله
پنجاب شاهي ورکوي .
بل لورروسانو هم څه کمی ونه کړ، ځکه که له یوې خوا پخواني شوروي اتحاد د
وارسا پکت په شتون کې په افغانستان کې شرمېدلې ماتې وخوړله ، هره ورځ د
غټو لوړرتبه  پوځیانو جنازې ورروانې وې ، افراد خو یې له سره نه وړل ، د
شوروي په سره جال کې بندو ملتونو خپل خپلوان ور څخه وغوښتل ، خو شوروي
چارواکو ملتونوته په درواغو ویل چې ګواکي د هغوی خپل خپلوان له مجاهد ینو
سره بندیان دي ، په همدې خاطر یې روسي مېرمنې مجاهد ینو ته را ولېږلې چې
ورشۍ له مجاهد ینو خپل خپلوان وغواړۍ . زما ښه په یاد دي چې (۳۰۰ ) روسي
ميرمنې پاکستان ته راغلې او له مجاهد ینو یې خپل ورک زامن ، وروڼه او
خاوندان وغوښتل ، خو مجاهد ینو په زرګونو د جګړې قربانیان ( ګوډ ، مات ،
شل ، ړانده ، بې لاسو او بې پښو افغانان ورته په موټرو کې وښوول چې دغه
افغانانو خو هم هېڅ ګناه نه وه کړې ، ستاسو چارواکو زکموږ دغه خلک په
خپلو کورونو ، کلیو ، بانډو او دفترونو کې دې حال ته ورسول ، هغوی خو څه
کیف ، لېنینګراد ، باکو او سپینې روسیې ته نه وو ورغلي چې په خپل هېواد
کې د یوه زبرځواک له خوا دې حد ته ورسېد ل .
روسي مېرمنو چې د روسي ښکېلاک  د بېرحمه جګړو افغان قربانیان په خپلو
سترګو ولیدل ، ټولو را غلو روسي مېرمنو وژړل ، او بیا مجاهد ینو هغوی
ټولو ته یو یو پړونی او یویو جاینمازد خپل اسلامي او افغاني درانه دود له
مخې د تحفې په توګه ځکه ورکړل تر څوهغوی دا انګېزه له ځانه سره یوسي چې
افغانان مسلمانان دي او خپل عزت او حیا ور باندې د سر له بیې هم ګران دي
او روسي ښکېلاک د ټولو نړیوالو او انساني نورمونو پرخلاف د افغانانو
پرجغرافیایي ، دیني ، ملي ، اقتصادي ، کلتوري اوخپلواکۍ پرحریم باندې
بربنډ تېری کړی او د روسي ملت اولادونه یې په ناحقه د خپلو شخصي مفاداتو
له پاره پرافغانانو باندې وژلي دي ، همغه وو چې راغلې روسي مېرمنې په
خپله مخه ولاړې .
روسي ښکېلاک  د خپلو کورنیو ، سیمه ئیزواو نړیوالو فشارونو او د دو نالد
ریګن د د یپلوماتیکواړیکو د شعاع  له امله وتلو ته اړشو، خو بل لورته یې
د هغو افغانانو سره پټ پروتوکولونه لاسلیک کول ، چا چې د جهاد پروخت د
جهاد له سپېڅلي نوم څخه په ناوړه ګټې اخیستو سره پټه یارانه ورسره چلوله
او د افغانستان د تجزیې او لوی تاجکستان جوړولو او له شمالي برخوڅخه  د
پښتنو د عام وژنواو یا شړلو له پاره یې له روسانو ، انګلیسانو ،
پاکستانیانو امریکایانو ، فرانسویانو او نورو نړیوالو استخباراتې
چینلونوڅخه په پوځي او نغدي توګه  ځانونه اکمالول .
د یادولو ده چې په افغانستان کې د پښتنو په ځپلو کې روسان ، انګلیسان او
امریکایان ټول سره یوه خوله وو او دي ، ځکه پښتنو په افغانستان کې
انګلیسان او روسان دواړه ځپلي او هغوی دواړه له پښتنو څخه خپل غچ اخلي ،
ځکه خو روسانو د خپل اشغال پرمهال د خپلو پوځي او اکمالاتي  کتارونو د
مصؤونیت په خاطر د شمال ځینو مجاهد نما افسانوي عناصروته دستور ور کاوه
او هغوی به همغه نخبه مجاهد ین له مینځه وړل ، څوک به چې روسانو او خپله
دوی ته خنډ وو .
که څوک غواړي چې ددې خبرې کره ثبوت ترلاسه کړي ، په تاند ویب پاڼه کې دې
د (موږ ملي اتلان او ملي خائنان ښه پېزنو ) ترسرلیک لاندې د عبدالکریم
رحیمزي مطلب وګورۍ په هغه مطلب کې همغو بهرنیانو ددغو مجاهد نما عناصرو
څېرې افشا کړې له کومو سره یې چې پټې یارانې چلولې دي . بیا به خپله پوه
شۍ چې د افغانستان په اړه مهندسي شوې پردۍ لوبه د کومو کرېکټرونو له خوا
څه ډول پیل شوې ، اوهمدا اوس یې څوک د کومو اهدافو له پاره پرمخ وړي ؟
خو امریکایان بیا په افغانستان کې په اصل کې د جهاد اوسوچه اسلامي نظام
ضد دي ، ځکه خو یې په مجاهد ینو کې د جهاد له اصلي دښمنانوسره په دومره
لږو مالي امکاناتو معامله وکړه ، او بل لور ته امریکایانو خپله ویل چې په
نوره نړۍ کې موږ ته یوه پوسته په دومره لږو پیسو لاس ته نه وه راغلې ، خو
اوس ټول افغانستان موږ ورباندې اشغال کړ. لنډه دا چې جهاد ته یې چیلک ور
واچول ، مجاهدین  ـ  په تېره طالبان یې استعمال کړل ، خپل ځان یې منځنۍ
آسیا ته ورباندې ورساوه ، افغانستان یې همداسې وران ویجاړ پرې اېښی ،
مرستې ټولې همدوی او له دوی سره راغلو افغان مافیایي بانډونو وخوړلې ،
ګاونډویان یې په پښو ورته ودرول ، زموږ نظام یې په اداري فساد او لس
فیصده ملت یې په پوډرو را ته روږدی کړ، لاتراوسه یې د ترهګرۍ په پلمه
افغانستان د خپلې جګړې مرکز جوړ کړی خو اوس یې دامریکایي داعشي ډلې په
پلمه د خراسان د خلافت په نامه بله مسئله په کې را پورته کړه ، ( يعنې په
افغانستان او سیمه کې د امریکې دائمي حضور اود روسیې اوامریکې تر مینځ د
اقتصادي او پوځي سیالیو تقابل . ) خو ترڅنګ یې دا ځل د افغانستان د اوبو
پرسرله افغان ګاونډ یانو سره  د جګړو نوی بوی هم ترسپنګو کېږي .
له بلې خوا د ویتو حق لرونکو پینځو سترو قدرتوله ډلې څخه یوهم د
افغانستان پخوانی کینه کښ اوغچ اخیستونکی سترا تیژیک دښمن اوپه اصطلاح
اوسنی دوست ( انګلیس ) دئ چې د ایتلافي ځواکونود جنګي ماشین د معاونیت
اشترېنګ یې په لاس کې نیولی ؤ ترڅو د ایتلاف پر مټ له افغانانو څخه د
خپلو وژل شویواستعماري لښکرو پخوانی غچ واخلي .
دوی د افغانستان تر ټولو امن سیمې (هلمند ) ته ولاړل او د خپلو سمندري
ځواکونو د بېړۍ لنګر یې په هلمند کې واچاوه او هغه سیمه یې لومړی تر ټولو
ناامنه کړه ، بیا یې د تریاکو کښت او تولید ته زور په کې ورکړ ، ور پسې
یې ددیشو له ؤلسوالۍ څخه په هرو دوو میاشتو کې د (۲۵) میلیارده ډالرو په
ارزښت خام یو رانیم وړي ، چې دا خبره خپله د ( سي آی اې ) یوه پخواني مشر
له رسنیو سره هغه وخت شریکه کړې وه څه وخت چې د انګرېزانو او امریکا یانو
ترمینځ د یو رانیمو د غلاکولو او د تریاکو د کلني (۷۲ ) میلیارده ډالرو
په ارزښت د عائداتو پرسرلانجه راغله .
خوامریکایانوهم په افغانستان کې (۱۵۰۰ ) ځمکنۍ بډایې زېرمې د خپلو (۵۰۰)
جیولوجستانواود افغانستان د سروې جیولوجي ریاست له لارې په ګوته او اعلان
کړې ، چې له مخې یې د پکتیا ، خوست ، پکتیکا ،  لوګر ، ننګرهار، کونړونو،
د هندوکش او بابا غره تر مینځ سیمه او باګرام دوی خپله ونیول او د
افغانستان تورې برخې یې د ایتلاف نورو ځواکونو ته پرېښودلې . کله یې چې
دا سیمې په تېرو (۱۳ ) کالو کې لوټ کړې ، بیا خپله ترې ووتل او د
افغانستان (۹) زونونو ته سره ټول شول . په سرحدي سیموکې خو یې آن
پاکستانیانو ته خپل بېزونه ور پرېښودل . د افغانستان درنې وسلې یې ورته
تباه او بر باد کړې . د وسلو حساسې پرزې یې ور ته ترې و ایستلې اواوس یې
له بل چا څخه یې د اغېزمنو درنو وسلو را نیولو ته هم نه پرېږدي .
افغانان یې څه پر پاکستان باندې بې وسلې کړل ، اردو یې ور باندې ړنګه کړه
، څه یې په خپله د ( ډي ډي آر ) له مخې بې وسلې کړل ، مسلکي صاحب منصبان
یې د وخت پرحکومتونو باندې وشړل او پرځای یې د یوې ، دوواودرېیواوونیو
ماشیني مصنوعي داسې عسکرد صاحب منصبانو په نوم  پر دندو وګومارل چې هغوی
ته لا د افغانستان اربعه حدود ، خپلې بین المللي  پولې او صفري نقطې
(عائقې سیمې ) لا نه دي ورمعلومې . د ترورېزم له ځالو څخه طالب ، القاعده
او داعش په لوی لاس را وټوکېدل ، افغانستان یې پرې نا آرامه کړ، خپله
جګړه یې پرې توده ساتلې ، خو قرباني او بیه یې افغانان او د افغانستان
خاوره پرې کوي . ځکه دلته نه پردۍ جګړه ختمه شوه ، بلکې لایې هم زور
واخیست ، نه امنیت ټینګ شو ، نه ښه حکومتولي راغله ، او نه افغانان خپلې
بین الافغاني سولې ته څوک پرېږدي .
په دې وروستیو کې د افغانستان په نامه کومې مرستې چې د بروکسل غونډې له
آدرس څخه اعلان شوې ، هغو ته هم وارله مخه شرطونه کېښودل شول چې موږ یې د
نه پوره کېدو ښکاره بېلګې په خپلو سترګو ونیو، اوهغه دا چې په افغانستان
کې  مرکزي واک اواډاڼه د ذات البیني دېکتې شویو اختلافاتوله امله ورځ
تربلې ترسوال لاندې راځي . خپل مشروعیت له لاسه ورکوي ، نړیوال خپلو ژمنه
شوو مرستو ته پلمه جوړوي اوهغه پرخپلو پوځیانو باندې لګوي .
ددې ټولو بد مرغیو معنا همدا ده چې نړیوال نه د افغانستان  بیا رغونه او
پرخپلو پښو درول غواړي ، او نه هم په افغانستان کې د جګړې بند ول او ښه
حکومتولي . ځکه خو به کله روسان ، کله پاکستانیان ، کله ایرانیان ، کله
امریکایان او کله هم هندیان او چینایان په دې خاوره کې خپلې استعماري
آسپې ځغلوي او افغانستان به تل د نیابتي جګړو یو میراثي ډګر وي . هو !
اصلي لوبه همدغه ده .
خو زما خواست ټولواصیلوافغانانو ته دادئ چې د خدای تعالی دد ین ، ددې
سپېڅلې خاورې ، خپلې خپلواکۍ او خپلو ځورېدلو خلکو په خاطر خپل کورني
اخلافات یوې خواته سره پرېږدۍ ، لومړی ټول په یوه صادقانه خوله ، یولاس ،
یو آواز، او یوه قومانده سره را ټول شۍ ، یو مرصوص بین الافغاني بنسټ سره
تشکیل کړۍ ، ترڅو د افغانستان او افغانانو اصلي دښمنانو ته د پلمو ځای او
موقع په لاس ورنه شي . خپل ځان په خپله جوړکړۍ ، خپله ځانته یو باوري
ادرس پیدا کړۍ چې پر مټ یې  لومړۍ له خپلو دښمنانو سره حساب کتاب پرې
وکړۍ او ور پسې خپلې کورنۍ لاجې د خپل قانون او خپلې ملي وثسقي او شریعت
له مخې سره حل او فصل کړۍ ، ترڅو د تل له پاره له کورني ، سیمه ئیز او
نړیوال شر او فساد څخه پرې خلاص شۍ .
فاعتبروا یا اولی الابصار
وما علینا الا البلاغ