د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جګړه په نوم د مطلب خپروونکي قلمي غله ته وروستی اختار !

محمد انور ولید 23.08.2016 00:26

دغه قلمي غله زما ( د سولې ښوونیزمهارتونه ) له کتاب څخه د جګړه په نوم پرله پسې مطالب د ایمل افغان په مستعار نوم سره نشرکړي او دا دده مطالب نه دي او نه دومره مطالعه او استعداد لري چې دغه ډول کره مطالب ولیکلی شي ، په داسې حال کې چې زه د نوموړي اصلي او ټول مستعار نومونه او لیکنې او د لیکلو سبک او املاء ښه پېزنم ، نوموړي د نورو خلکو مطالب او کتابونه هم غلاکړي او بیا یې د پارا ګرافونو په لږ تغیر سره دځان په اصلي او مستعارو نومونو نشر کړي او وروسته یې خپلې ټولګې ترې چاپ کړې دي . دغه قلمي غل هېڅ نه شر مېږي ، خو پر دې هم پوه دئ چې د سولې ښوونیز مهارتونه ټول مطالب ما لومړی د مخه په ټولو ورځپاټو او سایټونو کې تر دې د مخه نشر کړي دي ، اوس دا غل ور باندې پېښ شوی او له سایټونو څخه یې را اخلي او په خپل مستعار نومو م سره یې نشر کوي ، په داسې حال کې چې زه د نوموړي اصلي او نورټول مستعازر نومونه پېژنم که رسمي بښنه یې را څخه ونه غوښتله ، زه به دده ټول مستعار نومونه او اصلي نوم سره له ټولو غلاکړیو کتابونو او مطالبو ټولې نړۍ ته ور وپېژنم او بیا به یې د مطبوعاتو د قانون له مخې ځارنوالۍ ته په رسمي توګه ور معرفي کړم ، محمد انور ولید