د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد انور ولید

01.01.2017 14:12    |   محمد انور ولید د طالبانوارګ ، قطراومسکوته د رسولواصلي عاملین وپېژنئ

خلک وایي چې په جګړه کې پرآس باندې هرڅوک سپورشو، آس د همغه دئ . همدارنګه ؛ وسله چې د هرچا لاسته ورغله ، هغه ګټونکی دئ . ځینې خلک بیا وایي ؛ دا چرګ خو یومارغه دئ ، چې چا ونیو دهغه دئ . خوزه وایم چې پرآس باندې سپرېد ل هم تمرین اومهارت غواړي .

26.12.2016 13:34    |   محمد انور ولید د جدی تورماښام اوپه مسکوکې د طالبانونکاح تړل

بېګا شپه په افغانستان کې د تورماښام سره مصا د فه وه . نن چې د ( ۱۳۹۵ ) لمریز کال د جدی له شپږمې سره برابره ده ، په دغه شپه د پخواني شوروي اتحاد د مشربرېژنېف په قومانده له دوشنبې څخه د ( یو لک او شل زره ) هوایي او ځمکني سره پوځ پرمټ د ټولو انساني او نړیوالو نورمونو خلاف د افغانستان پربې د فاع هوایي او ځمکني حریم باندې پوځي تېری وکړ. ټولې پوځي هډې یې په همغه شپه اشغال کړې . ببرک کارمل له دوشنبې څخه د خپلې لېلېنېستي ژبې پرڅو دېکتې شوو الفاظو سره خپله اعلامیه ډوله وینا واوروله . د نورمجحمد تره کي سره نوک او اورۍ ( حفیظ الله امین ) چې روسانو او پرچمیانو به ورته د (سي آی اې ) د جاسوس خطاب کاوه ، هم یې په همدې شپه د دارالامان په قصرکې بمباردمان کړاو داسې یې وواژه لکه څنګه چې ده د (۵ ) زره بېګاه افغانانو د شهاد ت وثیقه وځړوله . پرسبا یې روسانوسمدلاسه د افغانستان پربې دفاع مظلوم ؤلس پسې خپلې سرې لښکرې را وایستلې او په ډله ییزه توګه یې په ټول افغانستان کې قل عام پیل کړ .

29.10.2016 14:25    |   محمد انور ولید افغانستان د نیابتي جګړو میراثي ډګر

له نګاه تلوېزیوني شبکې څخه مې په ژوندۍ بڼه د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیارخبرې واورېدلې چې ویل یې : په افغانستان کې د روسیې او امریکا تر مینځ نیابتي جګړه بیا پیلېدونکې ده . زه غواړم د ښاغلي مسلمیار پردې خبرې باندې د لرلید ، شالید او ژورلید د زاویو له کنجونو څخه یو ځغلنده نظر له ګرانو هېواد والو سره شریک کړم ، خوقضأوت یې خپله همدوی ، او د روان ریښتیني تاریخي بهیر اصلي پرېکړه یې خپله راتلونکو نسلونو او مشهود تاریخ ته پرېږدم :

21.09.2016 11:36    |   محمد انور ولید په افغان رسنیو کې د پاکستان جاسوسان

پرون نه - ها بل پرون مې د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په یوه تصویري رسنۍ ( طلوع نیوز ) کې یوه ګردي مېز ته کتل چې ترلاندې لیکل شوي وو : ( سورکارت : دا کارت به پاکستان منزوي کړي ) . خود مېز ګډونوالو ( په قصدي توګه را غوښتل شویو مېلمنو) په سره کارت باندې داسې مېله جوړه کړې وه ، تا به ویل چې همدا اوس د قصابانو د ډېران پرسرد مچانو د دېرې بنډارجوړدئ . د مېزهراکتور د خپلې ادأ او اکټ د تمثیل ننداره لیدونکو ته نذرانه کوله ، ځکه بې خبره او پرسترا تیژۍ باندې پوه لیدونکي ټول ددغو تصویري عجیبوغریبوخبرواوتبصرو پوروي ښکارېدل . پردغه ډول شنونو خو زه هم خپله حیران شوم چې دوی د خپل دغه ډول اکټونو، تبصرواوشننوپاس چاته ورکاوه ؟ دوی تروخت د مخه دغه شننه د څه له پاره اوچاته کوله ؟ مخاطب یې څوک ؤ ؟ د خبرو کچکولونه خو معمولاً دلته په افغانستان کې ډکېږي ، خو د تشېدو توبرې او خورجینې یې په کومو کَفَر کنجونو کې ورته اېښودل شوې دي ؟

22.08.2016 22:26    |   محمد انور ولید د جګړه په نوم د مطلب خپروونکي قلمي غله ته وروستی اختار !

دغه قلمي غله زما ( د سولې ښوونیزمهارتونه ) له کتاب څخه د جګړه په نوم پرله پسې مطالب د ایمل افغان په مستعار نوم سره نشرکړي او دا دده مطالب نه دي او نه دومره مطالعه او استعداد لري چې دغه ډول کره مطالب ولیکلی شي ، په داسې حال کې چې زه د نوموړي اصلي او ټول مستعار نومونه او لیکنې او د لیکلو سبک او املاء ښه پېزنم ، نوموړي د نورو خلکو مطالب او کتابونه هم غلاکړي او بیا یې د پارا ګرافونو په لږ تغیر سره دځان په اصلي او مستعارو نومونو نشر کړي او وروسته یې خپلې ټولګې ترې چاپ کړې دي . دغه قلمي غل هېڅ نه شر مېږي ، خو پر دې هم پوه دئ چې د سولې ښوونیز مهارتونه ټول مطالب ما لومړی د مخه په ټولو ورځپاټو او سایټونو کې تر دې د مخه نشر کړي دي ، اوس دا غل ور باندې پېښ شوی او له سایټونو څخه یې را اخلي او په خپل مستعار نومو م سره یې نشر کوي ، په داسې حال کې چې زه د نوموړي اصلي او نورټول مستعازر نومونه پېژنم که رسمي بښنه یې را څخه ونه غوښتله ، زه به دده ټول مستعار نومونه او اصلي نوم سره له ټولو غلاکړیو کتابونو او مطالبو ټولې نړۍ ته ور وپېژنم او بیا به یې د مطبوعاتو د قانون له مخې ځارنوالۍ ته په رسمي توګه ور معرفي کړم ،

26.07.2016 12:57    |   محمد انور ولید افغانستان د پېښومحوراو برخلیک یې

وایي چې : ګل د کد و ګل ګوره + یو چې لټوې ترې لاندې بل ګوره . د شلمې پېړۍ وروستۍ دوې لسیزې ـ او د یوویشتمې پېړۍ لومړۍ یوه نیمه لسیزه افغانستان د سیمې او ټولې نړۍ د پېښو مرکزؤ. خو دا چې دغه پېښې چېرته طرح رېزي کېدلې ؟ چا عملي کولې ؟ او څوک په کې له مینځه تلل ؟ دا بېلې ـ اوڅو په ډانګ پیلې پو ښتنې دي . ځکه په تېرو (۳۷) کلنوجګړو کې هرڅه په ډاګه شول چې په افغانستان کې دغه پردی جنګ د کومو وجوهاتو له مخې د کوم فورمول پراساس جوړشوی ؤ او څوک په کې د کومو موخو له پاره وسوځېدل .

23.07.2016 13:16    |   محمد انور ولید صراط المستقیم او صراط الشیاطین

د انسان ژوند له سره تر پای پورې ټول د پېښویو داسې انځوریز تمثیل دئ چې په حقیقي او مجازي ډګرونو کې یې اصلي لوبغاړی ( ممثل ) هم خپله انساني کرېکټر او د هغه متقابل اړخونه دي . خو دا چې د ژوند په دغو ځنځیري اتلولیو کې څوک څه ډول خپل ځان ګټونکی ښیي ، هغه د نوموړي په خپل فکري انتخاب او لرلید پورې اړه لري . ځکه انسان په اتلولیو کې هم دوې لارې په مخکې لري ؛ چې یوه یې مؤقته ، مجازي او لنډ مهاله ( د صراط الشیاطین ) لاره ده ـ او بله یې دائمي ، حقیقي او اوږد مهاله ( د صراط المستقیم ) لاره ده . زړه یې چې مجازي ، لنډه او غیر معروفه د ( صراط الشیاطین ) لاره خپل ځان اوخپلې راتلونکې ته ټاکي او یا هم جقیقي اوږد مهاله او تلپاتې معروفه او بې خطرې ( صراط المستقیم ) لاره . ځکه فاعل مختارخو خپله همدغه عاقل ، بالغ او مکلف انسانې کرېکټر دئ چې د خپل علم ، عقل او حیأ په موجودیت کې یې د خپل وجدان په محکمه کې د خپلې لارې خوښولو پرېکړه تر تلو د مخه کړې ده .

19.07.2016 10:14    |   محمد انور ولید سه موټه ماما او د چین ماچین ښاپېرۍ

زموږ هېواد افغانستان خورا ښکلی او هېواد وال مو ډېر خدای دوسته ، دین دوسته اووطن دوسته خلک دي . ددوی دغه دوستي اوخپلمنځي مینه محبت ددوی په خټه کې اخښل شوی . ښکلو منظرو ، منرالي اوبو ، څپانده سیندونو ، لوړو آسمانڅکو په ځنګلونو پټوغرونو او سر درو ، سُرابي دښتو او ښکلې هوا موږ ته دیانت ، انسانیت ، اسلامیت اوافغانیت را بښلی . روا هڅو او آندونو زموږ د وجود او ټولنې ماشین په خوځښت راوستی . د خپل هېواد ، خپلې سیمې او خپل ټاټوبي آبادۍ ته یې هڅولي یو . په خپل زیار زحمت ګاللو باندې یې روږدي کړي یو . موږ افغانان وږي ـ تږي په خپله بوریا او شړۍ باندې پرا ته خوښ یو ، خونه د بل چا د منت دارو خورو ـ او نه د دون همتو پر اوبو باندې خپله تنده ماتوو .

04.07.2016 12:51    |   محمد انور ولید د لېوانو کوربه هېواد

وایي چې د صحرا موږکان را غلل ، د کور یې وشړل . په دې خو ټول پوه دي چې د آسیا زړه افغانستان یو داسې هېواد دئ چې جیو جغرافیکي ، جیو پو لیټیکي او جیو اقتصادي سرا تیژیک موقعیت یې د تاریخ په هره مقطع کې د سیمې او نړۍ پام ځانته ور اړولی دئ ، ځکه پردغه تاریخي لرغوني هېواد باندې ډېر تمد نونه تېر شوي ، لوېدیځه نړي یې له ختیځې نړۍ سره نښلولې ، خود سردرو د زمریانو، د غرونو د بازانو ، د دښتو د پړانګانواو د افغاني درنو پرګنو د ریښتینو خپلواکه مشرانوله لاسه یې د تاریخي حماسو اوعبرت درسونه له ځانه سره وړي او له دې هېواد څخه په نیمګړي ارمان ایستل شوي دي .

03.07.2016 14:25    |   محمد انور ولید د بېوزلو افغانانو اختر څنګه نمانځل کېږي ؟

ټوله انساني نړۍ خپلې خپلې اخترې او بېل بېل رواجونه لري چې په نمانځلو باندې یې هر څوک د خپل دود دستور سره سم خوښي ښکاره کوي . څوک دا اخترې د خپلو مذهبي مراسمو له مخې نمانځي ، څوک یې د خپلو آزادیو او نوښت سالګېرې د یادبود په توګه تازه کوي اوځوک د خپلو قهرمانیو ورځې په کې تجلیلوي . خوهرڅوک خپلو اخترونو ته په بېلو بېلو وختوکوکې ځانګړې تیاریانې نیسي ، اود خپل دین او آئین سره سم د خپلو اخترونو په مراسمو کې ګډون کوي ، جشنونه کوي ، د تفرېح ځایونو ته ځي ، مېلې کوي ، مزي کوي ، چړچې کوي . ځکه د کرېسمېس اخترونه او مېلې بېله بڼه لري ، د نوروز زرتشتي او جمشیدي مېلې بېل رنګونه او پروګرامو نه لري ، د چینائیانو او جاپانیانو اخترې بېلې بڼې لري ، د هند وانواخترونه بېل وي ، خو د مسلمانانو اخترې بیا له ټولو هغو سره بېل تو پیرونه لري .

30.06.2016 10:48    |   محمد انور ولید د قــــــدر شـــــــــــپه

د قدر په شپه لومړی ټول قرآن عظیم الشأن په یو وار لومړي آسمان ته د آد مي ځوځات د لارښوونې له پاره د د الهي فضل ، کرم او پېرزویني له مخې د بشریت د نجات په خاطر را نازل شوی او په بیت المعمور کې ځای پر ځای شوی دئ . خو دا مبارکه شپه د روژې د مبارکې میاشتي د درېیمې لسیزې په طاقو(( (۲۱ تمې ) ، (۲۳ تمې ) ، (۲۵ تمې )، ( ۲۷تمې ) او ۰۲۹ تمې ) )) شپوکې پټه ده . الهي حکمت په کې دادئ چې ددې شپې عبادت له (۱۰۰۰ ) میاشتو یعنې له (۸۳ ) کالو او څلورو میاشتو قبول شوي عبادت څخه غوره دئ .

19.06.2016 13:11    |   محمد انور ولید اې د ( ِاقرَاء ) د نزول میاشتې !

الهي امورو ته پابند انسان د رب العالمین په ټولو مخلوقاتو کې د موعودو نعمتونو وړ یو داسې مخلوق دئ چې الله پاک د عباداتو او معاملاتو په تعبُدي او معاملاتي اړخونو کې د سم او پرځای تعمیلولواو بري له برکته ور باندې پېرزو کړي دي . ولې انساني مخلوق په خپل کِرداراو الهي آزموینه کې یو ترټولو ضعیف مخلوق هم دئ چې تل د قدیر خدای (ج) فضل او لارښوونې ته اړ او محتاج دئ . خو دغه لارښوونه او حقیقي شفأ په الهې وحی کړای شوي قرآن کې ده . ا و قرآن خپله د الله (ج) ستر فضل دئ پر خپلو مؤ منو بند ه ګانو باندې . ځکه قرآن د مؤمنانو له پاره شفأ او رحمت دئ چې د وخت عابد ، ذاکر ، مخلص ، صابر ، زغمونکی ، هوډ من ، د الله (ج) د لارې ساتونکی ، با ایمانه ، صادق ، امانت کاره ، مُوحِد او د الله (ج) مخلوق ته په لاس او ژبې سره خیررسوونکی بنده له ټولو دنیوي او اُخروي بلاوو څخه نجات پرې موندلی شي .

06.06.2016 10:43    |   محمد انور ولید اې د ( ِاقرَاء ) د نزول میاشتې !

الهي امورو ته پابند انسان د رب العالمین په ټولو مخلوقاتو کې د موعودو نعمتونو وړ یو داسې مخلوق دئ چې الله پاک د عباداتو او معاملاتو په تعبُدي او معاملاتي اړخونو کې د سم او پرځای تعمیلولواو بري له برکته ور باندې پېرزو کړي دي . ولې انساني مخلوق په خپل کِرداراو الهي آزموینه کې یو ترټولو ضعیف مخلوق هم دئ چې تل د قدیر خدای (ج) فضل او لارښوونې ته اړ او محتاج دئ . خو دغه لارښوونه او حقیقي شفأ په الهې وحی کړای شوي قرآن کې ده . ا و قرآن خپله د الله (ج) ستر فضل دئ پر خپلو مؤ منو بند ه ګانو باندې . ځکه قرآن د مؤمنانو له پاره شفأ او رحمت دئ چې د وخت عابد ، ذاکر ، مخلص ، صابر ، زغمونکی ، هوډ من ، د الله (ج) د لارې ساتونکی ، با ایمانه ، صادق ، امانت کاره ، مُوحِد او د الله (ج) مخلوق ته په لاس او ژبې سره خیررسوونکی بنده له ټولو دنیوي او اُخروي بلاوو څخه نجات پرې موندلی شي .

09.05.2016 10:25    |   محمد انور ولید د سیم او زراو خرمورو تول ، د بې انصافانو په تله

خیررسول هم ډېرآسانه دي اوهم ډېرسخت . آسانه پردې دي چې د خیررسولو په کارکې د خلکو پام د خیررسوونکي خوا ته وراوړي او ملاتړي یې ډېر وي . په ټولو روا کارونو کې خیر ( ښېګنه ) یو داسې منل شوی عمل دئ چې هېڅ عاقل انسان ترې سترګې نه شي پټولی . ځکه په خیر ښېګڼه کې انسانانوتل خپله ځانګړې او تولنیزه ګټه پرته له څه وېرې محسوسه اولمس کړې ده . داسې خیر رسوونکي خلک سر بېره پرانسانانو ، د الله (ج) هم ډېرخوښ وي . ځکه الله پاک په خپل را لېږل شوي کتاب ( قرآنکریم ) کې موږ ته فرمایلي دي چې : ( خیرالنّاس من ینفع النّاس ) معنا یې داده چې : الله تبارک و تعالی خپله فرمایي چې : زما په انساني مخلوق کې ماته هغه څوک غوره دئ چې خلکوته ( په خپل لاس او ژبې سره ) ګټه رسوي .

24.04.2016 17:02    |   محمد انور ولید روغتیا او قیادت

انساني مخلوق یوه ژوندۍ هستي ده چې په جسمي او فکري لحاظ د پیدا کېدو ، تغذیې ، ځوانېدو ، پخېدو ، تقلید ، تخلیق ، زړېدو او فنا کېدو قابلیت په ځان کې لري . د ذکاوت او هوش کچه یې کله ارثي ـ کله اکتسابي او کله هم دواړه بڼې لري . خوڅېره او خواص یې پرته له څه خاصو مواردو نور ټول ارثي وي . ولې روغتیایي او د ناروغۍ حالت یې بیا له غذایي رژیم ( خوراک او څښاک ) ، تنفسي هوا ، نورو محیطي ( فزیکي ـ بیولوژیکي اوکېمیاوي ) عواملو ، د بدن داخلي سیستم ، رواني ( پسایکولوجیکي ) حالاتو، او نورو مترقبه او متوقعه او غیر مترقبه او متوقعه پېښو سره تړاو لري چې د روغتیا او ناروغۍ مَدّ او جَذر یې په سالم او ناسالم بدن دواړوکې د عروج او نزول په ګرافي شکل سره تر سترګوکېږي .

21.04.2016 10:20    |   محمد انور ولید سیاست د سمو او ناسمو اټکلونو، نظریاتو، عمل او ثبوت زیږنده دی

زموږ په ټولنه ، هېواد ، سیمه او نړۍ کې د الهي خلقت او ازلي برخو له مخې هرڅوک په یو کار باندې اخته دي . خو ددې معنا دا نه ده چې هغه دې جامع الکمالات او په هرڅه باندې پوه وي . او دا پوهه اووړتیا په خپل کارکې د هرچا خپل هنردئ چې ترلاسه کړی یې دئ . ولې د خپلوکاري تولیداتو د بازار موند نې له پاره د ډ ېرو کسب ګرو ترمینځ هر کاسب رغنده سیالیو، د خپل کاراو خپلو تولیداتو د غوره کیفیت لوړولو ته اړتیا لري . ځکه هراهل کسبه د خپلې وړتیا اوهنرپرمټ خپلو سیالانو ته په خپل ورځني مارکېټېنګ کې ماتې ورکولی شي .

19.04.2016 21:07    |   محمد انور ولید د ډګر جنرال غازي بسم الله خان وردک د بنسټ په ځواب کې

په دې څو را وروسته کلونو کې په وردکو ولایت کې ځینې مؤرخین ، مشاهیرلیکونکي او ابن الوخت د تجارت پېشه نهادونو په نامه بنسټ لرونکي لیکوالان را پیدا شوي چې د وردکو د زرګونو شهیدانو او ريښتینوژوندیومبارزینواومؤسسینو په موجود یت کې په ډېره سپین سترګۍ د خپلو شته دولتي اوغیردولتي چپي فمېنېسټي امکاناتو پرمټ یې داسلامي اصیلوتحریکونواومبارزې په مسیرمسخه کولوپسې را اخیستې ، له جهاد اومبارزې څخه یې د مؤمن خان ښامارجوړکړی اوهرڅوک په خپله خوښه یوه تسمه ترې باسي او وایي چې ګواکي د روسي ښکېلاک ښامار موږ مړکړی اوغواړې پردې سره د خپلو تېرومنفي عادتونو، مهارتونواو معاملو له مخې د جهاد اواصیلې اسلامي مبارزې مخ پربله خوا واړوي او راتلونکو نسلونو ته وښیي چې ګواکې ددې قافلې د پیل او پای ټول علمبر داران همدوی وواو بس .

13.04.2016 10:22    |   محمد انور ولید د روسیې هډوکو بیا خارښ کړی

په دې وروستیو کې د افغانستان له پاره د پوتين ځانګړي استازي ضمیر کابلوف انټر فاکس خبري آژانس ته ویلي چې : ( روسیه په افغانستان کې له ناټو سره د ترورېزم پرضد مبارزه کې ګډ کارته د دوه طرفه جادې په شکل تیاره ده . ) خو دایې نه ده رو ښانه کړې چې په افغانستان کې د تروېزم پرضد جګړې له پاره ددوی له دوه طرفه جادې څخه مقصد څه دئ ؟ آویا دوی به د جګړه ییزې جغرافیې یوې خواته ـ او امریکا بلې خواته جنګېږي که څه ؟ ضمیر کابلوف مخکې هم څو څو ځلې د روسیې په استازیتوب داسې ضد او نقیض خبرې کړې دي .

06.04.2016 12:13    |   محمد انور ولید پاکستان بیا په افغانستان کې طالبانوته د جنګ جغرافیه وټاکله

تېرکال د افغانستان د سولې او د طالبانو د مشرتابه پروېشلو سره تېر شو . (A+A+P+ CH)هم کوم داسې کوچ ترې را ونه ایستل چې د افغانانو ، سیمې او نړۍ خولې ور باندې غوړې شي . خو نن موږ په تاند ویب پاڼه کې یومطلب ولوست چې د طالبانود ویاند قاري یوسف په حواله یې لیکلي وو : (( طالبانوپرون دوشنبه د حمل په (۱۶مه ) نېټه د کوټې شورا پرېکړه وکړه چې د ملا محمد عمر آخند زوی ملا یعقوب یې د افغانستان د (۱۵ ) ولایتونو نظامي قو ماندان او ورور یې ملا عبدالمنان د مذهبي چارو مسؤولین وتاکل شول او دواړو دغه دندې منلې او پرون یې په عملي ډول خپل کار پیل کړی دئ . )) د ملا محمدعمرد زوی او وروربېله شوې ډله پرون په رسمي توګه یوځل بیا له ملااخترمحمد منصورډلې سره یوځای کړی شوه .

01.03.2016 11:20    |   محمد انور ولید د لوګر او وردکو په غرونوکې له چورلکو څخه هره شپه څوک خلک ښکته کوي ؟

له تېر یوکال را په ايسته لوګر او وردکوته نا پېژانده خلک راغلي او د سیمې طالبان ور سره همکاري لري ، ځکه چې کېدای شي د هغوی په تضمین دې سیمې ته را غلي وي . که نه نو د پردۍ سیمې څوک څنګه بلې سیمې ته ورتلی شي ، هغه هم داسې چې هلته دې مرکزونه په کې جوړکړي .

28.02.2016 12:40    |   محمد انور ولید دا ملت او دا خاوره خایْنه اوګناهکاره نه ده

د امریکې د څار ګرې ادارې ( پټو استخباراتو ) یو پخواني ریْس ویلي چې : افغانستان به په ( ۲۰۱۶ ) زیږدیزکال کې له سیاسي سقوط سره مخ شي .

23.02.2016 12:34    |   محمد انور ولید سږکال به کابلیان له جګړوڅخه نه ، بلکې له تندې کډې بارکړي

هسې هم زموږ په ټول هېواد کې د پردیو توطیؤ او پردیو تپل شویو جګړو له لاسه له تېرو (۳۷ ) کالو را هیسې نا امنیو زور اخیستی . هېڅوک په غره ، راغه ، کور ، کلي او ښارونوکې د خپلې نږدې او لیرې راتلونکې په اړه امنیت او خوندیتوب په ذمه واره توګه نه شي اټکلولای . ځکه مسؤولو چارواکو او نهادونو خپله له وېرې تر ځانونو پاخه دېوالونه راتاوکړي او د یوې دروازې پرځای یې لکه د ګوانتانامو د زندان څلور پینځه ځایه دروازې جوړې کړې او پیرې یې په کې درولې دي .

17.02.2016 13:06    |   محمد انور ولید پاکستان دا ځل له روسیې سره ګوتې خوږې کړې

د ۱۳۹۴ لمریزکال د سلواغې په ۲۶ تم ماښام مې له رادیو آشنا څخه خپله واورېدل چې : د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د یوه غوښن قرار داد د لاسلیک کولو له پاره پاکستان ته تللی . په خبرکې د امریکا غږ خبریال دا هم وویل : (( دا دګازو د نل لیکې د لېږد هغه قرار داد دئ چې ( ۸۲ ) میلیارده ډالره پانګه به روسان ور باندې کوي . پخوا پاکستان په بالونونوکې دغه ډول ګاز خپل هېواد ته ورانتقالاوه ، خو اوس به مستقیماً روسان له کراچۍ بندرڅخه اسلام آباد او نورو ښارونو ته دغه نل لیکې وغځوي . ))

08.02.2016 11:47    |   محمد انور ولید افغان سولې پرپُل صراط با ایمانه خلک تېرېدای شي

په افغانستان کې له نږدې څلورو لسیزو را په ایسته پردۍ جګړې روانې دي . مرګ ژوبلې افغانانو ته په کې واوښتلې ، خوګټې یې نورو وېوړې . د اسلامي نړۍ او نورې نړۍ خلک را غلل ، په افغانستان ، د افغانستان په ګاونډیانو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د افغان سولې په تړاو بندو بستونه ، مرستې او ژمنې وشوې . خو لا هم د افغانستان د سولې دروازه تړلې او د جګړو او ډول ډول توطیؤ لارې خلاصې او پرانستې دي .

27.01.2016 11:27    |   محمد انور ولید د ملت پاکه رأیه ، او په راتلونکي پارلمان کې د غلو مخه نیول

له تېرو (۱۶) میاشتو را هیسې د ملي یو والي حکومت له دوو ټوټوڅخه جوړ شوی چې یوه یې پر تحول او تداؤم ، او بله یې پر اصلاحاتواو همګرايْۍ باندې لګیا د ه . د تحول او تداؤم ټیم د ښاغلي ؤلسمشر محمد اشرف غني ترمشرۍ لاندې ، او همداسې د اصلاحاتو او همګرايْۍټیم د اجرأیه ریْس دوکتور عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیرجان کېړي او د یوناما د استازي په منځګړتوب د ملي یو والي په نامه یوې داسې هوکړې ته سره رسېدلي چې ویل کېدل له پېله یې واک [(۵۰ ) پر (۰ ۵ )] سره وېشلی دئ .