د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

صراط المستقیم او صراط الشیاطین

محمد انور ولید 23.07.2016 12:16

د انسان ژوند له سره تر پای پورې ټول د پېښویو داسې انځوریز تمثیل دئ چې په حقیقي او مجازي ډګرونو کې یې اصلي لوبغاړی ( ممثل ) هم خپله انساني کرېکټر او د هغه متقابل اړخونه دي . خو دا چې د ژوند په دغو ځنځیري اتلولیو کې څوک څه ډول خپل ځان ګټونکی ښیي ، هغه د نوموړي په خپل فکري انتخاب او لرلید پورې اړه لري . ځکه انسان په اتلولیو کې هم دوې لارې په مخکې لري ؛ چې یوه یې مؤقته ، مجازي او لنډ مهاله ( د صراط الشیاطین ) لاره ده ـ او بله یې دائمي ، حقیقي او اوږد مهاله ( د صراط المستقیم ) لاره ده . زړه یې چې مجازي ، لنډه او غیر معروفه د ( صراط الشیاطین ) لاره خپل ځان اوخپلې راتلونکې ته ټاکي او یا هم جقیقي اوږد مهاله او تلپاتې معروفه او بې خطرې ( صراط المستقیم ) لاره . ځکه فاعل مختارخو خپله همدغه عاقل ، بالغ او مکلف انسانې کرېکټر دئ چې د خپل علم ، عقل او حیأ په موجودیت کې یې د خپل وجدان په محکمه کې د خپلې لارې خوښولو پرېکړه تر تلو د مخه  کړې ده .
په هرانسان کې دوې محرکې قوې شتون لري ، چې یوه یې تفسیاتي (د نفس لوامه ) داخلي قوه ده چې تل انسان ته په ګمراهۍ باندې امرکوي او شیطان د همدغه قوې د فکري اغتشاشاتو تمویل او اکمال پرغاړه اخلي . او بله یې مطمئنه ده چې د الهي ارشاداتو په رڼاکې د ړانده د لار ښوونکې لکړې په څېر د ستونزو او کړاوونو ډکې لوړې او ژورې ورته ښيي . څوک چې له خپل حریت ، عقلانیت او په الهي ارشاداتوباندې له علمیت سره سره خپل ځاتنه خپله لاره خپله انتخاب کړي ، په هغو کې به څوک څه ووایي ؟ او که څوک خپله و باندې ولاړشي ، نو دا بیا یوبعینِهِ لاس په لستوڼي ښکاره ثبوت دئ چې هر فاعل مختارانسان  باید د خپلو کړو وړو له اوبه خورڅخه ( که هغه د کوثر، زلالت اوحیات اوبه وي ـ یا د ذلالت ، مردابونواو ضلالت ) خپلې اوبه وڅښي . ځکه د هرچا خپل عمل د لارې مل دئ . څه چې کري هغه به رېبي .
د انساني ژوندانه د پېښو په ټول بهیرکې همدغه دوې لارې شتون لري . د بېلګې په توګه :
یو سړی غواړي د خپلې خدای ورکړې ځاني هستۍ ټول ارګانونه د نورو انسانانو په معروف روا خدمت اوچوپړکې وګوماري اونورو  انسانانو ته له خپل وس ، وړتیا ، زغم ، حلم ، علم ، عقل ، اخلاقو او فزیکي حالت سره سم په خپل لاس ، ژبې ، سترګو ، غوږونو او فکر سره ګټه او خیر ورسوي او خپل ځان د ( خیرالناس من ینفع الناس ) په فورمول باندې عیارکړي ، ترڅو د یوه اکمل مکلف انسان په توګه یې له څارویو او ځناورو سره ښکاره توپیرمحسوس او ولیدل شي .
خو کله چې دغه ډول انسان نورو انسانانو ته د یوواقعي خادم په توګه د خدمت مصدر جوړشی او نورانسانان د هغه کړه وړه او حمیده اخلاق او خصائل د خپل ځان او خپلو ټولنو په مینځ کې د منل شویو سنتو په رڼا کې سینه په سینه له یوه نسل څخه بل ته د یادبود له پاره په میراث پرېږدي او راتلونکې ټولنې په دودیزډول د هغه له کارنامو څخه د خپلې لارې مشال جوړکړي ، همدلته د داسې سالمې انساني ټولنې بنسټ تشکیلېږي چې هلته په کې انسان د انسان له باج او خراج څخه په ګنډلي ګرېوان خلاصېږي . هلته بیا انسان د انسا ن غلام نه وي ، او نه خو یو انسان له بل څخه د مال ، نسب او منصب پر بنسټ برتري اوغوره والی لري ، ځکه د انسان شرافت په انسانانو کې په علم ، ادب او تقوا سره غوره بلل شوی دئ . خو که پر دغو درېیو واړو سر بېره انسان بشپړ انساني عقل هم ولري ، نو بیا خوپه باورې توګه د ټولو انساني چاروعلمبردارهم همدغه ډول انسان بلل کېږي .
د انسان له خوا د نورو انسانانو په وړاندې د ښو چارو په تر سره کولو سره باوري اړیکې دومره پیاوړې کېږي چې د زبرځواکونو د ( یوویشتمې ) پېړي پرمختللې تکنالوجي یې هم په دې نړۍ نه شي سره بېلولی او دغه ټینګې تلپاتې اړیکې یې د اسلامي عقیدې له مخې له پاني دنیا څخه آن عقبی ته داسې ورسره لېږدول کېږي چې میراث خورانساني ځوځات یې د خپلې سپېڅلې معاشرې له پاره قانون ترې جوړکړی . ځکه داسې انسانان خو په توحید ي مفکوره او نصب العین ـ دعوت ـ دوستۍ ـ هوډ ـ متانت ـ صبرـ پخې ارادې ـ د مؤمنانو کثرت ته په حرث ـ خواخوږۍ ـ مهربانۍ او قرآني اخلاقوکې اولی العزمه پیغمبرانو (ع) ، په صداقت ـ عدالت ـ انصاف ـ سخا او شجاعت کې خُلفای راشدینو ، په ټینګه ورورۍ کې اصحابو کرامو (رض) او په بُت ماتولو ـ مېړانه او خپلې خاوري ته په وفادارۍ کې سلطان محمود غزنوي ـ میرویس نیکه ـ احمد شاه ابدالي ـ شاه زمان ـ وزیر محمد اکبرخان او په نبوغ کې افغان سید جمال الدین ته ورته والی لري چې د انساني افغاني تاریخ اصلي منځپانګې یې په خپلو کارنامو باندې پنځولې او کړې دي .ځکه هغوی په تېره سلطان محمود غزنوي له خپل ځان سره اخلاق ، متانت ، ناریتوب او د اسلام اصلي څېره وړې وه . ځکه خو نن په سوئلي آسیا کې د (اته سوه مېلیونو) په خواوشا کې  خلک د محمد (ص ) توحیدي کلمه وایي .
انسان تل د معروف او منل شوي روا کارپه تعمیل او ترسره کولو باندې مأ موراو مکلف دئ ، ځکه په روا کارونو تر سره کولو کې د انسان فردي او اجتماعي ، مادي او معنوي ټول حقوق خوندي وي هغوی همدا کار کړی ؤ . شاه زمان ( پینځه زره ) افغان کورنۍ د قفقازسیمو ته ولېږلې او تر نن پورې هغوی د  (اوستایانو) په نوم خپل اصالت ژوندی او خوندي ساتلی دئ .
خو په ناروا کارونو تر سره کولو سره د حقوق العبادو ټول انساني حقوقي اړخونه زیان من کېږي اود هېچا هېڅ ډول دنیوي او اخروي ګټه په کې نه شته ، چې دا بیا د انسان دنده نه ده . ځکه انساني عاقل مخلوق د زیان اړولو او ورانیو له پاره نه دئ پیدا شوی . د انسان رسالت او مکلفیت دادئ چې نوروته یې په لاس او ژبې سره د پاخه او پرځای تدبیراوعقل له مخې خیرورسېږي او له خپلې وسې سره سم د نورود ورانیو او مرګ ژوبلو مخنیوی وکړي . نه چې خپله هم د ورانکارو په لیکو کې بډ وهلی ورګډ شي .
ورانکاري د فساد او فتنې زیږنده د ه . اود ټولنو، ملتونو ، ؤلسونواوهېوادونو ترمینځ فساد او فتنه اچول د شیطان کاراو نمونه ده چې تل له الهې کړنلارې سره په ټکرکې ده . څوک چې په خپل ژوند کې خپل ځان ـ یا نورو ته دغه ډول ګمراه لارې ټاکي ، نه یوازې خپل ځان ـ بلکې په حقیقت کې یې خپلې ټولنې ، سیمې ، هېوادونه او نړۍ په ضلالت او ګمراهۍ کې اچولې ، چې همدغه ډول لارې ته ( صراط الشیاطین ) ویل کېږي .
نن سبا چې موږ ګورو د معاشرې په جوړولو او ترمیم باندې ډېر کم کار روان دئ . له فکري رغولو څخه پرانحرافونو باندې ډېرکار کېږي ، چې دې کار د ټولې نړۍ سست عنصره ځوان کول له ځانه سره یرغمل ساتلی او د هغوی له احساساتي تشې څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره یې د هغوی فکري مسیر او زاویه پر بله خوا کاږه کړي ، د انساني مسؤولیت له اصلي تګلارې څخه یې اړولي او دهغوی سر شاره ( I.Q. ) یې له استعماري او استثماري خرافاتو ورډکه کړې ده ، د هغوی له پاکو احساساتو او استعدادونو څخه ناوړه ګټه اخلي ، د نرو او ښځو انساني وزن اوځوانې انرژۍ ته یې ستره صدمه رسولې .ځکه ځوانان تل د انحرافاتو په سمندر کې د انحرافي مافیایي څپو او نهنګانو خوراک شوي . د مخترعینو د پېړیو پېړیړ اختراع ګانې ، ساینس او تکنالوجې پرغلطو لارو د خپلو ګټو له پاره استعمالوي ، په داسې حال کې چې د بشر دغه ډول فکري پرمختګونه د بشر د سوکالۍ ، یو موټی کېدو او آرامۍ له پاره مینځته را وړل شوي وو ، خو د (۲۱ مې ) پېړۍ سیال زبر ځواکونه یې د بشر د ړنګولو ، سره پاشلو ، ورانولو او وحشت له پاره استعمالوي . چې دا بیا د ساینس اوعصري تکنالوجۍ اړوند د کېمیا ، فزیک ، الجبراو نوروعلوموستر سپکاوی دئ . ځکه هرکس او ناکس ددې علومو پر مټ د نورو په مرګ ژوبلو او بدیو کې خپل غیر مسؤول او واجب الاحترام ژوند لټوي .
تاسود بشري تاریخ شاته لږ ورشۍ او وګورۍ چې په لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه کې څو درجنه مېلیونه انسانان د بې هد فه نړیوالو جګړو خوراک شول ؟ او همدا اوس په دغه درېیمه نا اعلان شوې نړیواله جګړه کې څو مېلیونه انسانانو خپل ژوند او د پېړیو پېړیوخپلې لرغونې هستۍ او د معنوي علمي پانګې نابغین له لاسه په کړي ؟ د انساني ماشین څومره فعالې پرزې یې د اور خوراک کړې ؟  که د هېوادونو ، سیمې او نړۍ دغه ځاني ، مالي او معنوي پانګې د وخت د پېړیو مغرضینو د خپلو اهدافو له پاره نه وای سره جړقولې او پر خپل ځای تر اوسه پورې پاتې شوې وای ، انساني تمدن به اوس د شمسي نظام ډېره پراخه برخه تسخیر کړې وای . ځکه که چېرته تلف شوو مفکرینو پرته له تلف کېدو پر خپل وخت د بشري ناورینونو د مخنیوي او د انساني نړۍ د آبادۍ له پاره په خلاص مټ کار کړی وای ، اوس به دا نړي یو بل ته محتاجه نه وه او هر څوک به په خپلو سیمو او هېوادونو کې سره سو کاله ، هو سا او بسیا وو .
ولې متأ سفانه چې د اوسنۍ نړۍ ماده پرستو او کپيټالېستي علمبر دارانو له خپله ځانه څخه داسې پر ماده مین ښامار جوړ کړی او د ګردې نړۍ تر اقتصاد یې چار چا پېره کلچه وهلې چې  د ټولې نړۍ د اقتصادي زېرمو او امکاناتو پردی لعل یې یوازې په خپله خوله کې ورسره ساتلی او هېچاته اجازه نه ورکوي چې له رڼا او ارزښت څخه یې ګټه پورته کړي . چېرته یې چې چا پر ضد کوم خت ریښتیا ویلي ، سمدلاسه یې د سکوت ټاپه پر خوله باندې ور وهلې ، چا چې ددوی په وړاندې کوم سیاسي ، پوځي ، اقتصادي ، او عقیدوي حرکت پیل کړی ، سملاسي یې ډبرین دور ته بېولي او په نطفه کې یې همداسې خام له مینځه وړي دي .  
له همدې امله ددې اړتیا ده چې باید په ؤلسونو ، ملتونو ، هېوادونو ، سیمو او ټوله نړۍ کې دغه تشه پر ستونزو پوه عناصر د راتلونکو نسلونو د نړیوال نظم ساتلو په خاطر په خپلو کې په خورا احسنه توګه سره حل کړي  ، چې پر مټ یې په ټولنو ، ؤلسونو ، ملتونو ، هېوادونو ، سیمو او ټوله نړۍ کې دغه سترانساني امانت ( د زعامت او رهبرۍ مشر تابه ) وړکسانو ته د اهل رأیو له خوا ور وسپارل شي ، ترڅو ناوړه واکمنان د ځمکې پرمخ له انساني واک څخه ناوړه حیوان صفته ګټه پورته نه کړي ، فساد او ورانیو ته وده ورنه کړي ، د اخلاقي انحرافاتو تخمونه د ځمکې پرمخ ونه کري ، د انساني روا اړیکو فاصلې او واټنونه یې تر مینځ سره ډېر نه کړي ، انساني کرامت ته په سپکه سترګه ونه ګوري ، او د انساني ځوځات تر مینځ د بدیو بریدونه ښخ نه کړي .
نن سبا نړۍ د همدې بې بندو باریو له امله خپلې تېرې تیاره ماضي ته مخ اړولی ، چې جبرانول یې پېړۍ نور وختونه غواړي . خو دا ـ او نور راتلونکي نسلونه به یې خدای مه کړه هره ورځ قرباني وي او بیه به یې معصوم انسانان پرې کوي . وما علینا الاالبلاغ .