د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مبارزې پاچا

سردار محمد همدرد 20.01.2016 11:27

کله چې د خدايي خدمتګارۍ، عدم تشدد او عدم تعصب خبره کيږي؛ نو د پاچاخان بابا نوم ورسره څرګند ياديږي، خان بابا خپله مبارزه په داسې وخت کې پيل کړه چې د تشدد پر ضد خبره ډېره سخته وه.
زموږ سيمه، په تاريخي لحاظ د پرديو يرغلګرو لخوا همېشه تهديد سوې ده او کله چې دښمنان په نظامي جګړه کې پاتې راغلي او ماتې يې خوړلې ده نو بيا يې فکري جګړه پيل کړې ده او د خلکو ذهنيتونه يې په يو او بل فريب په بېلابېلو لومو کې ګير کړي دي.
په داسې حالت کې يو قوم او ملت ته نجات ورکول او د دوی فکرونه له غلامۍ ژغورل اسانه خبره نه ده، پياوړي فکر، لوی زړه او پراخې فداکارۍ ته اړتيا لري.
هغه څوک چې د دې ملت د فکر سمولو، له غلامۍ ژغورلو او د سيمې له نورو قومونو سره د سيال کولو لپاره يې سپېڅلی جهاد پيل کړ د پښتو قوم ستر مبارز پاچا خان و.
د خان بابا فکر د ظلم پر خلاف، د مظلوم لاسنيوی، ټولنيز عدالت ته لاره هوارول او په ټوله کې د پښتون قوم د نورې نړۍ سره برابرول و؛ چې د دغه ارمان لپاره خان بابا خپل ټول ژوند قربان کړ او تر دې دمه يې لارويان د سر په بيه مبارزه کوي.
عدالت داسې يو خوږ نوم دی چې سړی يې په نوم اخيستلو هم ارامي او سوکالي محسوسوي؛ د نړۍ ډېرو ملتونو  د عدم تشدد لپاره مبارزه وکړه چا چې د خپلو مشرانو دا لاره تعقيب کړه هغه ملتونه نن سوکاله، خوښ، ارام، اباد او خپلواکه خاوره لري لکه په هندوستان کې ګاندي او په افريقا کې نيلسن منډيلا.
زموږ پښتون قوم هم د پاچاخان په نوم منډيلا او ګاندهي لري زموږ په جغرافيوي جوړښت کې پاچاخان د عدم تشدد بنسټ کېښود او دا فکر يوازې د پښتنو لپاره نه و بلکې د ټولې سيمې لپاره و، د سيمې ډېری خلکو له دې څخه الهام واخيست خو موږ لا ددې پر ځای چې؛ دا فکر په ځان کې خپور کړو، ملت جوړونې ته پام وکړو نو بر خلاف مو په پاچاخان پسې ملنډې ووهلې او هغه ته مو د لېوني لقب ورکړ، دغه ستر مبارز خپلې تجربې او مشورې له ګاندهي سره هم شريکې کړې چې له امله يې اوس هندوستان د سيمې په هېوادونو کې هسکه غړۍ ګرځي.
زموږ په ټولنه کې له پخوا څخه يو بد کلتور دود دی چې هغه وخت د يو چا پر ارزښت پوهېږو چې له لاسه مو ورکړي وي، هغه وخت ژاړو چې ژړا مو کومه ګټه نه کوي، هغه وخت د يو چا پر فکر خپل ځان او ټولنه پرمختللي بولو چې پر هغه فکر مو خروار خاورې بار وي.
 
پاچاخان پښتنو ته ډېرې چغې ووهلې، ډېر مدني پېغامونه يې پرېښودل، د پښتنو د فکر روزلو لپاره کور په کور وګرځېد او هر چا ته يې دا چغه ووهله چې: (( يو کيږو ګنې ورکيږو.))
اوسني مدني فعاليتونه کټ مټ د پاچاخان د فکر ترجماني ده، د هغه ويده ارمانونه دي چې د هېواد په لر او بر کې ځينو ځوانانو، ښوونکو او د ويښ ضمير لرونکو اشخاصو لخوا چې د هېواد جوړونې، فکر جوړونې او په ټوله کې د ملي شتمنيو ساتنې، اسلامي او کلتوري ارزښتونو ژمنتيا لپاره مټې نغاړلي دي او د خان بابا په هغه فکرونو روان دي چې نيمه پېړۍ مخکې يې د خپرولو کوښښ او هڅې کولې.
په اوسني وخت کې ډېر وړ اشخاص او رښتيني مدني فعاليتونه لکه مخکې چې مو يادونه وکړه پر خپل ځای د تشدد پر خلاف دي خو ورسره د مدني ټولنو په نوم ځينې خلک او اشخاص د شخصي موخو لپاره چغې وهي، معاملې کوي او خبره دې حد ته رارسېدلې ده چې، د مدني ټولنو له نوم سره د ځينو خلکو حساسيت هم پيدا سوی دی، چې دا کار خپله د رښتيني مدني فعاليت پر وړاندې خنډونه پيدا کوي او د خان بابا د فکر د خپرولو مخه نيسي.
مدني فعاليت او د تشدد پر وړاندې چغه وهل د خان بابا په څېرر اشخاص غواړي، د هغه پشان کلک هوډ، سپېڅلی نيت، پاک زړه او لويه فدا کاري غواړي، اوس ځينې خلک چې د مدني فعاليت په نوم له غرضه ډک شعارونه پورته کوي هر چاته روښانه دي چې د دوی هدف رښتيا هم سپېڅلې مبارزه ده که د دې ويده ملت غولول!؟.
مبارزو او ويښو ځوانانو ته مې مشوره ده، که دوی غواړي په خپله سپېڅلې مبارزه کې بريالي شي، که دوی رښتيا د خپل ملت جوړول غواړي، که دوی رښتيا خپله ټولنه سمول غواړي، که دوی خپل قوم د نړۍ د نورو قومونو سره په يو کتار کې ودرول غواړي، که دوی خپل خلک له غلامۍ ژغورل غواړي نو د سپېڅلي پښتون ستر مبارز خان پاچان ژوند دې مطالعه کړي، د هغه پر مبارز ژوند دې مزل وکړي، خپل فکر دې د هغه د فکر تابع کړي او د هغه د ارمانونو تل ته دې ورښکته شي، بيا به د دوی مبارزه رښتيني، سپېڅلې، پاکه او ددې هېواد او خلکو د ګټو لپاره وي.