د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا شیطانان او شیطان خانې پېژنئ ؟

محمد انور ولید 05.01.2016 12:55

شیطان پېژندنه :
(( یُرِ یدُ و نَ لِیُطفِــؤُ و ا نُو رَ ا للهِ بِاَ فوَا هِهِم وَ ا للهُ  مُتِمِّ نُو رِِه وَ لَوکَرِ هَ ا لکَا فِرُ و نَ  .  الصف ـ ۸ آیت ))
ژباړه : ( هغوی غواړي الهي نور په خپلو خولو سره له مینځه یوسي ، خو خدایتعالی خپل نورکه څه هم دکافرانو خوښه نه وي  بشپړوي . )
مخکې تر دې چې پر شیطانانو او شیطان خانو باندې خبرې وکړم لازمه بولم لومړی شیطان در وپېژنم :
شیطان څه ته وایي ؟ شیطانان څوک دي ؟ او شیطان خانې چېرته دي ؟
د شیطان کلمه له شطن څخه اخیستل شوې ، او شطن پټ خباثت ته وایي . شاطن د خبیث او پست په معنا دئ .
د ( satan) لغت هم په همدې معنا دئ چې له عِبري ژبې څخه اروپایي ژبو ته ور ګډ شوی دئ . خو رېښه او سټه یې همدا یوه ده .
شیطان اسم عام دئ ، ځکه خو په هر شریر موجود باندې اطلاق کېدای شي . شیطانان د پېریانو او انسانانو خاصې ( ځانګړې) ډلې دي چې کار یې یوازې د خدای تعالی په حقه لارکې شرارت اچول دي . په داسې حال کې چې ابلیس بیا یوخاص ( ځانګړی )  نوم دئ ، چې په شیطانانو کې ځانګړی نوم او لوړ مقام لري .
شیطان یو موزي او مضر موجود ته ویل کېږي ، چې له پېله تر پایه پورې تل د سمې ( حقې ) لارې پرځای پرکږه باندې روان وي او نورو ته هم پر همغې کږې لارې باندې د تلو بلنه ورکوي ( خلک بې لارې کوي ) . شیطان نورو ته آزار ورکوي . فساد او شرارت یې په وجود کې اخښل شوی وي .
شیطان ډېرې معناوې لري ؛ چې یوه معنا یې ابلیس ، او بله معنا یې منحرف او مفسد انسانان دي . چې په ځمکه کې د انسانانو د انساني نظام ړنګولو په خاطر د روحاني ، سیاستمدار ، پوځي ، قومي ، ګوندي اونورو مشرانو په څېره کې هر اړخیز ورانی او فساد مینځته راوړي . انسانان له خپل واجبي او مسؤولانه مسیرڅخه خطا باسي او د سامریانو د خوسکي ټنګ ټکور ته یې هڅوي او نڅوي . په انساني ټولنوکې فسق ، فساد او فتنې اچوي .  مشهور پر فساد ، مخل د امنیت  او مضر د جامعې عناصر یې د ښي مټ وزیران وي .
شیطانان درواغ جوړوي ، منافقین یې په انساني ټولنواو قانوني او فطري بنسټونوکې خوروي ، او نا خبره عوام الناس پرته له دې چې پر هغو درواغو او بهتانونو باندې له خپل عقل څخه لږ کار واخلي ـ په پټو سترګو باورکوي ، ترڅو چې د درواغو او ريښتیاوو اصلي سټې او جرړې معلومېږي ، د شته انساني نظام نیمه برخه یې ور باندې نړولې وي . ځکه له بابا آدمه تر دې دمه پورې د فیلانو تر مینځ جګړه کې غوماشې تل تر پښو لاندې کېږي  ـ  وژل کېږي .
 د منحرفو او مفسدو شیطان صفته انسانانوتل همدا خوی خصلت وي ، او خوی خصلت پرته له مړینې بله هېڅ مدوا او دم دارو نه لري . ځکه نو د هر چا عادت تر مرګ پورې ور سره وي .
غل تر مرګه پورې غل دئ ، اداري فساد کوونکی تر مرګه پورې مفسد دئ ، بدکاره زناکاره تر مرګه پورې بدکاره زناکار دئ ، د مافیا غړی تر مرګه پورې مافیا یي کارونه کوي ، معامله ګر انسان که څه هم معامله دده پر خپل ناموس باندې وي ـ بیا هم  تر مرګه پورې معامله ګر دئ .
د شیطان صفته انسانانوکارتل د ځمکې پر مخ ورانی او فساد خورول دي . هغوی د یوه خبره بل ـ او د بل بیا بل ته په ناسم ډول ور انتقالوي . په کورکلي ، دولتي ادارو ، سیمه او نړۍ کې د پورته یادو شوو انسانانو شتون ټول ددې سبب جوړ شوی چې کورونه ، کلي ، ناحیې ، ؤلسوالۍ ، ولایتونه ، هېوادونه ، سیمې او ټوله نړۍ یې د خپلو شخصي مفاداتو په خاطر سره لړلې . غله ته وایي دا ځای وهه ـ او د کور څښتن ته وایي غل درغۍ . تل د نورو سپکې او د ځان درنې وایي . تل نورو ته د درواغو توطیْې جوړوي ، په سمه لارکې ور ته کوهیان کیني ، بېځایه تورونه او افتراګانې لګوي ، حق پټوي ، باطل ته وده ورکوي ، تکیه یې تل د واک پر مهال په زر ، زور او تزویر باندې وي ، خپل ژوند په قدرت او حرام اقتصاد کې لټوي ، ځکه چې واک ـ شتمنۍ او غلط سیاست ددغه ډول خلکو د ژوند هغه شوم مثلث تشکیل کړی چې د نفاق جادو یې د ثقل په مرکز کې ځای لري .    
منافقین د همدغه مرکزي محور په توګه له خلکو سره دوه مخې وعدې کوي ، خو پر خپلو کړو ژمنو وفا نه کوي ، او تل یې خپلې ژمنې په یوه او بله پلمه ماتې کړې دي .
د کورنۍ ، سیمې ، هېواد او نړي په منقولو او غیر منقولوشتمنیو او ملي پانګوکې ناروا تصرفات کوي ، د خلکو بیت ا لمال پر نورو او خپل ځان باندې خوري ، او په ملي او دولتي ټاکنوکې خیانت کوي . ددوی له خوا نورو ته د قبر کیندلو پرېکړې ټولې د خپل نفس او هوا له یاغي او باغي وزیرانو سره په قمارخانو ، اوبتلواو هوایي سفینوکې تر سره کېږي . ځکه د نړۍ تر ټولو ستر شیطانان او سترې شیطان خاني په همغه ځایونوکې شتون لري .
په خبروکې دکورکلي ، ولایت ، ټول ملت ، سیمې او نړۍ خلکو ته داسې ښکرور درواغ وایي چې په هېڅ انساني منطق او ژبه نه خو برابر وي او نه هم په هېڅ کتاب کې ثبت شوي وي . وړاند وېـینې یې د عصر او زمان د نجومیانو له احتمالي نظریاتو سره هم په ټکرکې وي . دوی په پردیو سیمو او هېوادونوکې د خپلو ګټو خوندي کولوله پاره د خلکو تر مینځ د ټکر او تصادم پر هغو نقطو عملي کولو باندې کارکوي چې دوی د مخه د هغوی تمویل او تجهیزکړی . د خپلمنځي دښمنیو په تارونو غړلوکې یې ور سره مرسته کړې . ژبني ، قومي ، سمتي ، نژادي ،  مذهبي او د لږه کیو محرومیتونو ته یې د سیمې او هېوادونو د ملي یووالي د له مینځه وړو له پاره هوا ور کړې . په هغوی کې یې دنفاق او بدمرغیو تخمونه کرلي . تل یې د نفاق او بدبختیو له تشې څخه ناوړه ګټه پورته کړې . هغوی یې په خپلو کې سره اخته کړي ، د زېرمو په شارګونو باندې یې خپله نېښونه لګولي او ټولې زېرمې یې د خپلې استثمارګري عصري تکنالوجۍ په بمبوسره ترې ځبېښلې دي . همدا وجهه ده چې نړیوالو شیطانانو د هوا یي سفینو او دریایي اوبتلو په شیطان خانوکې د سیمې او هېوادونو د ځینوکم وزنه ځان غوښتونکو عناصرو په ملاتړ سره د خپل عیاش ژوند ماشین فعال ساتلی ، او دا لړۍ به تر هغو پورې دوام مومي تر څو د مسلمانې نړۍ زېرمې ټولې همدغه شیطان صفته شیطانان غلا ، لوټ او خپلو شیطانخانو ته انتقال کړي .
تاسو په خپلو سترګو وینۍ چې له تېرو (۳۷ ) کالو را هیسې  پر افغانستان باندې څه لوبه روانه ده . هروه ورځ افغانان د شیطاني استخباراتي پردۍ جګړې د اور خوراک دي . هره خوا ځانمرګي بریدونه او پر افغان خاوره باندې ناجایزه پوځي برغلونه روان دي . په مېلیونونو افغانانو خپل ژوند له لاسه په کې ورکړ ، په مېلیونونو نور په کې معیوب ، ناقص الاعضأ او سؤ شکل شول . په مېلیونونو نورو یې خپل ټاټوبی پرې اېښی او د پردیو وطنو مرغۍ شړي . ټول هېواد ړنګ او ټول هېواد وال زموږ د ویر په نه ټولېدونکي ټغرور ناست دي . پرته له وینوـ اوښکو ـ درپه دریو ـ وژلو ـ ژړاوو ـ ښخولو ـ شړلو ـ غصبولو ـ د نا اهله کسانو د واک چلولو ، رشوتونو ـ اختلاسونو ـ غلاګانو ـ لوټماریو ـ انسان تښتونو ـ بد اخلاقیو او مافیایي کارونو بل څه نه تر سرګوکېږي .   
خو مسلمانانو ، په تېره افغانانوته په کار ده چې په خپل ریښتیني ملي یو والي ، علم تر لاسه کولو ، اقتصادي ودې ، پوځې او سیاسي قووت او خود کفا کېدو سره په هېواد کې د پردیو شیطانانو دغه غځېدلي دهلېزونه او سوړې ور وتړي . پرې نه نږدي چې نور زموږ په کورني نظام کې  خپل مرچ او زردچوبې وپلوري .
د یو سوچه ، خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان په هیله .