د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپه شخړوعادت ټولنود بدلون کړنلارې

محمد انور ولید 02.11.2015 12:41

څنګه کېدای شي په هغو ټولنو کې چې له  دوامدار تاو تریخوالي او زورورو شخړو څخه زیانمنې او له شخړو سره عادت شوې وي ، د سولې پرخوا بدلون ته لاره هواره شي ؟

له شخړو سره په عادت شویو ټولنو کې د سولې پر لوري بدلون هغه مهال شونی دﺉ چې موږ په خپلو ذهنونو ، کړنواو د ټولنیزو جوړښتونو په هغو برخو کې چې د تاو تریخوالي رېښې ور سره اړیکې لري ، اصلاحي بدلون را مینځته کړو . د سولې پر لور د بدلون عملیه یوه دوامداره او فعاله عملیه ده چې د هغې په پایله کې منفي ذهنیتونه ، کړنې ، اړیکې او ټولنیز جوړښتونه مثبت لوري ته بدلون مومي.
په عام ډول له شخړو څخه د سولې پر لور بدلون او اصلاح باید د لاندې سطحو پربدلون باندې تمرکز ( تکیه او ټینګار ) وکړي:
 
لومړی : شخصي سطحه :
 
په دې سطحه کې د یوه شخص د ژوند پر جسمي ، احساساتي او ذهني برخو او په هغو کې د سوله ییزو بدلونونو په را مینځته کولو باندې تمرکز کېږي . که موږ د اشخاصو د ژوند په پورته یادو شویو برخو کې سوله ییز بدلونونه را مینځته کړو ، د سولې له پاره به موږ ډېر بنسټیز ( بېخپوره ) کار کړی وي . دلیل یې دادﺉ چې د سولې بنسټ په همدې ځایونو کې موقعیت لري . په نوموړو برخو کې مثبت بدلونونه به د ښو کارونو په هڅونې او له بدو کارونو څخه په مخنیوي کې ډېرې آسانتیاوې را مینځ ته کړي .
موږ کولای شو په خپلو اټکلونو ( تصوراتو ) ، احساساتو او افکاروکې د مثبتو بدلونونو په را مینځته کولو او د هغوی په تمرین سره په خپل ځان کې د مثبتو بدلونونو بنیاد او بنسټ جوړ کړو . ښو او نېکو کارونو ته پراختیا ورکړو ،  هغه پیاوړي او وستایو ،  له بدو ذهنیتونو ، منفي افکارو او اعمالو څخه مخنیوی وکړو .
د بېلګې په توګه :

    په خپل جسمي ، ذهني ، احساساتي او د خوا وشا چاپېریال په نظافت او ښکلا کې ونډه واخلو او د خپلو کړنو او وړتیاوو په غښتلتیا کې په دوامداره توګه کوښښ وکړو .
    له خپل ځان او نورو سره د اړیکو په را مینځته کولو او پراختیا کې مرسته وکړو .
    وخت باید له لاسه ور نه کړو او په ښه طریقه ګټه ترې پورته کړو .
    لکه څنګه چې په هېنداره کې خپل ځان ، جامو اوښایست ته د تنظیم او اصلاح په خاطرګورو ، همداسې خپلو تصوراتو ،  احساساتو او افکاروته کتنه هم اړینه خبره ده . هغه افکاروته  چې زموږ سوله ییز حالت او ټولنیزې اړیکې له ګواښونو سره مخ کوي باید د ټولنې له سویې او عاداتو ( عنعنو ) سره سم مثبت بد لون ورکړو .
    زموږ د ژوند ظاهري حالت زموږ د هیجاني او ذهني ژوند له کیفیت سره ډېر تړاو لري .
    که موږ ټمبل ( سست ) ، ډېر وارخطأ او د نویو شیانو له تجربه کولو څخه وېره ولرو ، موږ به پر خپل ځای پاته شو او هېڅ وده به ونه کړو .
    که موږ د خپل تفکر له بدلون څخه ونه وېرېږو ،  زموږ ژوند به بدلون ومومي .
    که موږ د شیانو او پېښو په اړه خپل درک او احساس ته بدلون ورکړو ،  له هغه سره سره به زموږکړنې او عادتونه هم زموږ په بدن کې د ننه بدلون ومومي او بیا به زموږ همدغه داخلي بدلونونه زموږ باندیني چاپېریال ته هم بدلون ورکړي .
     
    دوهم : د اړیکونیولوسطحه :
     
    انسانان په ټولنیزه توګه یو د بل ترڅنګ  د اُنس او اُلفت له مخې د اړتیاوو ( راکړې ورکړې ) ، پیوندي اوعقیدتي اړیکو په تارونو باندې له یو بل سره پېیلی او تړلی ژوند لري . چې ټولنیزې اړیکې یې له یو بل سره د یو ریښتیني بایْع او مشتري په څېر په درناوي ، مرسته کولو ، همغږۍ او پېرزوینې سره ورځ تر بلې پیاوړې کېږي . او له دې سره سم یو پر بل باندې د اعتماد او باور د فضأ په را مینځته کېدو سره د مقابلو خواوو حقه حقوق ټول محفوظ او خوندي وي .
    کله چې داسې پیاوړی بنسټ مینځته راغۍ ، بیا په ټولنه کې د هغوی سر، مال او ناموس ټول خوندي وي . ولې ددې پر عکس ؛ د نه درناوي ، مرسته نه کولو او یو د بل په وړاندې له درغلیو او نورو ناروا کارونو څخه د کار اخیستلو ، یو پر بل د نه لورېینې او مخالفت کولو په صورت کې پر یو بل باندې د اعتماد او باور کچه را ټیټېږي او له مینځه ځي او له دې سره سوء تفاهم ، وېره او مخالفتونه را مینځته کېږي ، چې په پایله کې اړیکې کمزورې او سره شلېږي . ځکه انسانان د ارتباطي سطحې له لارې له نورو سره معلومات او راکړه ورکړه تأمینوي .
    د همدې سطحې څرنګوالی د ټولنیزو اړیکو له نورو سطحو سره د ژوندانه څرنګوالی ټاکي چې په حقیقت کې د ژوندانه دغه ټول ټولنیز مسایْل ، موضوعات ، او معاملات (راکړې ورکړې ) د انساني اړیکو په سطحه کې تر سره کېږي . خو ددې سطحې د لا زیات سمون او پیاړتیا له پاره اړینه ده چې موږ د مفاهمې هر اړخیزمهارتونه په کې پیاوړي کړو . او ددې ترڅنګ د نورو خبرو ته په ډېره پاملرنه سره غوږ ونیسو . د هرچا خبرو ته پاملرنه او د اړیکو نیولواصلاح به د تولنیزې سولې په بډاینه کې له موږ سره زیاته مرسته وکړي .
    که د ټولنې مختلف وګړي ، ډلې ( ګروپونه ) له یو بل سره ښې اړیکې جوړې کړي ، دا به د سولې پر لور یو ښه پر مختګ وي .
    که موږ په خپل ورځني ژوند کې دا محسوسه کړو چې زموږ ځینې اړیکې کاواکه (ضعیفې ) او ماتې شوې دي ، نو ددې اړتیا شته چې دا اړیکې بیا له سره وڅېړو او ویې رغوو . له خپل ځان او نورو سره تر هغو پورې مفاهمه وکړو ، ترڅو د ضعف عوامل په کې پیدا اوهغه د اړتیا له مخې له مینځه یوسو . وروسته بیا په پر له پسې توګه د موجودو سوله ییزو اړیکو پالنه وکړو او له نورو سره د مثبتو اړیکو په را مینځته کولوکې هڅه او زیار وباسو .
    ځکه خدای تعالی هم انساني ژوند پراړیکوباندې بنأ بللی او دا اړیکې یې د یو بایْع او مشتري تر مینځ د نغد یا جنس په توګه په معاملاتو کې د یوه مکلف بنده له خوا له بل مکلف بنده سره ، او همداسې په عباداتو کې د هر مکلف بنده له خپل بر حق معبود ( خدای تعالی ) سره په ګوته کړې دي . که چېرته د بنده له بنده سره دغه اړیکې د نغد یا جنس د معاملې په صورت کې په راستۍ او صداقت سره تر سره شي ، پرته له عد ل او قسط څخه عدول او انحراف په کې نه وي ، اړیکې یې ترمینخ د خپل مینځي اعتبار او اعتدالي سیاست  له مخې سره پخېږي ـ پیاوړې کېږي . اوکه په درغلیو ، چل ول او دوکه بازیو باندې بنأ وي ، نو بیا په هغه صورت کې ددغو دواړو انسانانو ترمینځ د اعتماد او باور مزي او اړیکې د حقوق العبادو د اصل نه رعایتولو له امله سره شلېږي او آن د دښمنیو تربریده سره رسېږي . ځکه د اعتدال اصل په کې ترپښولاندې اوحقیقت د افراط او تفریط  په سیاست کې قرباني شوی . همدلته ده چې پرحق الله او حقوق العبادو دواړو باندې سترګې پټېږي ، ددغو دواړو رابطو ترمینځ د اړیکوتعادل له مینځه ځي ، انساني سیاست د نفساني رأیو اوغوښتنو ترتأثیرلاندې راځي چې بیا یې تر مینځ د سولې بهیر پڅېږي او په سوله کې ځنډ او خنډونه مخې ته راځي.
     
    درېیم : د ټولنیزو جوړښتونو سطحه :
     
    د ټولنیزوجوړښتونوسطحه له ټولنیزو مؤسسو ، حکومتي بنسټونو ، قوانینو ، لایْحو(مقررو) ، پالېسیانو ، د تصمیم نیولو او پرېکړو د واک څایونو.... او د ژوند د سیستم له هغو چوکاټونو څخه عبارت ده چې د هغو له مخې ټولنیز تصمیمونه او پرېکړې تر سره کېږي . ځکه د اکثرو شخړو رېښې له همدې برخې سره تړاو لري چې بیا ټولنیزې دوامداره شخړې له همدې برخې ځخه تغذیه او د تشدد پرخواخوځېږي .
    په سوله ییزو شخړو کې څېړنو او موندنو دا ښوولې ده چې د فقر او بېسوادۍ تر څنګ د اکثرو شخړو رېښې د یوې ټولنې د عدالت په سیستم ، د تصمیم نیولو په شکل ، په اقتصادي او سیاسي برخو کې د خلکو د مشارکت په څرنګوالي پورې اړه لري .
    د بېلګې په توګه : که د یوې ټولنې حالت په لاندې ډول وي :
    که په یوه ټولنه کې سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز جوړښت داسې وي چې د ژوند اساسي توکي او منابع له اړو (  مجتاجو ) او بېوزلو خلکو څخه د بډایانو خواته د انتقال په حال کې وي .
    که دیوې ټولنې حالت داسې وي چې د ټولنې اکثریت په سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزو تصمیمونو ا وپرېګړوکې په ریښتیا برخه ونه لري .
    نو د یوې ټولنې پورتنی انځور موږ ته دا را په ګوته کوي چې نوموړې ټولنه د خپل جوړښت له مخې له تاو تریخوالي سره مخ ده .
    خو که وغواړو چې په یوه ټولنه کې :
    د ټولنیزو شخړو او تاو تریخوالي رېښې اصلاح او یا پرې کړو .
    د دوامدارې سولې پر لور وړاندې ولاړ شو .
    د ټولنیزو ، اقتصادي ، سیاسي او د ژوند د بنسټیزو منابعو عادلانه وېش را مینځته کړو .
    په ټولنیزو پرېکړو کې ټولنیزې ونډې اخیستو ته سمون او پراختیا ورکړو .
    ضروري ده چې :
    ( د ټولنیزو جوړښتونو په سطحه کې اصلاحات راوړل اړین دي . )
     
    څلورم : د ټولنې کلتوري سطحه :
     
    دا چې هره ټولنه په خپل ذات کې خپل خپل ټولنیز دودونه ، رواجونه ، رسمونه ، سمبولونه ، عرفونه ، عادات او عنعنې سره لري او په ټوله کې پورتني ټول موضوعات د یوې ټولنې کلتور جوړوي . نوپه هرکلتورکې د شخړواو تشدد د مخنیوي او د تشدد د تحرک (لمسون) عناصرهم شتون لري .که په یوه کلتور(رواج) کې د تشدد (زور زیاتي ) او یا عدم تشدد عناصر په هره ژوندۍ بڼه فعال وي ، په همغه کچه به د هغې ټولنې سوله ییز او یا د تاو تریخوالي انځور (تصویر) څرګند او روښانه وي . ځکه چې کلتور او د هغه عناصر د پورته یادو شوو نورو سطحو سره جوخت په څرګنده توګه د یوې ټولنې د سوله ییز او یا جګړه ییز انځور په ترسیم کې خورا زیاته مرسته کولای شي .
    که وغواړو چې په یوه ټولنه کې د سولې کلتور ته وده ورکړو ، اړینه ده چې :
    هغه ټولنیز رسمونه ، سمبولونه ، رواجونه (معروف عرفونه ، عادات او عنعنې) باید پیاوړې کړو چې اختلافات او شخړې له تشدد او تاو تریخوالي څخه خوندي وساتي . درناوی ، ښه والی ، زغم ، د یو بل منل ، یو پر بل زړه سوی ، مرستې ، پېرزوینې او همغږۍ ته باید پراختیا ورکړو او د بدیو مخه ونیسو .
    د بېلګې په توګه :
    که د یوې ټولنې د کلتور د مثبتو او ښو عناصرو لکه :
    که موږ شهامت (زړور تیا) ، ډالۍ ، زغم (غوسه خوړل) ، په ښو کې مرستې ( تعاون ) ، له بدیو څخه مخنیوی ، ترحم (زړه سوی) ، ښه ګاونډیتوب ، کاراوزیارایستلو ته هڅونه ، د ناروا اوناسمو عنعنو او بېځایه رواجونو مخنیوی ، او د نېکیو تبلیغ ته وده او پراختیا ورکړو ، د ټولنیزو شخړو په بد لون کې به زیاته مرسته را سره وکړي او سوله ییز ژوند ته به لاره پرې هواره شي .
    په پورته توګه په څلورو یادو شوو سطحو کې به مثبت بدلونونه په شخړو باندې عادت شوې ټولنې د سولې پرخوا پرمختګ ته را واړوي .
    ددې له پاره چې په یوه ټولنه کې د دوامداره سولې د تأ مین پر خوا بدلون ( نوښت ) را مینځته شي د یوه دقیق او منظم پلان عملي کېدو ته خورا زیاته اړتیا لیدل کېږي چې ددې بدلون پیل زموږ له بدلون څخه پیلېږي .
    په لاندې قصه کې دا بدلون وګورۍ :
     
     قصه ـ د څیزونواواړیکوبدلون :
     
     یو سړی د خپل بدلون ( نوښت )کیسه داسې بیانوي !
    څیزونه او اړیکې هغه مهال بدلې شوې چې ما د شخړو د سوله ییز حل مهارتونه زده کول او تمرینول مې پیل کړل . خو وروسته په دې پوه شوم چې په شخړه کې به هرڅومره پر خپل موقف ټینګ ولاړ وم ، په همغه کچه به ما د شخړې په تاوجن حالت تېل او د اور سکروټې ور پاشلې .
    آیا پوهېږۍ چې اوس د شخړې په حالت کې څه کوم ؟
    یو ګام شاته ځم ، یا یو لنډ پل ونیسم . ( یوه لحظه فکراو زغم مې ترزرځلې پښېمانیوغوره دئ ) .
    ژوره سا اخلم (تنفس) کوم .
    هڅه کوم له مقابل لوري واورم . ( له نورو اورم ! په اړه یې مثبت او اړین تصمیم نیسم ) .

په هره کچه چې د شخړې په حالت کې د پورتني روښ سره سم ګامونه اخلم ، په همغه کچه شخړې له تاوجن حالت څخه د حل لوري پرخوا را ته بدلون مومي .
 
اوس پردې پوه شوی یم چې :

    د ټولو شخړو بې ثباته کېد و ، په بړاس بدلېدو او منفي خوا ته د خوځېدو اړتیا یې نه شته .
    شخړې په اصل کې د لا زیاتې پېژندنې ، فکري نوښت او نویو لارو د لټون په هڅه کې دي .

اوس ماته دا په ثبوت ورسېدله چې د شخړو غورچاڼ او پایله مستقیماْ له شخړو او زما د کړو وړو سره تړاو لري .
    انسان د ژوند په ټولو چارو ( کورنۍ ، ګاونډ ، ښوونځۍ ، دفتر، بازاراو... ) کې له نورو سره اړیکې او تړاو لري . همدا رنګه هرانسان بېلې اړتیاوې او بېلې بېلې غوښتنې لري چې انسانان ددغو اړتیاوو د پوره کولو ا و د غوښتنو تر لاسه کولو له پاره ځانګړي دریځونه نیسي . کله ناکله د همدې اړیکو په مینځ کې د اړتیاوو ، غوښتنو او دریځونو ترمینځ تقابل هم را مخې ته کېږي او شخړې سر په کې را ټوکوي .
که له شخړو سره په خوندي او سالمه توګه چلند ونه شي ، کېدای شي شخړې په جګړو او تاو تریخوالي بدلې شي .
دشخړو پېښېدل او له هغو سره د چال چلند په بهیرکې د سوله ییز حل مهارتونه په کار اچول د انساني ژوند خوندي ساتلوله پاره ډېرد پام وړدي . دلیل یې دادئ چې :

    انساني درناوی ، ژوند او اړیکې له زیان څخه خوندي ساتي .
    په ژوره توګه پېژندل کېږي .
    د ستونزو د حل استعداد ته وده ورکوي .
    د نویو شیانو د را مینڅته کېدو او ودې سبب ګرځي .
    ........
     
    که چېرې موږ په منظمه توګه له شخړو سره د لاس او ګرېوان پر وخت پورتنی نومول شوی مهارت او پوهه خپل عادت وګرځوو او هغه عملي کړو ـ په همغه کچه به بریالی او ښه ژوند ولرو .
    موږ باید پردې باندې سوچ او فکر وکړو چې څه ډول په نوموړو مهارتونوباندې خپل ځان عادت کولای او هغه خپلولی شو ؟
    که چېرې غواړۍ چې په خپل ځان کې مثبت بدلون راوړئ ، نو لازمه ده چې لاندې ګامونه هم پورته کړئ :
    ۱ـــ آرام اعصاب (ساړه ماغزه ساتل):
    دا باید په یاد ولرۍ چې شخړې ذاتاً لږ څه کم و زیاته ګرمي او تاو له ځانه سره لري . خو د تودو او ګرمو هیجاناتو په حالت کې د حل لوري خواته لاره نه شي موندلای . ولې ددې پر خلاف که چېرته مو خپل اعصاب (ماغزه ) لږ څه ساړه وستل ، او له صبر (حوصلې) او زغم څخه مو کار واخیست ، نو بیا خو :
    باید لږ څه دمه شو او یا یو ګام وروسته په شا ولاړ شو .
    په ژوره توګه باید سا (تنفس) واخلو . خپل قهر اوغوسه وخورو .
    له خبرو مخکې باید له هیجاناتو څخه ځان خلاص کړو او یا مقابل لوري ته غوږ ونیسو .
     
    د شخړه ییز چال چلند یو کارپوه وایي :
     
    (کله چې زه د شخړې پر وخت لږ څه ژوره سا واخلم ، لږ خپل ځان ته پام وکړم چې زه په کوم حالت کې یم ؟ نو لږ تر لږه د هیجاني عکس العمل پرځای د شخړې یو مناسب ځواب پیداکوم . خو که په دغه مرحله کې لږ څه بې پروایي اوغفلت وکړم ، نوسملاسي زما د خبرو په استعمالېدونکو اصطلاحاتو او جملوکې توپیر راځي اوله عصباني کېدو (هیجان ) سره یوځای بیا ماته قهر راځي او د مقابلې بدرنګې لارې تلو ( دریځ اختیارولو) ته مې هڅوي.
    د شخړې په صورت کې تاسې څه کولای شۍ ؟
    ښایي تاسې په خپل ذهن کې د هغو لسو شیانو نومونه انځور او یا یې په خپله عملي کړۍ چې ستاسې ماغزه سړوي .
    لومړی :
     •    ژور تنفس وکړۍ .

    . له خپل موقعیت څخه ځان ليرې کړۍ .
     . ژور تنفس وکړۍ .

    پورته آسمان ته وګورۍ .
    په یخو اوبو اودس وکړۍ .
    .....
    بالآخره دا ځانته معلومه کړۍ چې د قهر پر وخت ستاسې کومه هڅه تاسو له قهر څخه ژغوري ، له همغې هڅې څخه د قهر پر وخت ګټه واخلۍ .
     
    ۲ـــ  پرته له دې چې بله خوا پړه او ملامته وګڼۍ او یا یې ووېروۍ ، د موضوع یا ستونزې په هکله خپل احساس ، اندېښنه ، یا خوا شیني را وسپړۍ .
    د بېلګې په ټوګه : لاندې دوې جملې ولولۍ :
    تاسو بیا د پخلنځي لوښي ناولي او په بد حالت کې ګډوډ پرې اېښي دي .
    ته یوازې خوارک ته تیار یې او د لوښو پرېوللو ته دې ملا ماته ده .
    په پخلنځي کې بیا د ناولو نا وینځلو لوښو پر لیدو سره ډېر وځورېد م  . موږ خو په دې سره سلا شوي وو چې لوښي به تر خوراک وروسته پرېولو ، حیران شوم چې کومه ناوړه پېښه نه وي شوې .
    د شخړو د حل سوله ییزه کونجي (کلۍ ) داده چې موږ د ستونزو په وړاندې په ګډه مبارزه وکړ و نه دا چې له یو بل سره د ناندریو ( تاویلي ما ویلي ) او یو پر بل باندې د ملامتۍ هڅې وکړو .
     
    ۳ــ هره خوا دې د بلې خوا هغه څه په سړه سینه واوروي چې اورېدلي یې وي :
    د شخړې او تودو بحثونو په مینځ کې دا ډېره سخته ده چې د یو بل خبرو ته غوږ شو او هغه واورو تر څو یوې هوکړې ته پرې ورسېږو . ځکه هره خوا زیار باسي چې ددوی خبره باید واورېدل شي ، له همدې کبله په زوره نارې سورې جوړې کړي او ځان په حقه ګڼي ، ترڅوثابته کړي چې پر ده ـ یا دې باندې ظلم شوی . خو په دې حالت کې یو هم نه شي کولی چې خپله خبره پر مقابل لوري باندې واوروي . چاره څه ده ؟
    زه هم پخوا همداسې وم . کله مې چې د یو ګام وروسته کېدو ، ژورې سا اخیستو ، مقابل لوري ته د موقع ورکولو او تمرین ښېګڼې ولیدلې ، نو د ډېرو تودو بحثونو په حالت کې هم نوموړی تمرین په ډېر لږ تو پیر سره عملي کوم .
    ځانته لږ څه موقع ور کوم. ژوره سا (تنفس ) اخلم .
    خپل فکر او حواس تنظیموم ، په ډېره پاملرنه د خبرو له پاره د خپلو وېیلو له پاره رغنده لغات او جملې انتخابوم .
    ځان ناخبره نیسم او په ډېر احتیاط پر مقابل لوري سلام اچوم . بیا له مقابل لوري پوښتم چې خیر خو دئ څه پېښه ده ؟ یا څه کیسه ده ؟ پردې سره هغوی پوهوم چې په اصل کې زه غواړم هغوی واوروم . د هغوی خبرې هم اورم . بیا هغه څه چې ما اورېدلي ، هغوی ته یې په هغو رغنده جملو کې اوروم چې ما د مخه ور باندې سوچ کړی ؤ ( په پسته او نرمه له پند او حکمت څخه ډکه ژبه ) . چې دا بیا زما د اورولو سره جوخت په هغوی کې له میل او رغبت پیدا کېدو سره مرسته کوي ، تر څو زما خبرو ته هم غوږ ونیسي . له دې وروسته هغوی ددې وړتیا پیداکوي چې د یوې پرېکړې خواته لاره ومومي . تاسو هم باور وکړۍ چې دغه تمرین ډېر ګټور او ژور اغېز لري . او ما خپله تر دې وړاندې دا باور په ځان کې نه درلود .
     
    ۴ـــ  مسؤولیت پر ځان منل :
    په ډېرو شخړو کې دواړه خواوې یو د بل په وړاندې یو څه مسؤولیتونه هم لري . خو د افسوس خبره داده چې هرلوری په مقابل لوري باندې غواړي تورونه پورې کړي او د ملامتولو (پړې) اچولو هڅه یې کوي او خپل ځان سپین باز ګڼي . خو که موږ لږ ترلږه یو څه مسؤولیت پرغاړه واخلو ، نو موږ به په بشپړه تو ګه د شخړې له منفي اړخ نه مثبت لوري ته بدلون ورکړو . خو پوښتنه داده چې د شخړې په مینځ کې دا بدلون ( نوښت) څنګه امکان پیدا کولی شي ؟
    ځواب یې دادئ چې که له پخوانۍ یادې شوې نسخې څخه کار واخیستل شي نو ښې پایلې به ترې تر لاسه شي .
    د بېلګې په تو ګه :
    لږ څه له خپل موقعیت( ځای ) څخه لیرې شۍ .
    ژوره سا واخلۍ .
    د مقابل لوري خبرو اورېدو ته ځان چمتو کړۍ ـ ښې رغنده او له عاطفې او حکمت څخه ډکې پر معنا جملې له ځانه سره په ذهن کې تکرار  او بېرته را وګرځۍ .
     
    ۵ ـــ د ستونزې د حل له پاره له دواړو خواوو څخه حل لارې وغواړۍ :
     
    د شخړو حل ، ابتکار او نوښت ته اړتیا لري . د هرې شخړې له پاره په لسهاوو حل لارې شتون لري خو ددې حل لارو کونجي ( کلۍ) د دواړو خواوو له هڅاند تمایل او رغبت سره تړاو لري . دا په دې معنا چې تمایل او رغبت باید وهڅول شي ، او له دواړو خواوو څخه حل لارې وغواړي . کله چې حل لارې یې سره را ټولې کړې ، نو بیادې ددواړو خواوو حل لارې سره مقایْسه کړي . د توافق او نږدې کېدو ټکي دې ترې را ټول ـ اولومړی دې له هغو ټکو پیل وکړي چې دواړه خواوې پرې رضأیت ولري .
     
    ۶ـــ  تایْید ( تصدیق )، بخښل او مننه کول :
     
    یو له بل سره روغبړ، غاړه غړۍ کېدل او د مینه ناکو اصطلاحاتو او جملو کارول د شخړو په حل کې ډېره مرسته کوي . بخښل او معافي په دواړو خواوو کې له تر خو یادونو ، مړاوی او غمجن حالت څخه خلاصون مومي اوپه دواړو خواوو کې د سولې احساس را مینځته کېږي . که موږ زیار وباسو چې یو د بل له احساساتو ځان خبر کړو ، نو موږ ته به خپله د شخړو حل لاره ځان را وښیي .