د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هلمند د جګړې لومړۍ کرښه

سردار محمد همدرد 26.10.2015 12:13

هلمند هغه ولايت دی چې تر نورو ولايتونو جګړې ډېر ځپلی دی، خلک يې بې کوره او ټوک ټوک سوي دي او له دواړو غاړو له ګواښ سره مخ دي.
په تېرو ديارلس کلونو کې دغه ولايت طالبانو د خپل جنګ ډګر وګرځوو او نږدې هره ولسوالۍ، هر کلي او کور د جګړې شاهد پاتې سوی دی.
د سيمې د خلکو او د افغان امنيتي سرتېرو په قربانيو د دغه ولايت ډېری سيمې له جګړې او وسله والو پاکې سوې او حکومتولي پکې رامنځته سوه، خو دا ښکاره خبره ده چې هر څه د ولس په قربانۍ ترسره سول.
په ستراتېژيک لحاظ هم هلمند يو مهم ولايت دی، د ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ايران سره اوږده سرحدي پوله لري.
دې ولايت د هېواد ټولو وګړيو ته خپله غېږه خلاصه کړې ده، نږدې د هر ولايت خلک دلته پيدا کيږي پر خپلو دندو، سوداګريو او نورو کارونو بوخت دي.
خو دې مهم ولايت ته ځينې ګواښونه هم متوجه دي، بېلابېلو وختونو کې له سترو زيانونو سره مخ سوی دی، څومره چې مهم دی همدومره ستونزې يې هم ګاللي دي او لا به يې هم پر ځان تېرې کړي.
د هلمند د بربادۍ او دلته د جګړې د غځېدو لوی لاملونه لومړی دلته په ډېره لوړه او قوي کچه مافيايي کړۍ شتون لري، دوی نه غواړي دغه ولايت کې جګړه پای ته ورسېږي، ځکه د دوی ګټو ته بيا زيان رسيږي او يا پکې هم خپلو موخو ته نه سي رسېدلی.
دويم قدم کې هلمند په پراخه توګه د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کرنه، کاروبار او قاچاق دی، چې په دغه برخه کې هم لوی او قوي خلک او ډلې شتون لري، په لوړه کچه د قاچاق او کوکنارو د کښت ملاتړ کېږي، ځکه دلته يو شمېر وسله والې ډلې له همدغه کوکنارو او د نشه يي توکو له قاچاق خپل مالي ملاتړ ترلاسه کوي او يوازې هلمند نه بلکې ګاونډيو ولايتونو کې هم جګړه پرې کوي.
د دې سره سره د هلمند باغران، دېشو او ځينې نورې ولسوالۍ کلونه کلونه د دولت تر حاکميت ليرې پاتې سوې، مالومه خبره ده چې په يوه سيمه کې دولت نه وي هلته خلک هم له دولت سره اړيکې نه پالي، دغه ولسوالۍ د طالبانو د پټنځايونو او رزنځايونو لپاره ښه مرکزونه دي، چې له همدغه ځايه وسله وال د نور هلمند لپاره جګړې ته چمتو کيږي او مخ پر وړاندې ځي.
له کلونو کلونو د شمالي هلمند نا امني، دغه سيمه کې جګړه او په تېر يو کال کې د نوزاد او را وروسته بيا د موسی کلا سقوط د طالبانو روحيه او مرال نور هم قوي کړ او دا دی د هلمند لس کيلومترۍ ته راورسېدل.
په ټوله کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي، ناسم مديريت، په پراخه کچه په ملکي او امنيتي برخه کې اداري فساد، له مرکز څخه فرمايشي مقررۍ او ځينې نور هغه لاملونه دي چې د هلمند جګړه يې توده ساتلې ده او دا ولايت يې په هره برخه کې له ګواښونو سره مخ کړی دی.
اوسنۍ جګړه چې د ښار په څلورمه امنيتي حوزه کې شروع ده، يوې اونۍ ته وغځېده، له سيمې بېلابېل د جګړې راپورونه ورکول کېدل، دولت او طالبانو دواړو يو بل ته د شا تمبولو ادعاوې کولې چې تېره ورځ د سيمې د حالاتو د مالومولو په موخه زه خپله، د هلمند ولايتي شورا له مشر حاجي محمد کريم اتل، د دغه شورا د امنيتي کمېټې مشر بشير احمد شاکر، چې ځينې نور ملګري او خبريالان هم راسره و، د جګړې لومړۍ کرښې ته ولاړو.
هلته له رسېدو سره سم د مرميو باران پيل سو، هغه سيمه کې جګړه وه، ويره خپره وه، د سيمې په ليدو بل ډول سوم، د خلکو رسېدلي فصلونه بربادېدل، ځينې بختور خلک د جګړې له سيمې له وړاندې ګاونډيو ولسواليو او نورو سيمو ته کډه سوي وو. خو يو شمېر خلک لا هم بند پاتې و. د تودې جګړې او په چاپيريال کې د ماينونو له ويرې هيچا جرأت نه سو کولی چې له کوره راووځي، سخت خپه سوم، د هلمند د دولتي چارواکو خبرې دروغ وې چې دوی ادعا کوي چې طالبان مو په شا تلو ته اړ کړي دي.
زه د ټولو امنيتي سرتېرو مېړانه ستايم او د دوی د قربانيو قدردانۍ کووم، خو ستونزه ټوله په رهبرۍ کې ده، امنيتي سرتېري چې په وچو شونډو او په پوره مېړنه د جګړې له لومړۍ کرښې جنګېدل، ويل يې تر اوسه قوماندان پوښتنه پرې نه ده کړې، خو فقط په رسنيو کې وايي چې موږ پرمختګ کړی دی.
د جګړې لومړۍ کرښه چې ما خپله وليده، امنيتي سرتيري فقط په دفاعي حالت کې و، هيڅ پرمختګ نه ليدل کيږي، که په اوسني وخت کې سرتيري لږه بېغوري هم وکړي نو نږدې ده چې طالبان لښکرګاه ته نور هم نږدې سي.
زه تر ټولو ولسي خلکو ته وارخطا او اندېښمن يم، له يوې خوا زما د سيمې ټوک ټوک او در په دره خلک چې د ټول کال خواري او زحمت يې همدغه کښتونه او کروندې دي، خو د هلمند په ډېری سيمو کې هر وخت چې کښتونه حاصل ته ورسيږي نو جګړه پيل سي، له يوې خوا د خلکو خوارۍ برباد سي او بل پلو د سيمې خلک له ګڼو نورو ګواښونو سره مخ سي.
اوس هم له سيمې لسګونه کورنۍ بې ځايه سوي دي، که جګړه نوره هم وغځيږي نو ښايي ولسي خلک ډېر زيانمن سي.
د دې لپاره چې د هلمند روانه جګړه مهار سي بايد له مرکزه ورته بېړنۍ پاملرنه وسي، په خبرو هيڅ نه کيږي، هسې نه هلمند او د هلمند د خلکو سرنوشت هم د کندز په څېر سي.
دلته بايد په ډېر شمېر امنيتي سرتيري راواستول سي، تر څنګ يې بايد ښه رهبري رامنځته سي، د رهبرۍ سره سره د ټولو امنيتي ځواکونو ترمنځ همږغي ډېره مهمه ده چې دهمغږۍ نه شتون ستونزه هلمند کې له ډېر پخوا ليدل کيږي.
که ولسمشر او نور لوړپوړي چارواکي د هلمند د روانې جګړې په اړه داسې چوپه خوله او لاس تر زنې کښنې نو ښايي هلمند په نږدې راتلونکي له نورو ګڼو ګواښونو سره مخ سي.