د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چرسیانوشورا

محمد انور ولید 12.10.2015 15:34

وایي پخوا چېرې د یوې غرنۍ سیمې په یوه کلي کې یوازې یو پوخ چرسي ؤ . دې چرسي د خپلې پَرِې او بانډ زیاتولو له پاره دکلي له نورو زلموټو اوځوانانو سره راشه درشه او روغبړ پیل کړ . هر سهار او مازیګر به یې دکلي په هسکو ټيټوکندوکې په یوازې سر یوه دوهه وهله او له خولې به یې داسې شنې لوخړې را وتلې چې له لیرې به هغه خلکو لیدلې او د چرسو بوی به یې له هغې لارې دټولو تېرېدونکولارویانوترسپنګو پورې رسېده . خلکو به د بنګوددې لعنتي بوټي د بوی له امله خپلې سپنګې وتړلې ، خو د بې روزګاره کلیوالو زلموټو اوځلمیانو به هسې هم سات نه تېرېده ، ډله ډله به دکلي خواوشا ګرځېدل را ګرځېدل اوخپل بې مزده بنډارونه به یې سره کول .
خو اوس چې کلي ته چرسي ملنګ نوی راغلی ؤ ـ  نو د کلي د ځوانانوخوشالي هم یو په دوه شوې وه . ځکه هغه په نشه کې د خپلې خیالي خورجینې څخه تل دداسې یادونو پر سخاوت خپله خوله ورته پرانستله چې په هغې کې به د ده د خیالي موعودو پر دسترخوان باندې تل خلکوته د حاتم طایي له غرونو څخه غوښې ـ او له سیندونو څخه به یې  ښورواوې ورته جوړولې . باغ عدن خو به دده د خیالونو په خپل حرم سرای کې ؤ .
بس د هوا او هوس پرمسته نیلۍ سپاره بې علمه او بې تعلیمه ځوانان او زلموټي به دکلي د پاخه چرسي بې مسؤولیته خمارو ویناوو پسې ور واخیستل ، هغوی به هم پر له پسې د چلم پر ( ني ) باندې خوله ور سره کېښووله . ټولو به په وار سره په خپلمنځي دایره کې چلم سره تاواوه او هر چا به په خپل وار یوه داسې دوړه ترې و ایستله چې ډېری به یې څوڅو ځلې په کې بې اودسه هم شول اود خپل مسلک  سره سم به یې دا سې بیتونه ور سره زمزمه کول : (( یارمې راغۍ ،  وار مې راغۍ ،  الله هو  +  همدلته به یې وهو . یا د چلم نی دئ ، یا د مور تی دئ + دم ددانې ، چې کور ته تلې ، تا څه وڅه وې +  دم ته شکر ، منکر ته تَوَر ، بزور خدا ، یا شیر علي حیدر + )) او داسې نور .
لنډه دا چې دغه حرفوي چرسي د کلي لوی او واړه ټول د ځان په څېر چرسیان کړل . یوه ورځ به یې په خپلو کې بنډار سره جوړکړ ، چرس به یې په ګډه سره وڅکول ، ځانونه به یې ښه نشه کړل ، بیا به یې په خپلوکې یو بل ته په شکېدلي کټ کې پښې سره ټمبه کړې ، یو او بل به یې له کټ څخه سره وغورځول . په کټ کې پاتې چرسي به بل غورځول شوي چرسي ته ور نارې کړې چې را ځه یومې غورځولی ، ته راشه د هغه پرځای زما له څنګه کښېنه .
بله ورځ به یې په بل بنډارکې ځانونه ښه نشه کړل اویوبل ته به یې ویل : را ځۍ چې غزنی جوړکړو . له خپلو کورونو څخه به یې کشرۍ را وایستلې ، په هره کشرۍ کې به یې بېل بېل نخود ، لوبیا ، مشنګ ، نسک ، باغلي ، وربشې ، غنم ، جوار او نورې دانې اچولې وې ، یوې او بلې خواته به د خپلوکشریو سره ناست وو ، بیا به یو تن په کوڅه ورګډ شو او ویل به یې چې : (( چی ننی )) هغه کشرۍ والا به ور ته ویل چې (( نی  ننی )) . بس همدا به ددوی غزنی ؤ تر هغو چې نشه به یې له سره والوتله غزنی به هم ور سره ړنګ شو .
خو یوه ورخ دغو چرسیانو داسې تاریخي بنډار سره جوړ کړی ؤ چې په خپل مینځ کې یې تر نشې کولو وروسته پرېکړه سره وکړه چې دا دکوزکلي خلک زموږ غنم اوجوار په خپلو ژرندوکې اوړه کولوته نه پرېږدي ، نو را ځۍ موږ او تاسې هم د غره پر سر یوه داسې نامتو ژرنده ورته جوړه کړو چې په ټوله سیمه کې ساری ونه لري ، خو شرط په کې دادئ چې هېڅـوک به زموږ له مینځ څخه دا حال حتی خپلوکورنیو ته هم نه وایي . کله چې موږ دا ژرنده جوړه کړه ، نو بیا به دکوزکلي خلک بالکل نه ور ته پرېږدو .
ټولو په ګډه پاس د لوړغره پرڅوکه پټې خاورې خیشتولې ، د ژرندې خونه او ځای به یې جوړاوه . کوټه یې جوړه کړه . سهار به چې وختي غره ته وختل ، ماښام به له غره څخه ستړي ستومانه را ښکته شول . یوه شپه له مشر چرسي څخه خپلې ماندینې وپوښتل چې تاسې دا هره ورځ له سهاره تر ماښام پورې ددغه غره پرسر پرڅه باندې لګیا یاست ؟ مشر چرسي خپلې ماندینې ته په ځواب کې وویل چې چاته به نه وایي . ماندینې یې ور سره ژمنه وکړه چې زمااو ستا تر مینځ خو ډېر د بنګو کنډولي مات شوي ، تر اوسه پورې خو هېڅوک پرې خبر نه شول ، نو دا خبره به څنګه چاته وایم !
مشر چرسي چې ښه ډاډه شو نو بیا یې خپلې ماندینې ته ټکي په ټکي د ژرندې جوړولو کیسه تېره کړه . د چرسي ماندینه د چرسیانو دې پرېکړې او دغه ډول عمل ته هکه پکه پاتې شوه . چرسي ورته وویل چې ولې چوپه خوله شوې ؟ ماندینې یې ورته وویل چې ژرنده خو پر اوبو باندې ګرځي ، دا آوبه به له کومه کوۍ چې د ژرندې څرخ په حرکت راولي ؟
د چرسي ددې خبرې له اورېدو سره سم نشه والوته او په بیړه د خپلو ملګرو پرخوا روان شو هغوی چې د مشر چرسي روحیاتي څېره ولیدله سمدلاسه یوه چرسي ترې وپوښتل چې خیر خو به وي ، ولې دې رنګ الوتی ؟ مشر چرسي یې په ځواب کې وویل چې موږ او تاسې خو په ډېر تکلیف او خوارۍ سره دا ژرنده د کوز کلي د ژرندې په مقابل کې جوړه کړه تر څو هغه سقوط وکړي ، موږ به هم خپلې غلې دانې ور باندې اوړه کوو او نور خلک به هم دلته راځي او په مزد به یې غلې دانې ورته اوړه کوو . نو اوس چې اوبه نه شته نو د ژرندې ماشین به پر څه باندې تاوېږي ؟
همدلته د ټولو چرسیانو سد سر ته ورغلل او له هغه عبس کار څخه یې د تل له پاره لاس واخیست .
خو په موږ کې د هغه چرسیانوفکر هم نه شته . ځکه هغوی خو د خپل څو اوونیو بې ګټې کار څخه تېر شول . ولې موږ له تېرو ( ۳۷ ) کالو را په ایسته د خپلو دوښمنانو ژرندې ګرځولې دي .موږ دخپلوددوښمنانو ژرندګړي یو . د خپلو دوښمنانو په ژرندو مو خپلې اوبه ور زیاتې کړې دي . خپله خاوره ، خپل نظام ، خپل قانون ، خپل دین ، خپل ناموس ، خپله خپلواکي ، خپله شتمني ، خپل عزت النفس او خپل ځان مو د نورو په ګټه ورته په کې اوړه اوړه کړ . ګټې نورو وکړې ـ او په کې خراب او تراب افغانستان ، افغان نظام او افغانان شول .
نور خلک د خپل ځان او جهان پر جوړولو باندې لګیا دي ، خو موږ د خپل ځان او جهان په ړنګولو باندې لګیا یو . هره ورځ د چرسیانو په څېر د خپل نظام پرخلاف پټې او ښکاره غونډې جوړوو . تخت او بخت دواړه غواړو ، خو هغه ورځې زموږ له یاده ووتلې چې ددوو طالبانو مخې ته موږ پیسې ، بوټونه ، تلتکې او شړۍ په لاریوکې ور ځغلولې . خوکله چې کابل ته را پسې را ورسېدل ، موږ شمالي ګاونډیو هېوادو ته ترې و تښتېدلو .
آزادي یو خدایي نعمت دئ ، او پر نعمت باندې کبر کول د خپل زوال او غلامۍ پېلامه ده . ځکه د کبرکاسې هر وخت نسکورې دي .
اې افغانانو ! او په خاصه توګه اې افغان مشرانو ! که غواړۍ چې خپلواک او سر لوړي و اوسۍ نو خپلمنځي اختلافات ، ځان غوښتنې ، ګوندي او خپلولي تارونه او د چرسیانو غونډې سره پرېږدۍ چې خپلو ځانو ته مانۍ په کې جوړوۍ او د نورو په قصه کې هم نه یاست . د خپل لاس ړنګې همدا نن آبادې کړۍ ، تر څو په ؤلس او نړۍ کې مو خپل بایللی باور بېرته پرې تر لاسه کړۍ . د نن فرصت له لاسه مه ورکوۍ ، همدا اوس ځانونه د خپل ملت خادمان جوړکړۍ ، ځکه سبا مالومه نه ده چې څه پېښې کېږي . په مکافاتوکې د لومړیتوب حق د ؤلس لوېدیو ته ورکړۍ او په کړاوونوګاللو کې د لومړیتوب حق خپل ځان او خپلو اولادونو ته ورکړۍ . که مو داسې ونه کړل ـ نو د همدغوکونډو او یتیمانو او ښکې او د ریښتینو شهیدانووینې به سره یو ځای شي ، سېلاوونه به جوړ کړي او ستاسې مادي او معنوي ټولې شتمنۍ به له بېخه در څخه یوسي . ظلم مه کوۍ . له ظلم څخه لاس په سر شۍ . د ظالم ملاتړي مه اوسۍ ، ځکه د ظالم پر سر بل ظالم هم را پیدا کېږي او ظالم به د ظالم په لاس له مینځه ځي . هو ! د خدایتعالی نظام پرهمدې ډول چلېږي چې ظالم پرظالم باندې له مینځه وړي او د ظلم حکومتونه پرظلم سره چپه کېږي . لکه چې په قرآنکریم کې فرمایي : (( وسیعلم الذین ظلموا ایّ منقلبون ینقلبون )) نو ښه خبره داده چې سر له اوسه که نران یاست ـ یا ښځې ټول د خپل ځان ، خپل آخرت ، خپل هېواد او خپلو هېوادوالو د ښې راتلونکې له پاره په ګډه کار وکړۍ ، خپل هېواد ، خپلو هېوادوالو او خپل نظام ته دامونه مه اېږدۍ . له خدایه وډارشۍ . الله دې له موږ سره هدایت درته وکړي . نور بس دي .