د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د كوچني او لوى اختر سرچينه پاك قرآن دى

احسان الله مومند 20.09.2015 10:20

اصلاً په اسلام کې اخترونه دوه دي:  یو کوچنی او بل لوی.
هغه مهال چې په مدينه منوره كې حضرت محمد(ص) د اسلام حكومت(عدل او عدالت) پلى كړ؛ نو خلكو ته يې دا ډاډ وركړ چې د قرآن د نزول پيل كوچنى اختر او د نزول پاى لوى اختر دى.
د اختر واقعي روحيه له بېوزلو او خوارانو سره په بشپړ سخاوت کې نغښتې؛‌ څومره، چې صدقه ډېره وي ښېګڼه او ټولنيز عدالت ور سره ځواكمن كيږي.
كه د افغانستان دوديزو اخترونو او جشنونو ته ځيرشو؛ نو په ټوليزه توګه درې ډوله اخترونه او جشنونه تر سترګو كېږي:

 لومړى هغه اخترونه دي چې مذهبي بنسټ او بڼه لري. لکه: لوی اختر، کوچنى اختر، د برات شپه او نور.
 دوه يم هغه چې ملي او هېوادنى بنسټ او بڼه لري. لکه: د خپلواکۍ جشن، د نوي كال (نوروزجشن) او نور.
درېيم هغه اخترونه او جشنونه دي چې کورنۍ او قومونه يې د خوشاليو پر بنسټ جوړوي. لکه د واده جشن، د ماشوم د زېږېدلو جشن، د ماشوم د سُنتۍ او  سركلۍ جشن.

اسلامي اخترونه له نورو هغو اخترونو سره توپېر لري چې د نورو مذاهبو او ادیانو په پيروانو كې  دود شوي دي. اسلامي اخترونه د روحاني او دنياوي فرایضو له ادا کولو سره تړاو لري.
نو دا به ډېره ښه وي چې دا اووه اړين او ښكلي ټكي په پام كې ونيسو چې شيخ احمد كيوټي په خپله يوه ليكنه كې چې د اختر په ورځو كې د ځينو کارونو په كولو سپارښتنه شوې؛ (سنت يا واجب دي) رڼا واچوو.
((1. د اختر لمانځه ته له كوره تر عيدګاه او بيا د خطبې تر پیله تکبير((اَلله ُ اَکبَر، اَللهُ اَکبَر، لَاۤ اِلهَ اِلَا اللهُ  وَ الله ُ اَکبَر، اَللهُ اَکبَر وَ لِلهِ الحَمدُ. ط)) ويل په ټولو، نارينه او ښينځه،‌ بوډا او ځوان سنت دي.‌
2. د صدقة الفطر(سرسايې) ورکول، چې بايد د اختر د لمانځه له ادا کېدو مخکې بېوسو ته وركړ شي چې بې وزلان او فقيران له اختره خوند واخلي.
3. تر ټولو غوره،‌ پاکې او نوې جامې بايد واغوستل شي. يعنې  هغه چې په کې دروند ښکاري.
4. عيدګاه ته وختي تګ ډېر ثواب لري.
5. هر چاته د ښه او خوشاله اختر د هيلې څرګندونه؛ اختر مبارکي په لاس يا غېږ چې د وروګلوۍ رښتينې ننداره ده.
د اختر مبارکۍ غوره دعا دا ده: تقبل الله منا و منکم (الله دې زموږ او ستاسو ټولو عبادتونه قبول کړي).
6. د خپلو خپلوانو،‌ کليوالو او ګاونډیانو کورو ته ورتګ هم د اختر يو غوره سنت دي.
 يو بل ته تحفې ورکول وروري ټينګوي. پیغمبر(ص) ويلي: د مينې د ډېرېدو په خاطر يو بل ته تحفې ورکړئ.
7 . د استغفار او مغفرت غوښتنه؛  الله ته بايد لاسونه لپه کړو چې روژې،‌ لمونځونه او صدقې مو قبولې کړي؛ ټول اسلامي امت له پرمختګ برخمن كړې، ظالمان تباه او برباد كړې چې د جګړو بل شوى اور مړ شي)).

د اختر په لومړۍ ورځ ډېر خلك خپلو جوماتونو ته له چايو سره هغه څه وړي، چې وس يې لري؛ په تېر وختونو كې به خلكو هغه څه له چايو سره وړل چې په خپله به يې په خپلو كورونو كې پخول؛ خو اوس زياتره خلك له بازار څخه خوراكي توكي لكه ملايي، مربا، ګبين او داسې نور پېري او له چايو سره يې جوماتونو ته راوړي او په ګډه يې ټول كليوال خوري. له دې وروسته په ګډه ډلې ډلې خلك په ډېره مينه او لېوالتيا زياتره په موټرو كې او ځينې پلي د لازم شوي لمانځه تعيين شوي ځاى (عيد ګاه) ته ځانونه رسوي.
د اخترونو په لمونځونو كې د خطبې اورېدل واجب دي، خو متاسفانه چې زياتره كسان مخكې له خطبې اورېدو د لمانځه له ځاى څخه وځي او همدا شان دعا كول ټولو مسلمانو مړو ته، خپل ځان او ټول عالم اسلام ته  ډېر ضرور دي؛ ځكه چې په دې ورځ د انسان دعا قبېلدونكې ده.
دا هغه ورځ ده چې خداى پاك خپل بنده ته د خپل كار بدله وركوي. له لمانځه وروسته ټول خلك، چې په دې ځاى كې سره يو ځاى شوي وي ؛ يو له بل سره اختر مباركي وايي. ان پرته له دې چې څوك ، څوك دى يا يې پېژني او كه نه غېږ وركوي او په ډېره مينه د اختر مباركي ورته وايي. چې دا په اصل كې د مسلمانانو د يووالي مانا لري. له دې وروسته خپلو كورنو ته راگرځي او هر څوك د خپلې كورنۍ له ټولو غړيو سره د اختر مباركي وايي ؛ خو تر دې وروسته كوشش كوي چې لومړى د نژدې خپلوانو او ناروغانو پوښتنه وكړي او همدا شان له هغو خلكو سره د غمشريكۍ اظهار وكړي، چې مړى وركره شوى وي او بيا ځينې د نورو دوستانو او عزيزانو كورنو ته ورځي څو د هغو له حال او احوال څخه د اختر د مباركي په څنګ كې ځان خبر كړي.

له دې وروسته اكثراه ځوانان پر عبثياتو سر شي چې يادول يې ضرور نه بولم؛ ځكه چې د داسې كارونو يادول د ګټې په ځاى زيان لري.

كه ياد شوي موضوعات د پاملرنې وړ ومنل شي؛ نو انشاءالله چې له بدو كارونو به په امان شو او د اختر نيكې ورځې به د بل اختر تر رارسيدو په بشپړ اجر او ثواب تېرې شي.