د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله ولې نه راځي؟

احسان الله مومند 06.02.2016 13:28

سوله مینه، خوشالي، نیکمرغي، پرمختگ، امنيت او همداراز نورې گڼې ښیگڼې راولي؛ خو جگړه، کینه، ناامنۍ، تورتم، کرکه، ویره او نورې بدمرغۍ زېږوي او نه جبيره کیدونکې پایلې لري.
جگړه په خپل ځای پرېږدو، مونږ په سوله، چې هغه د الله جل جلاله، د الله د رسول محمد صلي الله علیه وسلم او د الله(ج) د مخلوق خوښه ده؛ خبرې کوو.
د سولې په اړه الله جل جلاله فرمايلي دي: إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ
ژباړه: په تحقیق سره مسلمانان سره وروڼه دي؛ نو د وروڼو په منځ کې سوله وکړئ.(سورة الحجرات/ ۹ ایات.)
همدا شان نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
آیا زه تاسې خبر کړم په هغه څه، چې له روژې په درجو او مقام کې لوړ او له لمانځه او صدقې او خیرات هم غټ دی! اصحابو کرامو وویل هو! یا رسول الله مونږ په هغه څه خبر کړه، چې په هغه څه چې له روژې، لمانځه او صدیقې هم زیات ثواب لري.
رسول الله وویل: هغه د مسلمانانو په منځ کې سوله ده.
دا، چې الله پاک سوله خوښوي، د الله رسول محمد صلي الله علیه وسلم سوله خوښوي او همدا شان ډېرو هېوادوالو مو هم دا نیمه يېړۍ د سولې په ارمان له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې او اوس هم ډېري وگړي د سولې غوښتونکي او ارمانجن دي؛ نو بیا ولې زمونږ په گران هېواد کې سوله نه راځي؟
آیا په دې اړه رښتیني گامونه اوچت شوي او که نه؟ ځواب هرومرو نه، دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلی و، چې سوله لومړی د امریکا بیا د پاکستان په واک کې ده. که امریکا وغواړي سوله د پاکستان له لاري افغانستان ته راتلی شي که نه سوله نشته.
که اوسنیو شرایطو ته په کتو فکر وکړو؛ د پخواني ولسمشر خبره صدق کوي، ځکه هر وخت، چې د افغانستان د سولې شورا د سولې خبرې لږ څه چټکې کړې دي؛ نو بیا د پاکستان له لوري شوم پلان ورته جوړ شوی، چې مونږ او تاسې یې شاهدان یو او د سولې بهیر یې بېرته په شا تمبولی او یا یې صفري نقطې ته رسولی.
زه فکر کړم افغانان هېواد پاله خلک نه دي. د هېواد پالنې او ملت پالنې احساس یې کمزوری دی د نورو ملکونو د وګړو په شان د هېواد پالنې او ملت پالنې قوي او غښتلې روحیه نه لري.
هو! له خپلو ياددښتونو يو يادښت درسره شريکوم چې په دې کې د هېواد پالنې حس له ورایه معلومېږي، له مونږ سره په چاپخونه کې څو تنه پاکستاني کار کوي، یوه ورځ یوه افغان، چې د دوه یم کال زدکړیال (محصل) و، زموږ د چاپخونې یوه بې سواده پاکستاني کارکوونکي ته وویل:
شیخه! ښه ږيره دې جوړه ده او ښې تسبیح هم اچوې او زه دې گورم ټوله ورځ ذکر کوې؛ خو د جهاد سره څنګه یې؟ زما په نظر په پاکستان او افغانستان دواړو کې جهاد فرض دی.
- هغه بې سواده پاکستاني ورته وویل:
- نه یاره ! په پاکستان کې جهاد نشته او دا زما او ستا له فکره لوړه خبره ده.
- افغان زدکړیال ورته ولې وويل.
- پاکستاني وویل:
- لومړی باید سړی ځان اصلاح کړي، بیا خپل کور او بیا خپله نژدې سیمه او وروسته بیا حکومت سره جهاد کول ځانته فتوا، سلسله، قاضي او مفتي غواړي؛ هر بې سواده باید فتوا ورنه کړي او هر څوک باید مفتي نه وي.
افغان زدکړیال حیران شو او نور یې هېڅ ونه ویل.
مطلب دا دی، تر هغې، چې علم ته مخه نه کړو او له وطن سره مينه ونه لرو او همدا شان د هېواد پالنې روحیه مو په رګونو کې غښتلې نه کړو؛ نه به سوله راشي او نه به دا هېواد جوړ شي.
مونږ باید په خپل هېواد کې د سولې راوستو ته له پاکستان، امریکا او یا بل چا گیله ونه کړو.
که امریکا او پاکستان سوله غوښتی؛ نو بیا به دې تش په نامه د سولې شورا، خلک دا دومره وخت د سولې په نوم نه تیر ایستل.
حالات ورځ تر بلې ترینگلي کېږي؛ په مخکنیو کلونو کې به د ژمي له را رسیدو سره سم جگړه کمه او حالات به نسبتاً ښه شول؛ خو سږ کال جگړه اوړی او ژمی نه لري.
د ژمي په رارسېدو جگړه نوره هم توده شوه؛ وژنې، کرکې، جنگ او وحشت نور هم ورځ تر بلې زیاتېږي.
ښه بېلگه یې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال حاجي قدیر د وسله والو کسانو او داعشیانو تر منځ د انسانانو د سرونو پرېکول او هغه نندارې ته پر پاخه سړک اېښودل دي.
 که دغو ښکېلو لوريو علم او پوهه لرلی او پر خلکو يې زړه سوزېده؛ نو کیدای شول، چې دا ډول وحشیانه کړنې یې نه وای کړې. په دې کړنو سره یې افغانان یو ځل بیا نړیوالو ته بې رحمه او بې زړه سوي ور وپېژندل؛ ځکه په دې کار کې د ولسي جرگې د لومړي مرستيال وسلوال هم شامل وو، چې په اصل کې دا کار د خلکو له استازي سره نه ښایي او په دې نړيوال ښه پوهېږي چې د ولسي جرګې د استازو دندې کومې دي؟
د سږ کال د جگړو یو عامل کیدای شي دا وي، چې امریکایي چارواکو له پاکستان کلنۍ ۳۰۰ میليون دالري مرستې سږ کال ۳۳۶ ميلیون ډالرو ته لوړې کړې او پاکستانيو چارواکو ته وویل شول؛ دا د دې له پاره، چې امریکا د پاکستان له پوځي اډو گټه واخلي او پاکستانی پوځ خپل روان عملیات د قبایلو په سیمو کې نور هم پياوړي کړي، چې له کبله یې د دې سیمو ډېري وسلوال، طالب ځواکونه افغانستان سیمو ته وکوچېدل او جگړه په افغانستان کې ورځ تر بلې توده شوه.
په اصل کې که چارواکي د سولې د شورا په دې ناکامو تګ لارو او غړو له سره کتنه ونه کړي دا لړۍ به همداسې روانه وي؛ نه به سوله څوک وویني او نه به د خلکو دا ارمان پوره شي او د چارواکو روانه سستي او ناخبري به د تاریخ په زرینو کرښو کې ولیکل شي او تاريخ به دې خلکو ته د تمبلو او غلامو انسانانو لقبونه ورکړي او راتلونکي نسل ته به هېڅ ځواب نه لري.
بیا هم یادونه کوم؛ که چارواکي غواړي، چې د الله پاک او د دې ځوریدلي ملت له ملامتيا ځان وژغوري باید سولې شورا ته  داسې کسان وټاکي، چې هغه په رښتینې معنا د سولې غوښتونکي او ارمانجن وي؛ نه هغه کسان، چې هغه له جګړه مارو ډلو او ټپلو سره تړلي وي او یا په سوله سوداګري کوي.
بل خوا باید قومي جرگې جوړې او لویه جرگه راوغواړي چې د سولې له پاره د دولت تګلاره تصویب او له مخالفینو سره د خبرو سرې کرښې وباسي له دې هڅو سره- سره باید د سولې د ارځښت په اړه پراخه تبلیغات وشي او خلک له سولې او د ورورولۍ په مزایاوو وپوهوي. بیا به نو سوله، سوله شي او پايلي به يې هم غوره او ښې وي.
په همدې هیله