د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوانان پاملرنه غواړي!

احسان الله مومند 16.03.2015 11:11

په پلازمېنه کابل کې د ځوانانو ژوند د اندېښنې وړ دی چې ستر لاملونه یې د والدینو او دولتي چارواکو نه پاملرنه ده.
دا چې ځوانان د یوې ټولنې شتمني او د هېواد او کورنیو راتلونکي وارثین دي؛ نو په کار ده چې تر ټولو وړاندې د ښوونې او روزنې هر اړخیزه زمینه ورته برابر شي.
والدین تر ټولو وړاندې مسوول دي چې د خپل اولاد روزنې او پالنې ته ډېره پاملرنه وکړي. یعنې خپل اولاد ته دې، د داسې زدکړې او ښوونې زمینه برابره کړي چې په وس او توان کې یې وي؛ ځکه دا مصرف او لګښت په صدقه جاریه کې حسابېږي.
مور و پلار یا د یوې کورنۍ مسوولین باید هره ورځ د خپل اولاد او کورنۍ د چارو د مهالوېش له پاره هره ورځ یوه کورنۍ ناسته ولري که څه یوه دقیقه وي.
په دې ناسته کې باید هر یو د خپلې تېرې ورځې کار او ستونزه یاده کړي او د راروانې ورځې د پروګرام یا مهالوېش پلي کولو ته ملا وتړي؛ ځکه ځوانانو ته باید دا روحیه ورکړشي. د انګریزانو په نومونه Time is Gold (وخت طلا دی) خو زما په اند چې وخت تر دې هم زیات ارزښت لري ځکه وخت بېرته نه راګرځي او طلا یا سره بیا تر لاسه کولای شې یعنې که وخت لاړ یا تېر شي بیا نه راګرځي یا د وخت ضایع کول د سره زرو له لاسه ورکول دي.
د دې ناستې بل ښه والی دا دی چې یو د بل له حاله خبر او د پېښې د پېښېدو پر مهال همغه ځای ته په وخت ځان او هم بل څوک ځان ور ورسوي.
دویمه ستونزه د دولتي چارواکو لخوا ځوانانو ته د نه پاملرنې ستونزه ده. لکه هغه ځوانانو ته چې په تعلیم بوخت دي د امن او نظم درسي فضا برابره کړي یا ځوانو نجونو ته د زده کړې داسې فضا رامنځ ته کړي چې هغوی له هر ډول آزار او اذیت څخه په امن وي او په مجموع کې ځوانانو ته داسې فعالې او مجهزې کتابخونې جوړي کړي چې ځوانان ترې هر وخت او په هر ځای ګټه ترې واخیستلای شي.
د زده کړو د شخصي موسسو له مسوولینو سره خبرې وشي چې په فیسونو کې لږوالی او د زده کړې نوي میتدونه او تدریسي توکي له اړتیا او عصر سره سم برابر کړي.
دولتي اراکین باید هغو ځوانانو ته چې بې سواده یا نیمه سواد لري هم د حرفوي زده کړو موسسې لکه موټر جوړونې، نجارۍ او نورو زده کړو زمینه برابره کړي او همدا شان اراکین باید بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینې برابرې او ځوانان له بدو کړنو وژغوري او همدا شان د عامه پوهاوي له لارې یا د رسنیو له لارې دوی ته عامه پوهاوي داسې روحیه ورکړ شي چې هېڅ نشه (د نشه یی توکو کارونه) د بیکارۍ او یا کوم درد مخنیوی نه شي کېدای او همدا شان هڅه وشي چې په ملي روحیه د هېواد په ودانولو کې له خپلو نورو هېوادوالو سره ګډ کار ته مټې راونغاړي.
په پایله کې ځوانان باید د دولت په چوکاټ کې یو ځانګړی وزارت او یو ځانګړی مشاوریت ورکړل شي چې خپلو ستونزو ته پخپله د حل لارې ومومي او هېواد له محتاجه پاتې کیدو وژغوري.