د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان، طالبان او د پښتنو سيمو قبايلايزيشن

احسان الله مومند 01.09.2010 17:33

پاکستان د افغانستان تباهي، کمزوري کول او په پاى کې يې تجزيه کول او د يوې هغې برخې په ځان پورې تړل غواړي، چې اوسېدونکي يې پښتانه دي.

پاکستان ځکه دغه کار ته مټې نغاړلي، که چېرې دا کار ونه کړي، نو د نړۍ په نوي جيوپوليټيک وېش کې په پام کې دى، چې بايد پاکستان تجزيه شي.

د نړيوال ثبات نوي دوکتورينو پاکستان په سيمه کې يو ماجراجو او اختلاف زيږونکى هيواد بللى دى. پاکستان، چې اصلي واکمن يې پنجابيان دي، چې يوشمېر پښتانه، بلوچ او کشميريان يې يرغمل نيولي او په خورا ناوړه ډول يې اداره کوي. نوموړي قومونه په ګاونډيو هيوادونو کې مشروع حکومتونه لري او لېوالتيا لري، چې له هغوى سره يوځاى شي. د پاکستان له غلامۍ او استبداد څخه د دغو قومونو د تېښتېدلو لېوالتيا ده، چې پنجابيان يې د خپلې ناروا واکمنۍ پر وړاندې ګواښ ګڼي او په خپله ټوله وسه د دغه کار مخنيوى کوي.

پاکستان له همدې امله په خپل ټول زور سره د افغانستان او هندوستان مخالفت کوي او د دغه مخالفت په لړ کې ده، چې د خپلې مذهبي-استخباراتي مافيا پر مټ د افغانستان او هندوستان د دولتونو پر ضد وسله وال مخالفان او تروريستان جوړوي او شاوخوا هيوادونو ته ترهګري صادروي.

سره له دې، چې د سيمې نور هيوادونه پخپلو کې سره نېکې اړيکې لري او يو له بل سره د سيمې په امنيت، ثبات او په پرمختګ کې مرسته کوي، خو يوازې پاکستان دى، چې د ټولې سيمې ثبات، امنيت او پرمختګ يې له ګواښ سره مخ کړى او خپلو شيطانتونو ته دوام ورکوي.

د پاکستان له همدغو سبوتاژوونکو سياستونو څخه ده، چې د هند د سمندر لار يې د سيمې هيوادونو پر مخ تړلې او د سوداګرۍ د نړيوالو قوانينو پر خلاف اجازه نه ورکوي، چې دغه هيوادونه د سوداګرۍ له پاره د پاکستان له لارو او بندرونو څخه ګټه واخلي.

پاکستان له شپېتو کلونو راهيسې د افغانستان، هندوستان او د سيمې د نورو هيوادونو پر وړاندې په پرله پسې توګه خپله له دښمنۍ ډکه پاليسي مخته وړي او په هيڅ بيه تيار نه دى، چې په خپلې ستراتيژۍ کې بدلون راولي.

له همدې امله ده، چې نړيوال پاکستان د سيمې د ثبات، امنيت او پرمختګ پر وړاندې لوى خنډ ګڼي او په دې فکر دي تر هغې، چې پاکستان تجزيه نه شي او پښتنو، بلوچو او کشميريانو ته يې د ازادۍ حق ورنه کړل شي، نو دغه هيواد د نورو هيوادونو پر ضد له دسيسو او دښمنيو لاس نه اخلي.

پاکستان له دغه نړيوال ګواښ څخه د تېښتې په هدف، په پام کې لري، چې خپل دوه ستر سيالان يانې افغانستان او هندوستان له منځه يوسي، خو دا، چې د هندوستان له منځه وړل يې په وس پوره نه دي، نو د يوه عايق په توګه له هندي مسلمانانو او کشميريانو څخه د هند پر وړاندې کار اخلي او که په افغانستان کې د پاکستان د ناراميو او جګړو پروژو او په دې جګړه کې کارېدونکو تکتيکونو ته وګورو، نو ليدل کيږي، چې د افغانستان د تجزيې او له منځه وړلو په اړه بيا پاکستان ډېر ډاډه دى او د جګړې د يوشمېر مافيايي ډلو پر مټ يې د افغانانو او په ځانګړې توګه د پښتنو د غلامولو او اېلولو پروژه يې ترلاس لاندې نيولې ده.

پاکستان د پښتنو او نورو قومونو د اېلولو او غلامولو 63 کلنه تجربه لري، چې قبايلايزيشن بلل کيږي او دا څه په سلګونه استعماري ځانګړتياوې لري.

پاکستان خپله د قبايلايزيشن ستراتيژي له څو لسيزو راهيسې په پښتونستان او بلوچستان کې پلې کوي، چې دغه دوه قومونه پرې، له امنيت، سياست، پرمختګ، اقتصاد او ملت کېدلو څخه لرې او اېل ساتي.

د همدغې ستراتيژۍ له کبله ده، چې په پاکستان کې د قومونو د ژوندانه ترمنځ زيات واټن رامنځته شوى، چې پښتانه او بلوچ په کې د تاريخ د ډبرې د پېر ژوند لري او پنجابيان او سنديان يې بيا لکه اروپايان او امريکايان عصري او پرمختللى اقتصاد او ژوند لري.

قبايلايزيشن په اصل کې همدغه د قومونو محرومول او محکومول دي، چې د ناامنۍ او بې ثباتۍ پر مټ د دوديزو او مذهبي افراط او تاوتريخوالي تر سياستونو او اجنډا لاندې مخته وړل کيږي.

حکومت، امن، سياست، ملت جوړېدنه او اقتصاد ټول سره تړلي او يو د بل علل او معلول ګڼل کيږي، چې دا ټول له قبايلو څخه اخستل شوي او ترور شوي دي.

پاکستانيانو بلوچ او پښتانه قبايل ظاهراً په خودمختارۍ خوشاله کړي او د دغو سيمو اداره يې يو شمېر فاسدو قومي مشرانو، ديني عالمانو، د مدرسو مشرانو، د نشه يي توکو او د وسلو کاروباريانو او قاچاقبرو او ياغيانو ته سپارلې، چې ټول يې په پټه د پاکستان له استخباراتو څخه معاشونه او امتيازونه ترلاسه کوي او د مېشتو ولسونو پر سر يې توره سوداګري پيل کړې ده.
د پاکستان استخبارات له دغو جاسوسانو څخه د خلکو د اېلولو او د سيمې د امنيت او اقتصاد د ترورولو او همداراز په افغانستان او کشمير کې د دولت پر ضد ترورونو، ناامنيو او جګړو کې کار اخلي.

د پاکستان پوځ په داسې حال کې، چې د قبايلو له لرو غرنيو سيمو څخه کولى شي، يو څوک لاس او پښې تړلى له ځانونو سره بوځي او يا هر څه، چې وغواړي هلته يې ترسره کړي، خو کله چې ځاى بيا د حاکميت د تمثيل، د ناامنيو د له منځه وړلو او د ملکي خدمتونو د وړاندې کولو راشي، نو بيا لکه شتر مرغ خپله خبره بدلوي او وايي، چې دغه سيمې خودمختاره دي، بايد پخپله نوموړې اسانتياوې ځانونو ته برابرې کړي او حکومت حق نه لري، چې د دوى په چارو کې مداخله وکړي او په دې توجه حکومت له مسووليت منلو څخه تېښته کوي، په داسې حال کې، چې په سيمه کې خپل حاکميت په لنډغرو، ترهګرو، ياغيانو، فاسدو مشرانو او نورو سره تمثيلوي. يا په بله وينا پاکستان د خودمختارۍ او قبايلايزايشن تر اجنډا لاندې، په لوى لاس پر دغو سيمو د مشروع حاکميت پرځاى نامشروع حاکميت تمثيلوي او په دې توګه د دغو سيمو د ثبات او پرمختګ مخه نيسي.
قبايلايزايشن له مذهبي-استخباراتي مافيا څخه جوړه يوه تروريستي اداره ده، چې په سيمه کې د بيارغونې، ښوونې، ملت جوړونې، د ثبات، امنيت او پرمختګ ټول اساسات له منځه وړي او نه پرېږدي، چې په دغو خلکو کې د پرمختګ او ملت جوړېدنې پړاونه بشپړ شي او په دې توګه د دغو خلکو د خپلواکۍ او ازادۍ مخه نيسي.

لکه څنګه، چې پاکستان د افغانستان د پښتني سيمو خپلولو او اېلولو ته سترګې ګنډلي دي، نو د دغو ولسونو د قبايلايزايشن لپاره يې ځانګړى بندوبسـت کړى او په دغو سيمو کې يې تروريستي کړۍ او د خپل د نامشروع حاکميت د تمثيل اداري مافيا يې رامنځته کړې ده.

پاکستان دلته د قبايلايزيشن پروسه په طالبانو سره مخته وړي او اوس پاکستان دومره سپين سترګى شوى، چې نور له طالباني مافيا سره د خپلو اړيکو د پټ ساتلو اړتيا هم نه ويني.

د نيويارک ټايمز د رپوټ له مخې د پاکستان ځينو جګپوړو استخباراتي چارواکو ورته ويلي، چې طالبان د دوى کسان تړلي چرګان دي او دوى طالبان نه پرېږدي، چې له افغان دولت، ناټو او هند سره روغه وکړي او دوى تېرکال د طالبانو مرستيال مشر ملاعبدالغني برادر او 23 نور طالب مشران ځکه ونيول، چې له افغان دولت سره يې له دوى پټې خبرې روانې کړې وې او روغې ته سره نږدې شوي وو او په دغه کار سره دوى په افغانستان کې د روغې او سولې مخه ونيوله.

دغو چارواکو چې خپل نومونه يې پټ ساتلي ويلي: «ملابرادر مو د دې لپاره ونیوه، چې موږ د طالبانو ساتنه کوو، دوی له موږ سره تړلي دي، موږ دوی نه پرېږدو، چې له کرزي یا هندوستان سره روغه وکړي.»

موږ باور لرو، چې لاهم ټول طالبان د پاکستان په يرغمل کې نه دي، خو دا سمه ده، چې پر ډېرى مشرانو او د جګړې د لومړيو کرښو پر قوماندانانو بشپړ حاکميت لري او هغه کسان، چې عام طالبان دي دا پر ځان نه ګڼي، چې د پاکستان په لومه کې دې کېوتي وي، نو له همدې امله ده لاهم په هيواد کې روغې جوړې او د پاکستان له دسيسو څخه د هيواد ژغورلو ته تمه شته او فکر نه کيږي، چې عام طالبان به په هيواد کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د دوامداره کېدلو د احتمالي وېرې له کبله، په لوى لاس ځان او هيواد د پاکستان د غلامۍ خولې ته ورکړي. په داسې حال کې، چې ناټو او امريکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو او د دولت له مخالفانو سره د خبرو کولو چمتووالى ښودلى، نو همدا نن وخت دى، چې له فرصت څخه استفاده وکړو او د هيواد د ژغورلو لپاره فکر وکړو او لاسونه سره ورکړو، داسې عمل ونه کړو، چې په لوى لاس ځانونه د نورو د دسيسو ښکار کړو او سبا د پاکستان د قبايلايزايشن په استعماري سياست کې داسې بند پاتې شو، چې له چا څخه ان د خپلې خپلواکۍ د خيرات غوښتنه هم ونه کړاى شو.