د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پښتولیکدود کې د لیکوالو ښکاره تېروتنې

احسان الله مومند 04.03.2015 22:34

په اصل کې زه ځان دومره نه بولم؛ ځکه دا د ژبپوهانو او لویو لیکوالانو کار دی چې په دې اړه یو څه ولیکي؛ خو بیا هم د یوه لومړنی زدکړیال په توګه هڅه کوم چې په دې اړه د یو څه لیکلو زیار وګڼم.
ځینې ښاغلي لیکوال د ځنې او ځینې کلیمو ترمنځ توپیرنه کوي؛ په داسې حال کې، چې دا دوه بېلابېلې کلمې او بېلابېلې معناوې لري.
دا، چې ځنې د څخه معنا لري دا باید ځینې ونه لیکل شي؛ ځکه ځینې د بعضې او نورو په معنا دی.
لکه :
احمد ځنې(څخه) مې کتاب واخیست.
ځینې په دې اند دي چې د افغانستان راتلونکی اوس رواښانه دی(یعنی بعضې کسان په دې اند دي، چې...).
همداشان ځینې لیکوالانو په خپلو لیکنو کې د فواصلو یا فاصلو مراعت نه کوي چې دا په اصل کې د لوستو پر مهال لوستنه ستونزمنوي؛ په ځانګړي توګه هغو کسانو ته، چې پښتو یې مورنۍ ژبه نه وي.
د فاصلو د نه مراعت بېلګه:
درنګه عکسونو چاپځای، چې که دا معنا کړو؛ د دمه لرونکیو عکسونو چاپځای او یا هم د اوږده انځورنو چاپځای معنا لري. اصلي معنا یې داسې ده، چې د رنګه یا څلور رنګونو عکس چاپځای.
باید د (د) ارتباطي توری، چې دلته له کلمې سره راغلی بېل او رنګه کلمه بېله ولیکل شي. همداسې نورې ډېرې کلمې دي، چې که بېل- بېل ونه لیکل شي دا ډول ستونزې او تېروتنې منځته راوړلای شي. همدا شان ځینې لیکوال د ځمکې کلمه په(ز) لیکي، چې دا په اصل کې باید(ځ)ولیکل شي؛ په دې اړه ما یوه ورځ له استاد رفیع څخه وپوښتل هغه راته وویل، چې: د ځمکې کلمه په سانسکریت کې د جماکا په نامه راغلې ده؛ (په پښتو ژبه کې د (ج) توری په د (ځ) په توري بدلولای شو، نه (ز) نو، ځکه په همدې اساس باید په (ځ)ولیکل شي نه په (ز) او یا دې ته ورته ځینې لیکوال د (ی)توری، چې په پښتو کې د کارولو پېنځه بڼې لري: (ی،ي،ې،ئ او ۍ).

- لومړی بې ټکو(ی) چې دا نرمه او په اصطلاح سپک زور لري او د مفردې(ی) په نامه یادېږي. لکه: لرګی، سړی، منګی، بچی، زګړی، خړکی او داسې نور.
- دوه یم درنده، ثقیله یا دوه ټـکولرونکې (ي) دا ډول (ي) درنده او ثقیله لوستل کېږي او په اصطلاح دروند زور لري. لکه: سړي، لرګي، منګي، بچي، خړکي او داسې نور.
- درېیمه اوږده یا دوه لاندې باندې ټکي لرونکې(ې) چې اوږده لوستل کېږي.
لکه: ادې، شېدې، خاورې، ایرې، شګې، مستې او دا سې نورو نومونو ته کارول کېږي.ِ
- څلورمه همزه لرونکې(ئ) چې په امریه فعلونو کې کاریږي. د استاد آقا محمد ګړندي په وینا؛ وخورئ، وڅښئ، حساب مه منئ. دغه راز ورته جمعه امریه هم ویلی شو. لکه: خورئ، کرئ، وهئ، ګورئ او داسې نور.
- پنځمه ښځینه یا لکۍ لرونکې(ۍ) چې دا بڼه (ۍ) یوازې د ښځینه نومونو له پاره کارېږي او بس؛ خو ځینې لیکوال دا نه مراعتوي، چې په پایله کې تېروتنه رامنځته کېږي. ځینې محترم لیکوال دا بیا په خپل زړه کاروي کله ناکله لکۍ داره(ۍ) چې ښځینه (ی) ده همزه دارې(ئ)زورکۍ والې په ځای د کار وړ ګڼي ، چې دا باید د جمعې مخاطب پر وخت وکارول شي نه د ښځینه(ۍ) په ځای، چې دا په اصل کې ښکاره تېروتنې رامنځته کوي.
د پېنځه ګونه یاګانو پخپل ځای کارول د پښتو ژبې زړه راکښونکي ځانګړنه ده؛ ځکه څنګه، چې ویل کیږي همغسې لیکل کیږي هم. معنا دا، چې که یو څوک په پښتو ژبه خبرې وکړای شي له شک پرته ، چې هغه په پښتو ژبه لیکل هم کولی شي.
زما په اند که محترم لیکوال پورتني ټکي په نظر کې ونیسي د دوی لیکنې به لوستونکي ډېر، خوندورې او روانې ولوستل شي چې له یوې خوا به پرې ژبه غني او د ژبو مینه والو ته به په زده کړې کې آسانتاوې را منځ ته کړي چې زما په اند پایله به یې ژبې ته یو ښه خدمت وي.
په فرهنګي مینه او درناوي