د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بريتانيا یواځې سيريانې کډوالو ته پناه ورکوي

یاسر الهاشمی 07.09.2015 12:27

اټکل دی چې د بریتانیې لومړی وزیر ډیویډ کامرون د اروپايې ټولنې په ناسته کې چې راتلونکی اونۍ دايريږي، بریتانیا ته د هغو سيريانې کډوالو په اړه خپل نوی دريځ اعلان کړي چې دغه هېواد ته داخل شوي او د کډوالۍ لپاره یې غوښتنې کړي دي.
د بریتانیې پر محافظه کار ګوند د کډوالو د منلو غوښتنې او فشارونه وروسته له هغې ډېر شول چې د ترکیې په ساحلي اوبو کې، یو درې کلن سيرياني ماشوم مړ وموندل شو او د سمندر څپو یې مړی د سمندرغاړې را وویست. د دغه ماشوم انځورونه د نړۍ په مختلفو رسنيو کې خپاره شول او ټوله نړۍ يې غمجنه کړه.
د بی بی سي نړيوالې رسنۍ له قوله، د بريتانې لومړی وزیر به د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو مشرانو سره، دغه هيواد ته د نورو کډوالو د راتګ پر پلان وغږېږي.
د یادې شوې سرچینې په حواله، ډیویډ کامرون د کډوالو د ستونزو په اړه د پرتګال او هسپانيې له لومړيو وزیرانو سره خبرې کړي او د اټکل له مخې په دغه اړه به د اروپايي ټولنې په غونډه کې هم خبرې وکړي.
کامرون د تېرې پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵/۰۹/۰۳) وویل چې د سيرياني ماشوم انځور ''ډېر خواشینی'' کړی دی. خو، دا په دې معنې نه ده چې د اروپايې هيوادونو لخوا د نورو کسانو منل دغه ستونزه حل کوي. موږ د کډوالو د منلو تر څنګ بايد د انساني قاچاقبرانو په وړاندې جدي مبارزه وکړو او همدارنګه د سمندر پورې غاړې په جنګ کې ښکيلو هيوادونو سره مرسته وکړو.
داسې ښکاري چې د کامرون په دریځ کې د عامو خلکو او سیاستوالو له غوښتنو او فشارونو وروسته يو څه بدلون راغلی او يا هم نرم شوی دی.
پر محافظه کارانو باندې په وارد شويو فشارونو کې، د سکاټلنډ د لومړۍ وزیرې، نیکولا سټورجین پیغام هم شامل دی چې له کامرون نه یې په بریتانیا کې د نورو کډوالو د منلو غوښتنه کړې وه.
د بریتانیې د کارګر ګوند، د کورنیو چارو مخکیني وزیر ډیوید بلانکټ هم ویلي چې بریتانیا باید په راتلونکو شپږو میاشتو کې (۲۵) زره کډوال ومني. خو، د محافظه کارانو په مشرۍ د بريتانيې حکومت دغه غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی.
له (۲۰۱۴) ز کال راهیسې، بریتانیا کې د کمزورو وګړو د بیا میشتولو د پروګرام په لړ کې (۲‍۶) سيرياني کډوال منل شوی دی. همدارنګه په وروستیو څلورو کلونو کې بریتانیا نژدې (۵۰۰۰) زرو سيرياني کډوالو ته پناه ورکړې ده.
بریتانیا کې پناه غوښتونکي:
 د( ۲۰۱۵) تر جون مياشتې پورې د پناه غوښتنې ټول ټال (۲۵۷۷۱) درخواستونه وړاندې شوی.
 (۴۱) سلنه یې (چې ۱۱۶۰۰ کېږي) منل شوي
 په منلو شویو کسانو کې (۱۴) سلنه پناه غوښتونکي د اریتریا اوسيدونکي دي
 نهه سلنه پاکستانیان دي
 ۸،۵ سلنه د سوریې اوسيډونکي دي
 پاتې نور يې د افغانستان او عراق اوسيدونکي دي