د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انګلستان ته د رسيدو په هيله

یاسر الهاشمی 16.11.2015 11:08

له بده مرغه د ډيويډ کامرون د کډوالۍ د کړنلارې بد اثرات د کالايس په ځنګل کې محسوسيږي.
دغه ريپورټ د د نتالي بينيټ (Natalie Bennett) لخوا برابره شوی او په دغه ریپوټ کې د کالايس په ځنګل کې د کډوالو ژوند انځور شوی.
د کالايس په ځنګل کې د ژوندانه شرایط په کافي اندازه نامساعد دی، يو شمير کډوال د ډيرو نازکو خيمو لاندې د ژمې شپې تيروي. دا په داسې حال کې ده چې سلګونه نور کډوال د ځمکې پر مخ ژوند کوي. د کډوالو تشنابونه غير منظم دي او کله چې باد وشي ټول کثافات د باد په واسطه تيتيږي.
په سيمه کې داسې کسان هم تر سترګو کيږي چې د متضرو او بيچاره کډوالو سره په رضاکار ډول مرسته کوي تر څو د ژوندانه ښه شرايط ورته برابر کړي. د تیرې جمعې په ورځ، په سيمه کې د انګلستان او فرانسې له مسوولو کسانو سره له کتنې وروسته مې کډوالو سره خبرې اترې وکړې.
يو تن افغان کډوال راته وویل (( بريتانويان ښه خلک دي او موږ سره مرسته کوي)).
خو، ما هغه ته و نه شوه ویلی چې پرته له انګلستان څخه نور اروپايي هيوادونه ديته اماده شوي چې اروپا ته د راغلو کډوالو سره مرسته وکړي او د انګلستان حکومت په دې اړه ډير بې تفاوته دی.
په ځنګل کې داسې ماشومانو سره مخ شوم چې پرته له ويرې څخه يې نور څه په سترګو کې نه ليدل کيده، داسې ښځې مې ولیدې چې د ځورونې، درد او خفګان له زغملو څخه پرته بله چاره ورسره نه وه. د دې ترڅنګ داسې سړي هم تر سترګو کيدې چې په کورنۍ يې په انګلستان کې دي او غواړي خپلو کورنيو ته ورسيږي.
رضاکارانو راته وویلي چې دوی د اميدواره ښځو په اړه ډير تشويش کوي چې پدې سړه هوا، ناسم غذا او چټل محيط کې د دوی ماشومان ضايع نشي. دغه ښځې هم د نا اميدۍ ژوند تيروي، دوی په زرګونه ډالر مصرفې کړې تر څو انګلستان ته ورسيږي خو، له بده مرغه چې په ځنګل راګير شوي او نشي کولای چې له دې ځنګل څخه پورې وځي. دوی بايد په همدې ځنګله کې خپل ماشوم تولد کړي.
داسې کډوال مې وليدل چې لاسونه او سرونه يې په بنداژ تړلی وې، زما په آند دوی د پولیسو سره په نښته کې ټپيان شوي. د فرانسې پوليسو کالايس ته د راتلو او تلو لارې په لويو تيږو بندې کړي تر څو د کډوالو د تګ راتګ مانع شي.
په ځنګل کې ميشت کډوال په ډير ناپاک، ويرونکي او نامناسب محيط کې ژوند کوي او د ټولو کډوالو يوه هيله ده چې انګلستان ته ولاړ شي چې دا کار تر ډيره بریده ناممکن دی.
ځينې له دغه کډوالو څخه بايد پرته له قيد او شرط څخه اوس په انګلستان کې وای، دا ځکه چې دوی په انګلستان کې ښځې او ماشومان لري.
ځينې نور بيا پدې هيله په ځنګل کې شپې او ورځې تيروي چې په انګلستان کې نوی ژوند پيل کړي، دوی اوس لږ لږ په انګلیسي ژبه خبرې کولای شي او که چيرې انګلستان ته لاړ شي کولای شي تعليم او تحصيل وکړي.
په ننی عصر کې د خوراک او څښاک تر څنګ موبايل د کډوالو لپاره ډير ضروري دی، د ځنګل په هره برخه کې ساکټې ليګيدلي او کډوالې پرې خپل موبايلونه چارجوي. د دغه موبايلونو په ذريعه د ځنګل خبرونه ډير ژر نړيوالو ته رسيږي.
د انګلستان حکومت بايد د فرانسې له حکومت سره په ګډه د کډوالو لپاره يو مناسب ځای جوړ کړي او د کډوالو د پناه غوښتنې د درخواستونو د رسيده ګۍ په برخه کې اقدام و کړي.
اوسمهال کابو (۶۰۰۰) کډوال د کالایس په ځنګل کې دیره دی، د انګلستان حکومت دومره امکانات لري چې له دوی څخه د (۴۰۰۰) تنو سره مرسته وکړي. د دې ترڅنګ دواړه حکومتونه بايد په ګډه سره کار وکړي تر څو نور کډوال ځنګل ته را نشي.
پدې برخه کې انګلستان بايد د نورو اروپايې هيوادونو سره اروپا ته د راغلو کډوالو په برخه کې همکاري وکړي تر څو نور اروپايي هيوادونه د کالايس ځنګل ته د کډوالو د راتللو مخه و نيسي.