د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یاسر الهاشمی

16.11.2015 10:08    |   یاسر الهاشمی انګلستان ته د رسيدو په هيله

د کالايس په ځنګل کې د ژوندانه شرایط په کافي اندازه نامساعد دی، يو شمير کډوال د ډيرو نازکو خيمو لاندې د ژمې شپې تيروي. دا په داسې حال کې ده چې سلګونه نور کډوال د ځمکې پر مخ ژوند کوي. د کډوالو تشنابونه غير منظم دي او کله چې باد وشي ټول کثافات د باد په واسطه تيتيږي.

11.11.2015 10:30    |   یاسر الهاشمی د حکومت د کډوالۍ پر کړنلارو د پانګوالو نيوکه

پر بهرنيو کارګرانو د محدوديتونو وضع کول به د انګلستان اقتصاد د لوی زيان سره مخ کړي. په انګلستان کې د کيمبريج ښار ځينې سرمايه دارانو د انګلستان لومړي وزير ته په يوه ليک کې کښلي چې د حکومت د کډوالۍ کړنلارې به د صنعتي شرکتونو فعاليتونه له ګواښ سره مخ کړي.

09.11.2015 10:11    |   یاسر الهاشمی د انګلستان دولت (۲۹۰۰۰) تنه نايجيريايې کډوال بيرته خپل هيواد ته استوي.

د انګلستان په مرکز لندن کې، د نايجيريا هيواد د اوسيدونکو ټولنه د کډوالو د ايستلو په برخه کې د انګلستان د حکومت پر کړنلارې، چې له مخې به (۲۹۰۰۰) تنه کډوال نايجيريا ته واستول شي، ژوره انديښنه څرګنده کړیده.

22.10.2015 11:52    |   یاسر الهاشمی د کډوالو د ډيپورټ په اړه د اروپايې ټولنې د کورنيو چارو د وزيرانو لايحه

د اروپايې ټولنې د (۲۸) غړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيرانو پدغه برخه کې يوه طرحه ترتیب کړه چې دهغې له مخې ټول هغه کډوال چې په اروپايې هيوادونو کې د پناه غوښتنې درخواست ورکړی وي او د دوی پناه غوښتنه د مربوطه هيواد لخوا رد شوی وی، خپلو هيوادونو ته وليږدوي.

21.10.2015 19:08    |   یاسر الهاشمی د انګلستان پر تحصيلي ويزو بنديزونه لګوي

د انګلستان حکومت غواړي د مهاجرت په برخه کې کلک تدابیر وضع کړي او د دې تر څنګ پر تحصیلي ويزو هم يو لړ بندیزونه وضع کړي

07.10.2015 11:02    |   یاسر الهاشمی ناقانونه مهاجرت د انګلستان لپاره ګواښ دی

د انګلستان د آزادي غوښتونکی ګوند مشر نایجل فراش وايې چې انګلستان د کډوالۍ د کړکيچ تر ژور آغيز لاندی دی او حکومت بايد هڅه وکړي د وخت مطابق کړنلارې ترتيب کړي او انګليسان د کډوالۍ له آغيز څخه خلاص کړي.

06.10.2015 09:46    |   یاسر الهاشمی اقتصادي مهاجرو ته پناه نه ورکول کيږي

د انګلستان لومړی وزير، ډيويډ کامرون د اروپايې ټولنې له غړو هيوادونو څخه غوښتي چې د اقتصادي ملحوظاتو پر اساس اروپا ته راغلي کډوال بيرته خپلو هيوادونو ته وليږدوي، تر څو هغه اشخاص چې په واقعي ډول د پناه غوښتنې وړ وي هغوی ته پناه ورکړل شي.

27.09.2015 10:53    |   یاسر الهاشمی انګلستان کې ناقانونه موټر چلوونکي به زندان ته وليږدول شي

د انګلستان د کډوالۍ د نوی کړنلارې پر اساس، هغه کډوال چې په انګلستان کې پرته له قانوني اسنادو ژوند کوي او موټر چلوي زندان ته ليږدول کيږي او د هغوی موټر هم ضبطيږي.

20.09.2015 20:46    |   یاسر الهاشمی له هنګري څخه تر اتريش پورې

په ژوبله پښه ورو ورو روانه وه. ګاډۍ (لاسي کراچۍ) هم درنه وه. لاسي بکس یې د ګاډۍ کیڼ لاس ته را ځوړند و، او ښي لاس ته یې په یوه کڅوړه کې مڼې وې. ګاډۍ کې یې نور سامان هم را بار کړی و. څه یې چې له وسه پوره وو له ځان سره یې راخیستي و.

13.09.2015 09:46    |   یاسر الهاشمی د کډوالو کړکېچ هواري لپاره د اروپايي ټولنې نوې تګلاره:

ويل کيږي چې اروپايې ټولنه تصميم لري د اروپايي ټولنې پر غړو هېوادونو باید ۱۲۰ زره کډوال او پناه غوښتونکي ووېشي. خو د چک جمهوریت،‌ سلواکیا، پولنډ او رومانیا هيوادونه له دې طرحې سره مخالفت ښودلی دی.

12.09.2015 11:25    |   یاسر الهاشمی اروپا او پناه غوښتونکي

سږ کال اروپا کې د کډوالۍ غوښتنلیکونه خورا زیات شوي دي. د روان کال د جولای تر پایه په ټولیز ډول (۴۳۸) زره کسانو د کډوالۍ غوښتلینکونه سپارلي. تېر ټول کال ټولټال (۵۷۱) زره وه.

07.09.2015 09:27    |   یاسر الهاشمی بريتانيا یواځې سيريانې کډوالو ته پناه ورکوي

داسې ښکاري چې د کامرون په دریځ کې د عامو خلکو او سیاستوالو له غوښتنو او فشارونو وروسته يو څه بدلون راغلی او يا هم نرم شوی دی.

27.08.2015 09:20    |   یاسر الهاشمی بريتانيا ناقانونه کارګران زندان ته ليږدوي

د دغه لایحې پر اساس به هر ناقانونه کارګر تر نيول کيدو وروسته د شپږو میاشتو لپاره زندان ته وليږدول شي او هغه تجاران چې ناقانونه کارګران په کار ګماري د هغوی تجارتي دفترونه به هم و تړل شي.

26.08.2015 09:43    |   یاسر الهاشمی د انساني قاچاقبرانو په وړاندې د بريتانيې او فرانسې ګډه مبارزه

د دواړه هيوادونو د کورنيو چارو وزيران به په کالايس کې د يورو تونل ته څیرمه وګوري او په ګډه سره به يو تړون لاسليک کړي چې د هغې له مخې به دواړه هيوادونو په سيمه کې کلک امنيتي تدابير ونيسې، د ناقانونه کډوالۍ او د قاچاقبرانو د شبکو د له منځه وړلو په برخه کې به ګډه جګړه کوي او د دې تر څنګ په سيمه کې به د زيانمن کډوالو سره مرسته هم وکړي.))

20.08.2015 11:02    |   یاسر الهاشمی په (۲۰۱۵) ز کال کې (۳۴۰) زره ناقانونه کډوال اروپا ته راغلي.

د فرانټکس د راپور له مخې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۴۰ زره کډوال اروپا ته رسیدلي دي، په داسې حال کې چې په تیر کال کې اروپا ته د ټولو راغلو کډوالو شمیر ۲۸۰ زره تنه وو. د دغې ادارې مشر، فبریک لیگیري په یوه بیانیه کې ویلي دي:

18.08.2015 10:05    |   یاسر الهاشمی په کالايس کې د کډوالو په وړاندې نظامي عمليات تر سره کيږي.

د اروپايي ټولنې د سرحدونو د محافظتي سرتيرو يوه قطعه د فرانسې هيواد کالايس سيمې ته راځي تر څو په کالايس کې د ميشتو کډوالو وضعيت و څيړي او هغه کډوال چې هغوی د پناه غوښتنې وړتيا و نه لري بيرته خپلو هيوادونو ته وليږدوي.

16.08.2015 11:30    |   یاسر الهاشمی د کډوالۍ نوي کړنلارې په انګلستان کې د سختو سياستونو ښکارندوی دی.

د کورونو د خاوندانو او ناقانونه کرايه اخيستونکو په برخه کې نوي وضع شوي اصول، چې د هغې پر اساس د کورونو خاوندانو ته اجازه ورکړ شوی تر څو د محکمې د پريکړې څخه پرته ناقانونه کرايه اخيستونکي له کورونو څخه بهر کړي، دا را په ګوته کوي چې د انګلستان د محافظه کار ګوند د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې ډير زيات حساس دی.

11.08.2015 11:11    |   یاسر الهاشمی د کور څښتن بايد غير قانوني کډوال وباسي

د بريتانيا چارواکي وايي د کورونو څښتنان بايد هغه کډوال چې په غیر قانوني ډول بريتانيا کې ژوند کوي له کوره وباسي او دوی نشي کولای هغوی ته کور په کرايه ورکړي

09.08.2015 18:17    |   یاسر الهاشمی بريتانيا ته د تونل له لاري د ۲۰۰ مهاجرو د ورتگ مخه ونيول شو

پدې وروستيو کې د يورو تونل له فرانسې څخه انګلستان ته په غيرقانوني ډول د ورتګ په يوه دروازه بدله شوي، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جولای ۲۸مه) سهار وختي ‎‎کابو (۲۰۰) پناه غوښتونکو په ډليزه توګه هڅه وکړه چي د يورو تونل ساحې ته داخل شي او له دغې لارې بريتانيا ته ځان ورسوي.

08.08.2015 09:53    |   یاسر الهاشمی په سپيانو او کټارو د پناه غوښتونکو د راتګ مخنيوی.

بریتانیا تصمیم لري چې له فرانسې څخه بریتانیا ته د پناه غوښتونکو د بهیر د مخنیوي لپاره نورې کټارې جوړې کړي او د پلټونکو سپیانو او نورو امکاناتو له لارې دې لړې ته د پای ټکی کیږدي.

26.07.2015 11:23    |   یاسر الهاشمی د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د انګلستان نوی امنيتي تدبير

انګلستان غواړي له فرانسې څخه د راتلونکو لويو ګاډو د څارنې لپاره، يوه امنيتي پوسته جوړه کړي.

16.07.2015 09:16    |   یاسر الهاشمی سږ کال، تر لسو زرو زيات افغان کډوال يونان ته راغلي

همداشان له افغانستان او اریتریا څخه راغلي کډوال د دغې شمیرې (۲۱٪) سلنه جوړوي. پر دې سربیره نور کډوال له سومالیا، نایجیریا، عراق او سوډان سره تړاو لري. د (۲۰۱۵)ز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې (۱۰۰۵۳) تنه کډوال د سمندر له لارې يونان ته راغلي.

15.07.2015 09:25    |   یاسر الهاشمی اروپا ته د سمندر له لارې د راغلو کډوالو شميره له (۱۵۰۰۰۰) تنو واوښت:

تير کال په ورته وخت کې (۱۲۰۰۰۰) سيرياني کډوال ايټاليي ته راغلي و، دا چې سږ کال ايټاليا ته د مديترانې د سمندرګي لارې د سيريانې کډوال په راتګ کې کموالی راغلی علت يې دا ده چې سيريانې کډوال د ايټاليې په پرتله يونان ترجيح ورکوي او د يونان له لارې اروپا ته ځي.

14.07.2015 15:38    |   یاسر الهاشمی د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د انګلستان او فرانسې ګډه مبارزه

((په کالايس کې د کډوالو موضوع ته رسيده ګې د دواړه هيوادونو ګډ مسووليت دی او انګلستان بايد د فرانسې سره د کالایس د کډوالو په برخه کې جدې همکاري وکړي.)).

08.07.2015 09:11    |   یاسر الهاشمی له انګلستان څخه د کډوالو د بيرته ليږلو نوی دريځ

که چيرې د کور خاوند پرته له دې چې د کرايه نيونکی او اجاره اخيستونکی اسناد چک کړي هغوی ته کور په کرايه ورکړي، هغه هم پداسې حال کې چې کرايه نيونکی د کرايه نيونی او اجاره اخيستونکي د اجاره اخيستنی حق و نلري په دې صورت کې د کور مالک د کرايې په صورت کې په (۱۰۰۰) پونډه او د اجارې په صورت کې (۸۰) پونډه نغدي جريمې باندې محکوميږي.