د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انګلستان کې ناقانونه موټر چلوونکي به زندان ته وليږدول شي

یاسر الهاشمی 27.09.2015 12:53

د انګلستان د کډوالۍ د نوی کړنلارې پر اساس، هغه کډوال چې په انګلستان کې پرته له قانوني اسنادو ژوند کوي او موټر چلوي زندان ته ليږدول کيږي او د هغوی موټر هم ضبطيږي.
د محافظه کارانو په مشرۍ د انګلستان حکومت د تيری پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵/۰۹/۱۶) د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د يوې نوی لايحې د وضع کولو خبر ورکړ. محافظه کاران غواړي د دغې لايحې په تصويب سره په انګلستان کې د ناقانونه کډوالو لپاره د ژوندانه شرايط ستونزمن کړي.
د انګلستان د کورنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوی خبر پاڼه کې راغلی چې ذکر شوی لایحه به د راتلونکی اکوتبر په ديارلسمه نيټه د محافظه کار ګوند د عمومي غونډې څخه وروسته تصويب شي.
محافظه کاران په دغه لايحه کې داسې مواد ځای پر ځای کړي چې د هغې له مخې به:
- د ناقانونه کارګرانو پر وړاندې نوی سزا ګانې وضع شي
- د کورونو د خاوندانو د واک دايره به پراخه شي. دوی ته به صلاحيت ورکړ شي تر څو د کرايه اخيستونکو د کډوالۍ اسناد چک کړي او ناقانونه کډوال له کورونو وشړي.
- بانکونه او نورې خدماتي ادارې به مکلف وګرځول شي چې وخت په وخت د مراجعينو حسابونه او حالت چک کړي.
د دغې لايحې پر اساس هر هغه شخص چې پرته له قانوني اسنادو څخه په انګلستان کې ګاډی وچلوي، په شپږو مياشتو بند به محکوم شي او د دې ترڅنګ نقدي جريمه به هم تري واخيستل شي چې د نقدي جريمې ټاکلی اندازه معلومه نه ده.
د انګلستان د کورنيو چارو د وزارت وياند ویلې:
(( هر هغه شخص چې د ناقانونه موټر چلونې په تور انګلستان کې ونيول شي، د جزا تر څنګ به يې ګاډی هم د دولت لخوا ضبط شي. د دې نه علاوه، د کډوالۍ د چارو پوليسي مامورينو ته دا واک ورکړ شوی چې له خصوصي افرادو څخه پلټنې وکړي او که چيرې دوی تشخيص کړي چې يو شخص په غير قانوني ډول په انګلستان کې موټر چلوي، کولای شي چې زندان يې ته وليږدوي.))
بې له ويلو دې پاتې نه وي چې په لايحه کې د هغو اشخاصو پر وړاندې هم درندې جزاګانې وضع شوی چې ناقانونه کډوال په دنده ګماري، همدارنګه هغه تجاران او صنعتي کارخانې چې د انګلستان د کار له بازار څخه بهر کارګران استخداموي، پرهغوی باندې لویې ماليې په نظر کې نيول شوي.
د انګلستان د کډوالۍ د چارو وزير، جیمز بروکنشاير هم د دې لايحې په اړه څرګندونې کړي:
(( خبره واضحه ده، هغه اشخاص چې په انګلستان کې، په غير قانوني ډول اوسيږي، هغوی بايد له هغه سهولتونو او امکاناتو څخه برخمن نشي کوم چې د انګليسي کورنيو او يا هم د هغو اشخاصو لپاره دي چې په قانوني ډول او له مشروع لارې انګلستان ته راغلي.
که هغه کار کول، د کورونو په کرايه اخيستل، بانکي حساب جوړول وي او يا هم د ګاډي چلول وي. د کډوالۍ دغه نوی لایحه له موږ سره مرسته کوي تر څو د هغو اشخاصو پر وړاندې له سخت چلند څخه کار واخلو، کوم چې زموږ پر قانون ملنډې وهي.))