د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له هنګري څخه تر اتريش پورې

یاسر الهاشمی 20.09.2015 22:46

اروپا ته د راتلونکو ناقانونه کډوالو بهیر اوس پر یوه ناورین بدل شوی دی، د يوې سيريانې کورنې د سفر جريان د هنګري څخه تر اتريش پورې.
تر څو ورځو وړاندې د جرمني په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو د کډوالو په وړاندې خپلې دروازې پرانیستې و او هرکلی یې ورته وويلي، دا پداسې حال کې چې يو شمير نورو اروپایي هېوادونو بیا له دې تګلارې سره مخالفت وکړ او چمتو نه وو چې د کډوالو دې بار ته اوږه ورکړي.
خو، اوس حالت يو ځلې بيا بدل شوی. د کډوالو ستر ملاتړ کوونکی هيواد، جرمنی هم له خپلې پريکړې څخه خوښ نه بريښي او د کډوالو په وړاندې يو لړ محدوديتونه وضع کړ.
کډوال، سلګونه یا آن زرګونه کیلومتره پیاده مزل کوي، له ځنګلونو او سمندرونو اوړي تر څو اروپا ته ورسيږي. ځیني یې پر لار وژل شوي او مخکې له دي چې خپل مقصد ته ورسيږي د اجل داعي ته لبيک وايې.
د بي بي سي خبریال متیو پرایس د هنګري او اتریش پولې ته نږدې د ځينو کډوالو سره مرکې کړي او د راپور يې ترتيب کړی او دا راپور د کډوالو رښتينې کيسې انځوروي.
په ژوبله پښه ورو ورو روانه وه. ګاډۍ (لاسي کراچۍ) هم درنه وه. لاسي بکس یې د ګاډۍ کیڼ لاس ته را ځوړند و، او ښي لاس ته یې په یوه کڅوړه کې مڼې وې. ګاډۍ کې یې نور سامان هم را بار کړی و. څه یې چې له وسه پوره وو له ځان سره یې راخیستي و.
د دې ټول سامان پر سر یې درې کلن ماشوم په درانه خوب ویده و. نور اولادونه يې تر څنګ پیاده روان وو چې د شپږو او اوو کلونو و.
دوی له تېرو لسو ساعتونو پر دغه لویه لار د پښو مزل کړی و. ماشومانو د دمې یا ستومانۍ خبره نه کوله. خو نور یې د مزل انرژي نه درلوده. دوی د بوداپېست د اورګاډو له تمځایه یې دېرش کیلومتره پياده مزل کړی و. اوس د هنګري له یوې کلیوالې سیمې ته رسيدلي.
د کوچني هلک پښې په لړزېدو شوې. خپل لاس یې پر ګاډۍ کېښود چې را پرېنوځي. سر یې ښکته کړ او په ژړا شو. خو، مور یې ودرېده او هڅه یې وکړه چې غلی یې کړي تر څو مزل ته یې ادامه ورکړې. څو شیبې وروسته مور يې هم ستومانه شو، لاسونه یې پر زنګنو کېښودل، نور را پرېتوله او ځای پر ځای په ژړا شوه.
نور کډوال هم پیاده روان وو. ځیني ستومانه وو او د یوې لنډې دمې لپاره کښېناستل ځینو یې د سړک تر غاړې اوسپنیزو کټارو ته تکیه وکړه او ځينې نور د ځمکې پر مخ څملاستل.
ټولټال به زر کسان وو، یا تر دې هم ډېر او ټول د اتریش د پولې پر لور روان وو. د کاروان په سر کې نارینه روان وو او شمېر یې تر مېرمنو او کوچنیانو ډېر و. د نارينه و مزل ډېر چټک وو او هغه نارینه چې کورنۍ ورسره وې، نه یې شو کولای چې په دوی پسې ځانونه ور ورسوي.
د پولیسو موټر به هم کله نا کله راڅرګند شو او خلکو ته به یې ویل چې سړک منځ ته دې نه راځي، څنډو کې دې مزل وکړي.
له خپلې کوچنۍ لور سره یې مزل ته دوام ورکړ. یو نا اشنا کس یې اوس ګاډۍ ورته روانه کړې وه. یو بل کس یې کوچنی زوی پر اوږو کښېنولی وه.
ماشوم دومره ستومانه و چې د نا اشنا سړي پر اوږو خوب وړی وه، یو ساعت وروسته را ویښه شوه تیاره شوې وه، خپلې مور پسې یې چیغه کړه. خو، مور يې تر هغې ډیره ستومانه وه او د ځمکې پرمخ پروت و.
دا د اتريش او هنګري ګډه پوله ده، دوی هم د کډوالو د يو بلې ټولګۍ سره يو ځای شول او مزل بس شو. ټولو کمپلې را وایستې او پر ځمکه یې هوارې کړې. کوچنی ماشوم هم څملاست، خپل کوچنی خرسک یې ټینګ په غېږه کې نیولی و. تر څنګ یې پر لویه لار موټر لا هم روان وو.
هماغه وروستی ځل و چې ومې لیدل. ګومان کوم چې اوس به په اتریش یا جرمني کې وي. څو ساعته وروسته د هنګري حکومت سل سرویسونه ور ولېږل چې پر لویه لار روان کډوال را سپاره کړي. په شړکنده باران کې پر پوله اتریش ته واوښتل.