د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل غونډه ، روغ مدیریت او د افغانانو هیلې

محمد انور ولید 26.08.2015 12:53

د روانې اوونۍ په وروستیو کې به کابل یوځل بیا د یوې سترې نړیوالې غونډې کوربه وي . دې غونډې ته به خواوشا د (۷۰ ) هېوادونو د بهرنیو ، بیا رغونې ، اقتصاد ، سود ا ګریزو او نورو اړوندو چارو وزیران او دونران راخي . د کابل دغه نړیواله غونډه د لندن د نړیوالې غونډې ادامه ده . په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان امنیتي وضعیت ، بیا رغونې ، او مواصلاتي لارو لکه له واخان څخه تر تور غنډۍ پورې د ورېښمو ، او له تور غنډۍ څخه تر بولدک او چاه بهار پورې ، او له حیرتانو او شېر خان بندر څخه ترتورخم او غلام خان پورې لارو رغولواو د غازو پر نل لیکه باندې هم خبرې وشي .
دا چې د افغانستان ګاونډیانو هر یوه آن د افغانستان تر پولو پورې خپلې های وې ، رېل ګاډي پټلۍ او موټر وې ټولې رغولې دي او افغانستان تر ننه پورې د ټولو ګاونډیانو تر مینځ همداسې وران ویجاړ پروت دئ او په دې اړه هېڅ ډول بنسټیزه بیا رغونه د خراب امنیتي وضعیت او اقتصادي پروژو د نه شتون نه له امله نه ده په کې شوې . حتی تر اوسه پورې د افغانستان هغه رېنګ روډونه ( حلقوي ) سړکونه سم په اساسي ډول نه دي تکمیل شوي چې د داؤد خان په ماستر پلان کې په نښه شوي وو .
د هېواد سترحلقوي سړک چې د هېواد له سرحدي ولایاتوڅخه تېرېږي اومرکز او سرحدي ولایتونه او د افغانستان ګاونډیان او نړۍ سره مښلوي . او همداسې د لویو ښارونوحلقوي سړکونه له ماستر پلانونو او اړوندو پروژو سره یوځای د ناسمو مدیریتونو له امله پرافغانستان باندې د پردیوجګړو له امله غیب شوي دي . د کابل او نورو لویو ښارونو ماستر پلانونه ټول د زورواکو او د ځمکو د غاصبینو له هیبته دا مهال د ښاري څانګو په اړوندو ګُدامونو او تحویلخانوکې پراته او پر هغوی باندې د سیمې موږکان خپل ټرېنېنګونه کوي اوله اړوندو حرفوي ښاروالانوڅخه د خپل تخصص ډیګرۍ په کې اخلي .
که څه هم د افغانستان امنیتي وضعیت دا مهال کورني ، سیمه ییز او نړیوال ابعاد لري ، خو ترڅنګ یې دکورني مدیریت خبره زموږ خپله ستونزه ده . په دې مدیریت کې زموږ خپل هېواد وال او نوره نړۍټول زموږ د مدیریت ضعف ته ګوته نیسي ، ځکه چې په ضعیف مدیریت کې اداري فساد حتماً شتون لري چې له امله یې د بیا رغونې او له نورو سره د سالمې سیالۍ انځور هم نه تر سترګو کېږي .
د ملي یووالي حکومت هم تر اوسه پورې د ور پاتې میراثي ستونزو له امله ددغه ستونزو د حل او له مینځه وړو له پاره د هغه نبوغ ترکچې پورې نه دئ رسېدلی چې خپل ملي مکلفیت او دَین په مسؤولانه توګه په تش لاس په کې ادأ کړي .
اوس خو دا دولت په خالي لاس خپل ملت او نړیوالو ته د خپلو ژمنو ترڅنګ یوه ذمه واره مرجع هم ده . نوڅه باید وکړي چې پر مټ یې د تاریخ په دغه حساس پړاوکې هم خپل ملت اوخپل نظام د ورپېښو ستونزو او ور باندې تپل شویو او تحمیل شویو مشروطو مجبوریتونو له دې ډنډ څخه پرې را وباسي ـ او هم د رغنده کورنۍ او بهرنۍ تګلارې اوکاري پلان د تطبیق په اړه د بقأ او تل پاتې باوري اړیکو تضمین خپل ملت او نړیوالو ته ورکړي . ځکه په دغه ډول غونډو کې خپل ملت او نړیواله ټولنه دواړه همدا شی زموږ له دولت څخه غواړي . او دا مهال زموږ د خپل ملت د مجبوریتونو او نړیوالو غوښتنو د سر ټکي همدغه موضوع ګانې دي .
ځکه نړیواله ټولنه خپل مجبوریتونه لري چې د دیپلو ماتیکو او نورو اړیکو او غونډو له لارې خپلې اړتیاوې ور باندې پوره کوي ، خو افغان دولت بیا د خپلوګاونډیانو له لوري دځانګړوګڼو امنیتي ستونزو د روان بهیر ، ژوبل کورني اقتصاد ، د خپل ؤلس د ورځ تربلې بېکاریو ـ بې روزګاریو ـ مرګ ژوبلو ـ بې کوریو ، ملي تشتُت ، لوږو ، تندو او ناسمو په فساد ککړو اداري تشکیلاتو او د غیر صحي خدماتو بېل مجبوریتونه او نیمګړتیاوې لري چې تر اوسه پورې د تېرو واکمنو ددغه ور پاتې میراث په اصلاح کولوکې د خپل وېشلي واک له امله لا هم بري ته نه دي رسېدلي .
تېرو واکمنو خو درحمان بابا د لاندې شعر په څېر داسې نظام او داسې سیاسي بسترځانته جوړکړی ؤ چې د هر څه تعبیر به ترې کېدلی شوای . شعر دادئ :
زه رحــمان و هـسې پــزې ته حـــیران یم
چې هم زین ده هم خورجین ده هم سورڼا
د ملي یووالي اوسنۍ اداره مجبوره ده چې همزمان هم د بل د بام او خپل بام واورې هېواد والو ته ور وپېژني ، تر څو ؤلس په مغالطه او ابهام کې و نه لوېږي ـ او هم د هېواد د پرمختګ له پاره خپل ملي لنډ مهاله ، منځمهاله او اوږد مهاله پلانونه د روغ ملي مُجرب مدیریت په چوکاټ کې په خپلو شته امکاناتو سره ګام په ګام پرمخ یوسي .
خو ددې کارله پاره امکاناتوته اړتیا لري او دغه ډول امکانات د همداسې بین المللي غونډو او رغنده ديپلوماتیکواړیکو او سالم مدیریت  له لارې تر لاسه کولی شي . خو په سرکې اړینه ده چې دولت
په یو معقول دمخه پلان شوي چوکاټ کې خپلې منطقي او مشهودې بِعینه داسې غوښتنې ورته وړاندې کړي چې له نړیوالوګټو سره هم باید څه مشترکات ولري . ترڅو د کنفران د ګډون کوونکو هم باور پرې راشي او په خلاص مټ او ورین تندي له افغان حکومت سره د خپلو حکومتونو په استازیتوب خپلو مرستو ته د خپلو کړو ژمنو په بهیرکې دوام ورکړي .  
کله چې حکومت پردې وتوانېږي . نو بیا افغان نظام هم په خلاص مټ له خپل ملت سره د هېواد او نظام په بیا رغونه کې رغنده مرسته کولی شي . چې په دې کار سره به ملت د خپل حکومت ټول ملي کارونه محسوس کړي او په باوري توګه به یې تر څنګ اوږه پر اوږه د خپل هېواد د امنیت ساتلو او آبادۍ له پاره ودرېږي . ځکه ملت به هم خپل حکومت خپل تن او وجود وګڼي .
په کابل کې جوړېدونکې دغه نړیواله غونډه د همدې موخو له پاره جوړېږي چې په سیمه کې نړیوال له اقتصادي او سیاسي پلوه ، افغان دولت له امنیتي ـ اقتصادي ـ سوداګریز او بیا رغونې له پلوه ، اود افغانستان مظلوم ملت  د سر ـ مال ـ ناموس ـ سر پنا خوندي ساتلو او کار روز ګار پیداکېدو له پار ه ګټه ترې پوره کړي . افغانستان بهر ته د ترانزیت ډاډمنې لارې ومومي . هو! د افغانانو تر ټولو سترې هیلې همدغه دي . چې د پوره کولو ژمنه یې د افغان حکومت ، خو د افغان دولت د تمویل تجهیز او امنیت ذمه واري بیا د نړیوالو پر غاړه ده . ترڅو د افغان دولت ،ګاونډیانو ، د سیمې د هېوادو او نړیوالو سیاسي ، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې تر امنیتي ګواښونو لاندې را نه شي .