د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نامرده ،کم اصله او کینه کښ ګاونډی

محمد انور ولید 23.08.2015 16:38

دا خبره ريښتیا ده چې وایي : اصیل باوفا ـ اوکم اصل تل بې وفا وي .
له نن نه پینځه لسیزې مخکې کله چې هند له پاکستان سره د مقبوضه کشمیر پرسرښکر په ښکر شو ، ددواړو هېوادو مناسبات ډېر سره خراب او دیپلوماتیکې اړيکې یې له یو بل سره پرې شوې . هغه وخت د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه ؤ ، هندي سیال له ظاهرشاه څخه وغوښتل چې له دې خوا به هند شي او له هغې خوا افغانستان ، راځۍ همدا یې وخت دئ ، راغلی فرصت له لاسه مه باسۍ ، بیا به ارمان کوۍ . پر پاکستان باندې به له دواړو خواوو حمله وکړو او په خپلوکې به یې سره ووېشو ، بیا به د پاکستان په نوم د کوم هېواد له خوا موږ او تاسې ته هېڅ لانجې نه جوړېږي .
خو ظاهر شاه بیا هم د خپل هندي سیال ددې غوښتنې په وړاندې په خپل ساړه غبرګون کې د پاکستان ننګه وکړه او د هندې چارواکو خبره یې ونه منله . ذوالفقار علي بوټو له ظاهر شاه څخه دده ددې دریځ مننه وکړه او افغان ټولواک په هغه څه باندې سترګې پټې کړې چې پاکستان د مخه د افغانستان د ځينو سیمو لاندې کولو په نیت خپلې قواوې د ډېورنډ کرښې ته په ( ۱۳۳۳ ) هجري لمریز کال کې د سردار محمد داؤد خان د صدارت پر مهال را وړاندې کړې وې اوسردار محمد داؤد خان د پاکستان ددغه پوځي اقدام په غبرګون کې بیا د افغانستان ټولو قواوو ته آن تر دری دورو احتیاطو ټولولو پورې د پاکستان په وړاندې د جنګ په نیت ډېورنډ کرښې ته د رسېدو امر ورکړی ؤ چې بیا د افغانستان او سیمې د مذهبي مشرانو په وساطت د افغانستان او پاکستان تر مینځ پوځي برخورد ونه شو .
دا ځکه چې د امان الله خان د حکومت په چپه کولوکې له کلکاني حبیب الله خان سره د شمالي وزیرستان له لارې د انګلیس مستقیم لاس ؤ ، خو له فرانسې څخه د نادر خان راتګ لویې پکتیا ته او له هغه ځای څخه د کابل نیول هم کټ مټ د مجاهدینو او طالبانو د واک ته رسېدو او بېرته چپه کولو په څېر د پاکستان په ملاتړ سره تر سره شول ، چې د پاکستان دا نیکي بیا کله هم ظاهر شاه نه شوای هېرولی .
هند له پاکستان سره د کشمیر اوکارګل د سترا تيژیکې پوځي حاکمې نقطې او بنګال ( بنګله دېش ) پر سر دری ځلې د جنرال ایوب ، جنرال یحی او ذوالفقار علي بوټو پر مهال سختې پوځي جکړې کړې دي . د جنرال ایوب د واکمنۍ پر مهال هند قاطع تصمیم درلود چې پاکستان باید نور د نړۍ له نقشې څخه ورک کړي ، خو پاکستان د هندوستان د استخباراتو ستر ریْس ژوندی سره له ټولو جنګې خریطو او پلانونو پاکستان ته په الوتکه کې را اختطاف کړ او د هند ټوله جنګي نقشه یې ورګډه وډه کړه ،که نه نو اوس به د پاکستان نوم هم نه ؤ .
په (۱۳۴۵ ) هجري لمریز کال کې د کشمیرپر سر په جګړه کې پاکستان آن هغه افغانان هم د هندوستان په وړاندې د کفر او اسلام په نوم وجنګول چې هلته د خوارۍ او مزدورۍ له پاره ور غلي وو ، هر جنګي افغان ته یې (۲۰۰۰۰ ) پاکستانۍ روپۍ ورکولې . زما ښه په یاد دي چې زموږ د ؤلسوالۍ سدو کاکا ( سعادت ) اوالف خان کاکا دواړه هلته په همدغو پیسودوې میاشتې په کشمیرکې جنګېدل . دا ځکه چې پاکستان په دوو محاذو کې هېڅکله هم نه دئ جنګېدلی ، هغه وخت دې هېواد له افغانستان سره خپله منافقانه یارانه ټینګه کړه ، ځان یې د خپل خصلت له مخې له هند سره د جګړې له پاره یوې خواته کړ ، له افغانستان څخه یې ځان ډاډه کړ ، او د هند په وړاندې جګړې ته و درېد .
د نواز شریف د صدارت پر مهال هند له پاکستان سره د کارګل پر سیمه معامله وکړه او له هند سر ه یې جنګ ته د پای ټکی کېښود .ځکه هلته هره ګړۍ پر پاکستان باندې د روسانو د یرغل احتمال لیدل کېده .  او له بلې خوا د پاکستان په قاموس دا نه شته چې دوه طرفه جګړه دې وکړي . ځکه هغه مهال پاکستان د دوو خپلمنځي دوستانو ( هند او پخواني شوروي اتحاد ) تر مینځ د یو مجبور هېواد په توګه لکه ښکار شوې هوسۍ داسې پروت ؤ چې له بهرنیو مرستو پرته یې د سیاسي ، نظامي او اقتصادي سیستمونو فعالېدو امکانات ( تنفس ، تغذیه او ثبات ) سره برابرنه وو . ځکه شوري اتحاد د هند سمندرګي ( ګرمو اوبو) ته ځان رساوه او پاکستان یې پرته له افغان مجاهدینو د مقابلې وس نه درلود .
هلته هم پاکستان افغان مجاهدینو ته له چتراله تر بولانه پورې ( ۲۴۵۰ ) کیلو متره ټوله کرښه ددیني او بشري خواخوږۍ په خاطر نه ـ بلکې د دې له پاره پرانستې پرې اېښې وه چېرې نه چې بله ورځ روسان په یوه اوونۍکې د ټانکونو غوبل په کراچۍ کې ور ته جوړکړي ، پاکستاني جنرالان په دې فکر کې وو چې په خپل دې کار سره به خپل ځان ، خپل نظام او خپله خاوره له روسي یرغل څخه پرې وساتي . د پاکستان د بچ دپاتې کېدو له پاره پر افغانستان باندې پد روسانو پوځي یرغل یوطلایي چانس ؤ چې برابر شو . ځکه په میلیونونو افغانان د روسانو د غلط سیاست او بد چلند له امله پاکستان ته مهاجر شول ، چې پاکستان په میلیاردونو ډالرو دا کار نه شوای کولی . پاکستان د افغان مهاجرو له موجود یت څخه ناوړه ګټه پورته کړه .
افغان مهاجر د پاکستان له پاره لنګه غوا شوه . مذهبي ، سیاسي، استخباراتي او نورو رسمي او غیر رسمي کړیو له هرې خوا په کې پړي واچول او د خپل مالي او پوځي تمویل له پاره یې کار ترې واخیست . د ټولې نړۍ پوځي او مالي مرستې د اشغال ، کفر او اسلام په نامه لومړی د پاکستان حکومت ، او ور پسې په لوبه کې نورو ذي دخلوکړیوتر لاسه کولې او بیا یې په سلوکې ( ۹۰٪ ) مرستې په خپلو کې سره وېشلې ، پاتې (۱۰٪ ) نورې یې پر افغان مجاهدینو باندې د مجاهدینو د نفاق او سره پاشلو ، او د افغانستان د بنیادي بربادۍ ، جګړې تودولو او خپل منافقت په خاطر وېشلې .
کله چې روسان په افغانستان کې د افغان مجاهدینو د قربانیو او کلکې ارادې له امله له ماتې سره مخ او مجاهدین بري ته ورسېدل نو پاکستان د افغان مجاهدینو تر مینځ د واک پر سر له ځینو افغانانو سره د توپخانې د کوتل له لارې د انګلیس په مشوره او د روسانو او ایران په توافق په افغانستان کې د پوځي وسلو او مهماتو او ملکي ورانیو او تباهیو په خاطر پټه معامله وکړه چې اساس یې د جوړ جاړي په پلمه عبدالله عزام ، قاضي حسین احمد او سعودي عربستان کېښود .
د افغان مجاهدینو وحدت او سنګر دواړه یې لومړی د بنیاد ګرایانو او ملي ګرایانو په نومونو ـ ور پسې یې د قوم ، ژبې او مذهب په کتګوریو سره بېل او ووېشل . د جومات طالب او د پوهنتون محصل یې د خپلو استخباراتي مبلغینو په واسطه په عقیدوي او مفکوره وي لحاظ سره بېل کړل . بیا یې په خپلو کې سره و جنګول . ملي اردو او پوځي ټول امکانات یې پرې د خپلمنځي جګړو خوراک کړل . وروسته یې د طالب پروژه ورته جوړه کړه ، با شعوره او پوه طالبان یې د جګړو په لیکو او پاکستان کې ور مړه کړل او بېسواده او بې علمه طالبان یې واک ته په کې ورسول . مشر یې د امیر المؤمنین په نامه ور ته ونوماوه . چې دا بیا پر اسلام او اسلامي نظام باندې بل ډول ملنډې وې چې پرې ویې وهلې .
کله چې په خپله دغه پروژه کې هم له ماتې سره مخ شول ، نو بیا یې د همغو طالبانو پر ضد  له نړیوالو څخه په ناټو ټلواله کې د ترورېزم او القاعده په نومو بله پروژه واخیستله . پوره (۱۳ ) کاله یې د خپلو استخباراتي مأمورینو په لار ښوونه افغان طالبان د خپلو هېواد والو پر ضد وجنګول ، پیسې او بیه یې دوی په جیبونو کې ترې واچوله او ور باندې مړه یې افغان طالبان کړل .
خو پاکستان بیا پردې ټولوباندې سترګې پټې کړې ، روسان یې ور باندې ووهل ، انګرېزانو خپل کسات له روسانوڅخه په افغانستان کې واخیست . اوس چې امریکا او ناټو ټلواله د پاکستان په منافقت باندې پوه شوه . نوپاکستان خپله قبله بدله کړه او مخ یې همغو بې ننګه روسانو ته ور واړاوه او د پوځي چورلکو قراردادونه یې ور سره وکړل چې دوې نیمې لسیزې مخکې د پاکستان په لاس ددوی ټوله سره امپراتوري دړې وړې شوه . چې کېدای شي د پاکستان له دې یارانې سره د پخواني شوروي اتحاد اصلي میراث خواره روسیه هم له زوال سره مخ شي . ځکه د پاکستان پل چې تر کومه ځایه پورې تللی ـ هغه خاوره بیا بدمرغه شوې هم ده .
لنډه دا چې روسانو او امریکې دواړو له پاکستان سره ددوستۍ په اړه اشتباه کړې ده ، ځکه پاکستان د خپل ځان د تمویل په خاطر نه دوست پېژني او نه هم دښمن ، هر چا چې دا نه په لمن کې ور ته واچوله ، په همغه پسې ځغلي ، منډې وهي او د هغو له پاره کارکوي . د پاکستان په نامه خاوره کې هغه نظام ټول د خدای او د خدای تعالی د نورو بنده ګانو او ټول بشریت دښمن دي . ځکه دوی پرته له خپلو ګټو نور د هېچاپروا نه ساتي او د هر چا پر سر له هرکس او ناکس سره هرې ناروا معاملې ته تیار دي . که څه هم د ټول بشریت د تباهۍ پر سر معامله وي . پر پاکستان او د پاکستان پر اداره باندې د باور هېڅ قسم تضمین نه شته . نوافغان حکومت به پر داسې نامرده ، کم اصله او کینه کښ ګاونډي باندې څه باور وکړي ؟ ځکه پاکستاني چارواکو تل په دوستۍ کې له خپلو ګاونډیانو په تېره له افغانستان سره د تاریخ په هره مقطع کې جفا کړې . پردۍ جګړې یې افغانستان ته راوړې ، او افغانستان یې د پردیو پرله پسې جګړو د اور خوراک کړی دئ . په افغانستان کې د تيکاو ، سولې ، ثبات راوستو او بیا رغونې خبره خو لا پر ځای پرېږده چې د پاکستان له خوا به هېڅکله هم د خیرګام د افغانستان په اړه پورته نه شي .
خو دایې د حل لاره نه ده . ځکه په ټکرکې ټول اړخونه صدمه ویني . آخر به د دې ناپېژانده مېږي دا وزرې هم ماتېږي او پایله به یې هم ورکه وي . ښه داده چې زموږ ګاونډیان د زړه په اخلاص افغانستان ته د توطیؤجوړولو پرځای د دایْمي سولې او ټیکاو راوستو پر پلان باندې بنسټیزه کار وکړي . ترڅو سیمه او نړۍ هم ور سره آرامه شي .که نه نو په دې خاوره کې به آخر ګورګین ته میرویس هوتکي ، سومنات ته سلطان محمود غزنوي ، پاني پت ته احمد شاه ابدالي او مکناټن ته وزیر محمد اکبر خان غوندې باتور بچیان را پیدا شي . اویو ځل بیا به  د تاریخ د تېرو یادونو بړاس هلته ترې وباسي .