د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله یْیزه ښوونه او روزنه پرڅه راټولېږي؟

محمد انور ولید 18.08.2015 13:16

*   سوله یْیزې زده کړې هغه مهارتونه دي چې د شخړو د سوله یْیز حل د لارو چارو په پیداکولو، د شخړو او تاو تریخوالي په اړه د ټولنیزو ذهنیتونو، کړنو، عادتونو، جوړښتونو او کلتوری نښو نښانو په پېژندنه او په هغوکې د مثبتو بدلونونوپه را مینځته کولو سره را ټولېږي.  
*   سوله یْیزه ښوونه او روزنه د انسانانو په ذهني اوعملي بدلون باندې ددې له پاره سره را ټولېږي، ترڅونوموړي وګړي وکړای شي چې د خپل مینځي شخړو رېښې په ښه توګه سره تشخیص او په اړینو مهارتونو لکه مفاهمه، بحث او خبرې، مذاکرې، منځګړتوب، پخلاینې او....سره د هغو په حل اوبدلون کې د خپل ژوند حالت ته د ښه والي په لور بدلون ورکړي.
سوله یْیزه ښوونه او روزنه په لاندې موضوعاتو سره را ټولېږي :
.         ــ   دا ښوونه او روزنه د ټو لنیزو مسایْلو، ستونزو او شخړو په اړه د ټولنو د وګړو د ذهنیتونو، کړنو او د شخړو او سولې په اړوند د ټولنیزو جوړښتونو د اغېزمنتوب مطالعه، تحلیل او د پایلو څېړنه کوي.
.         ــ   هغه پو هې، مهارتونه، مېتودونه، ټولنیز جوړښتونه او دودونه موږ ته را پېژني چې ټولنیزې شخړې له ورانوونکي حالت څخه پر یوه مطلوب سوله یْیز حالت باندې بدلولی شي.
.         ــ  دغه مېتود د دوامداره سولې د تأمین له پاره په اغېزمنه، ځانګړې  او ټولنیزه توګه د شخړو د سوله یْیزحل، بدلون او سولې جوړونې له پاره هڅه کوي.
د سوله یْیزې ښوونې او روزنې ګټې:
موږ او تاسې په خپل چاپېریال او ورځني ژوند کې کېدای شي هره شېبه، هره ګړۍ، هره ورځ، هره اوونۍ، هره میاشت او هر کال له ستونزو، ستونزمنو خلکو او حالاتو سره مخ شو. خو تاسې نوموړې ستونزې ، خلک او حالات څنګه ارزوۍ ؟ او څه ډول غبرګون ور سره ښیۍ ؟
سوله یْیزه ښوونه او روزنه، د شخړو حل او بدلون، زده کړه او د مهارتونو تمرین او عملي کول به له تاسې سره مرسته وکړي تر څو نه یوازې خپلې ځاني ستونزې په کې تشخیص او حل کړﺉ، بلکي له نورو سره د ستونزو په حل او یا له ستونزمنو حالاتو سره په سوله یْیزه توګه معامله به هم په بري سره تر سره کړﺉ. د سوله یْیزو مهارتونو زده کړه، تمرین او په کار اچول به په ټول ژوند کې له تاسې سره ملګرتیا وکړي او په ضروري وختونو کې به له تاسې سره مرسته وکړي. د سولې ښوونه او روزنه به ستاسوفکري قووت او  قابلیت زیات کړي تر څو تاسې خپل ځان او چاپېریال ته په نوې بڼه کتنه وکړﺉ. ددې کتنې په بهیر کې  به تاسې په خپل ځان ( ذهن، فکري جریانونو، وسوسو، خیالونو، تصوراتو، پرېکړو، کړنو،... او چاپېریال )کې داسې شیان درک کړﺉ چې د اکثرو شخړو او ستونزو رېښې له هغو سره تړاو لري. تاسو به ددې وړتیا ومومۍ چې په خپل ځان او نورو کې د سولې زېرمې کشف او هغو ته به پراختیا ورکړۍ.
په ورځني ژوند او ټو لنیزو کړو وړو کې د سوله یْیزې ښوونې او روزنې د ځینو ګټو یادونه په لاندې توګه کېږي :
.         سوله یْیزه ښوونه او روزنه د یوې ټولنې له اوسنیو او راتلونکو نسلونو سره مرسته کوي تر څو د تاو تریخوالي، جګړو او له هغو څخه د را مینځته شویو ناخوالو له اغېزو خلاصون ومومي، هغوی به په دې وتوانوي چې خپل ژوند په سوله یْیزه توګه پر مخ یوسي. د سولې زده کړې به د تاو تریخوالي او جګړه یْیز تفکر، تصور، عاداتو او کړنو په لیدو سره د مثبتو بدلونونو را مینځته کولو د لارې مشال شي.
.         د تاو تریخوالي او جګړه یْیز تفکر، تصور، عاداتو او کړنو په چاپېریال، او د ځواکونو په ننداره کې خلک په خاصه توګه جګړه مار، بېوزله خلک، ښځې او ماشومان داسې فکرکوي چې تاوتریخوالی، تېری او بې عدالتي د ژوند واقعیتونه دي. په داسې ټولنو کې تاریخ په جګړو او بریو باندې ټینګار کوي او د کرامت او افتخار تاج او تخت د هغو له پاره مناسب ګڼي چې په جګړو کې یې قهرماني ښوولې وي. په زور واکۍ سره یې په ټولنه کې وېره خوره کړې وي. خو په حقیقت کې داسې نه ده ‎. انساني ژوند په ریښتیا، درناوي، عزت، کرامت، عدالت اوانصاف باندې ولاړدﺉ. عزتمند هغه څوک دﺉ چې د انسان له عزت او کرامت څخه دفاع او ننګه کوي، او د عدالت او انصاف په لاره کې هڅه اوها ند خپله تګلاره ګڼي.       
.         سوله یْیزه ښوونه او روزنه له یو بل سره په اړیکو کې په درناوي، صبر او زغم، ښه سلوک، خواخوږۍ، د عدالت او انصاف په رعایتولو باندې ټینګار کوي او له خلکو غواړي چې په فعاله توګه د نوموړو مفاهیمو او ارزښتونو په راژوندي کولوکې فعاله ونډه واخلي.
.         سوله ییزه ښوونه او رو زنه غواړي د جګړه ییز تفکر او کړنو په ذهنیت او طریقو کې په داسې توګه بدلون راولي چې په یوه ټولنه کې اوسېدونکي له شخړو او ستونزو سره په سوله ییزه توګه عملي ګام پورته کړي ترڅو د انساني کرامت، سولې او امن عملي ساتندویان شي.
.         سوله ییزه ښوونه او روزنه له یوې خوا د سولې د تمایْلاتواوژمنو د پیاوړتیا له پاره هڅونو او تشوق ته پراختیا ورکوي، او له بلې خوا له یو بل چاپېریال سره په مینه او همغږۍ کې ژوند کولو ته د قدر په سترګه ګوري.
.         سوله ییزې زده کړې موږ ته ددې جرأت راکوي چې تر څو د خپلو کړو وړو مسؤولیت په خپله غاړه واخلو او د زیان د جبران له پاره مناسب ګامونه پورته کړو.
.         سوله ییزې زده کړې د منفي ذهنیتونو او کړنو په ادلون بدلون او د مؤثرو پالېسیانو او لایْحو په تد وین کې مرسته کوي.
.         سوله ییزې زده کړې موږ ته دا وړتیا را په برخه کوي چې د خپل ژوند او خپلې ټولنې ستونزې له یوې نوې کړکۍ او کنج ( زاویې ) څخه وګورو، دغه نوې کړکۍ او زاویه به له موږ سره مرسته وکړي ترڅود ستونزو  وړاندې  وروسته لید لوری په ښه شکل تحلیل، انځور او د اړینو اصلاحاتو او بدلو نونو د را مینځته کولوعناصر په کې تشخیص او په مناسبه توګه یې وکاروو.
.         سوله ییزه پوهنه هغه ذهنیتونه، کړنې او ارزښتونه چې سوله پیاوړې کوي له هغو ذهنیتونو او ارزښتونو څخه چې د شخړو، زور زیاتیو او جګړو تمایْلات هڅوي، په تو پیر او پېژندنه کې مرسته کوي.
.         په بحراني ځایونوکې سوله ییزې زده کړې د دوښمنو ډلو ذهنیتونه د یو بل په وړاندې ددې جوګه ګرځوي تر څو د یو بل موجودیت قبول، او د یوبل نظریاتو ته غوږ کېږدي.
تجربو ښوولې ده چې پرسوله پوهې ډلګۍ له هغو اشخاصو او ډلو څخه ډېرتوپیرلري چې د سولې له زده کړو څخه بې برخې وي. د سولې کولو پرخوا تمایل او د سولې لرلید د ارزښتناکې سولې په جوړولو کې ستر رول لري.
.         سوله ییزه ښوونه او روزنه په ټولنیز چاپېریال کې د شخړو او تاو تریخوالي د نښو نښانو په پېژندولو، د شخړو په مدیریت، حل، بد لون، د خیر ښېګڼې، یو والي او د جګړو له تهدید څخه د خلاصې دنیاګۍ په جوړولو کې مرسته کوي.
.         د سولې له زده کړو څخه زموږ موخه د ژوند هغه تیاره اړخونه رڼا کول دي چې په دوامداره توګه هغه په قصدي یا غیر قصدي ډول له پامه غورځول شوي وي. زموږ د ژوند دغه یاد اړخونه د انساني ژوند وقار او کرامت ته درناوی، انساني اړتیاوو ته پاملرنه، د ژوند ساتنه او حمایت، د یو بل مرستې ته را دانګل، د کینې، نفرت، او انتقام پر ځای غمرازي، ترحم او بښنې ته مخه کول دي.  د سوله ییزې ښوونې او روزنې په پایله کې به د ټولنې په وګړو کې یو بل ته درناوی، د زړه خواله ( همد لي ) د یو بل پېژندنه، د شخړو مدیریت، حل لارې، بد لون، او سوله ساتنه پیاوړې شي او په ورځني ژوند او ټولنیزو اړیکو کې به د عدالت او انصاف تأمین پراختیا ومومي. د سولې ښوونه او روزنه به له ماشومانو، ځوانانو، میندو، پلرونو اوحکومتي چارواکو سره مرسته وکړي چې د سوله ییزو ذهنیتونو او روڼ آندو سره د سوله ییزکلتور په پراختیا کې مرسته وکړي.