د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بريتانيا ته د تونل له لاري د ۲۰۰ مهاجرو د ورتگ مخه ونيول شو

یاسر الهاشمی 09.08.2015 20:17

فرانسې او بريتانيا هيوادونو د مانش کانال په وسيله سره جلا شوي. دا چې بريتانيا له نورو اروپايي هيوادونو سره مځکنۍ لاره نه لري نو د يورو تونل په نوم تر اوبو لاندي يو اوږد تونل په (۱۹۹۴)م کال جوړه کړ تر څو د دغه تونل له لارې فرانسه او نورو اروپايي هيوادونو سره په اړيکه کې واوسي.
د يورو تونل تقريباً۵۰ کلومتره اوږد دی او د فرانسې د کالاېس سيمه د بريتانيا له کېنټ د ډوور سړک سره نښلوي. په دغه تونل کې موټر او اورګاډي د فرانسې او بريتانيا تر منځ تګ راتګ کوي.
پدې وروستيو کې د يورو تونل له فرانسې څخه انګلستان ته په غيرقانوني ډول د ورتګ په يوه دروازه بدله شوي، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جولای ۲۸مه) سهار وختي ‎‎کابو (۲۰۰) پناه غوښتونکو په ډليزه توګه هڅه وکړه چي د يورو تونل ساحې ته داخل شي او له دغې لارې بريتانيا ته ځان ورسوي.
د فرانس پريس خبري آژانس، د ياد تونل د چلونکي شرکت د وياند په حواله ويلي چې د (۲۰۰) پناه غوښتونکو له خوا پردغه تونل د هجوم راوړلو په دې وروستيو اونيو کې بې ساری و.
د فرانسې په کالايس سيمه کې په زرګونو پناه غوښتونکي ديره دي او تل کوښښ کوي چې د يورو تونل له لاري بريتانيا ته ځان ورسوي.
کالايس کې ميشت پناه غوښتونکي د ايريتريا، حبشې، سوډان او افغانستان اوسيدونکي دي چې شمير يې کابو (۴۰۰۰) تنو ته رسيږي. دغه پناه غوښتونکي د لويو باروړونکو موټرونو او يا هم اورګاډو په ډبو کي د ځان پټولو له لارې بريتانيا ته د ځان رسولو کوښښونه کوي. په دغو هڅو کي څو ځله پناه غوښتونکي وژل شوي او يا هم سخت ژوبل شوي دي.
د يورو تونل وياند، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د سه شنبې په ورځ سهار وختي پر شپږ بجو باندي کابو(۲۰۰) پناه غوښتونکو په ډليزه توګه هڅه وکړه چې د يورو تونل ساحې ته داخل شي.
د دغه وياند په وينا د تونل تقريبا (۲۰۰) ساتونکو او پوليسو د پناه غوښتونکو مخه ونيوله چې د يورو تونل ته داخل نشي. د هغه په وينا دغه پېښه د دې لامل شوه چې د اورګاډو په بهير کي اخلال او ځنډ رامنځ ته شي او د دې ترڅنګ په دغه هڅه کي شپږ پناه غوښتونکي ژوبل سوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جولای مياشتي په لومړيو کي د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې (Theresa May) ويلي و چې د يوې مياشتې په اوږدو کې تر (۸۰۰۰ ) زيات پوليس د پناه غوښتونکو د هڅو د شنډولو په موخه د يورو تونل ته څيرمه موظف کړي.
د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی و چې د تونل په ساتنه کې تر (۱۵) ميليونو پونډو پورې مصرف وکړي. خو، د کډوالو د شميرې په زياتيدو سره ياد وزارت په ټاکل شوي بوديجه باندې (۷) ميليونو پونډه نور هم اضافه کړي.
دا په داسي حال کي چې د يورو تونل مسؤل شرکت د دې له کبله چي د پناه غوښتونکو له خوا يې د کار بهير ته تاوان رسېدلی دی، له بريتانيا او فرانسې څخه د ۹،۷ ميليونو يورو تاوان غوښتی دی.