د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کيسې ګټل د مردانو کار دی

سردار محمد همدرد 28.07.2015 12:33

نړۍ کې درې ډوله خلک ژوند کوي، يو ډول يې هغه دي چې ستر خلک دي، ښه ښه کارونه کوي، په خپل ژوند کې معنويت ته ډېر ارزښت ورکوي چې تاريخ يې هم په نوم وياړي او تل يې خلک په ښه ډول يادوي او نمانځي يې چې زموږ او ستاسو په ټولنه او هېواد کې يې هم ډېرې بېلګې سته، چې وروسته به پرې رڼا واچووم.
دويمه ډله يې د مادياتو او معنوياتو ترمنځ منځلاري دي، چې کله پر معنوياتو مادياتو ته ارزښت ورکوي او کله پر مادياتو معنوياتو ته ارزښت ورکوي، دغه خلک نه معنوياتو ته تسليميږي او نه مادياتو ته، تل دوه زړي وي، چې دغه ډول خلکو څخه هم تاريخ ښه مخينه او ښه بېلګه نه لري، چې دا ډول خلک هم زموږ په  ټولنه کې ډېر تر سترګو کيږي.
درېيمه ډله هغه خلک دي چې د لومړۍ ډلې په خلاف مادياتو ته ارزښت ورکوي، ټول کار يې د مادياتو سره وي او په دې فکر کې وي چې څنګه پيسې پيدا کړي، څنګه خپل جېبونه ډک کړي، څنګه د خلکو پر حقوقو تېری وکړي او. . . چې دا ډول خلک زموږ په اوسنۍ ټولنه کې ډېر زيات تر سترګو کيږي او موږ تاسو يې عملاً وينو.
هغه خلک چې پر معنوياتو باور لري او په لومړۍ ډله کې راځي، دغه سپېڅلي خلک دي او ددې خاورې رښتيني خدمتګاران او د ښه احساس خاوندان دي، تاريخ د دغه ډول خلکو له نومونو ډک دی، په خپل وخت کې هم په ښه نوم ياد سوي دي، اوس هم په ښه نوم ياديږي، خلک يې په پوره وياړ نومونه اخلي او تر څو چې دا نړۍ وي تاريخ به پرې وياړي او نومونه به يې ژوندي وي.
يوازې دا نه چې عالمان، پوهان، اديبان، شاعران او ليکوالان په دغه ډله کې راځي، بلکې پاچاهان، ولسمشران، وزيران، لوی لوی دولتي مامورين او چارواکو کې هم داسې خلک تېر سوي دي چې پر معنوياتو يې باور درلود، ماديات يې نه خوښول، زموږ په هېواد کې که څه هم دغه ډول خلک ډېر تېر سوي دي خو زه به يې فقط وزير محمد ګل خان مومند بابا څخه د بېلګې په توګه يادونه وکړم، نوموړی هم شاعر و، هم ليکوال و، ترڅنګ يې دولتي وزير و او په لوړ پوسټ کې يې کار کاوه، خو نوموړي خپل کور نه درلود او په کرايي کور کې اوسېده.
وزير مومند بابا کولی سول چې ځانته لوی کور پيدا کړي، ځانته د ځينو اوسنيو چارواکو په شان لوی لوی مارکېټونه پيدا کړي خو نوموړی چې پاک انسان و، د وطن پرستۍ احساس پکې ژوندی و، غل نه و پر مادياتو يې تکيه نه کوله، فقط معنويات رغول يې غوښتل، ذهنيتونه جوړل يې کار و، ژبې او هېواد ته يې خدمت کاوه، نو ځکه يې کور نه درلود او د کور د پيدا کېدو فکر هم ورسره نه و، د دغه انسان په نوم باندې اوس تاريخ وياړي، خلک يې په خپلو خبرو کې يادوي او د ډېرو کيسو انسان تېر سوی دی، نو ځکه هغه يو متل دی چې وايي: «پښتون کيسې ګټي، هندو پيسې ګټي.»
دويمه ډله چې د معنوياتو او مادياتو ترمنځ ما منځلاري ياد کړي دي دوی هم د تاريخ په زرينو پاڼو کې نه شي راتلی، دوی د وخت سره ګرځي، که يې په معنوياتو کې ګټه وي او خپل ځان پکې سرلوړی بولي نو معنوياتو ته ارزښت ورکوي، که معنوياتو کې خپله ګټه ونه ويني او د مادياتو د ترلاسه کولو زمينه ورته برابره وي نو معنوياتو تر پښو لاندې کوي، که داسې ووايم دغه ډول خلک داسې جوړ دي چې معنوياتو باندې ځان مادياتو ته رسوي، احساس لرونکي او وطن دوسته نه وي، فقط د خپل نوم د لوړولو لپاره کوښښ کوي.
درېيمه ډله يې هغه خلک دي چې، فقط د مادياتو د ترلاسه کولو کوښښ او هڅه کوي، دغه ډله خلک معنوياتو ته هيڅ ارزښت نه ورکوي، ملي شتمنۍ يې تر پښو لاندې کړي وي، سترګې يې پټې وي، ولس او هېواد په لوی لاس د اور کندې ته ور ټېل وهي.
د دغه ډلې خلکو بېلګې موږ په اوسنۍ ټولنه کې ډېرې لرو، ځينې فاسد او غله چارواکي چې د مادياتو د ترلاسه کولو او د جېب د ډکولو لپاره ان د خلکو عزتونه هم پر نورو پلوري، پر خاوره او ددې ولس پر سرونو معاملې کوي، نوم او نښان تر خاورې لاندې کوي او فقط پيسې ګټي.
دغه ډله خلک د تاريخ پاڼو په خپلو تورو لېستونو کې ثبت کړي دي، که په تېرو دورو دغه ډول خلک تېر سوي دي موږ او تاسې يې اوس لولو، په بده يې يادوو، کړنې يې غندو، حتی خپلو ماشومانو ته يې لا کيسې کوو او تر څو چې دا نړۍ وي، دغه خلک به دغه ډول تور وي، سپين به سي او تاريخ به لعنت ورباندې وايي.
څوک چې د تاريخ څخه بيريږي هغه کيسې ګټي، هغه کسان چې کيسې نه ګټي هغه په ارزښتونو باور نه لري.
دلته هدف دا نه دی چې ټول خلک دې پر کور کښېني او د خپل نفقې پيدا کولو په غم کې نه وي، نه داسې نه ده، په مشروع طريقه پيسې پيدا کول عبادت دی، طبعي خبره ده چې هر انسان د خپل ژوند تېرولو لپاره کار کولو او پيسو پيدا کېدو ته اړتيا لري، خو زما هدف له هغه خلکو دی چې مړښت نه لري، د نورو پر پيسو يې خېټې پړسولي دي، غلاوې کوي، چور کوي، وطن او خاوره خرڅوي خو د خپل جېب ډکولو په نشه کې وي.
دا يوه منل سوې خبره ده څوک چې مادياتو ته تسليم وي، هغه له معنوياتو ليرې وي او تاريخ د سترو خلکو له کتاره باسي.
نو په د مادياتو په لټون کې دومره غرقېدل هم نه دي پکار چې معنوي ارزښتونه تر پښو لاندې کړو، تاريخ او راتلونکی نسل راباندې لعنت و وايي.
راځئ، د حلال رزق او نفقې د پيدا کولو سره سره معنوياتو ته ډېره پاملرنه وکړو، ترڅو مو راتلونکی نسل پر پلونه پل کېږدي او مادياتو پرستۍ ذهنيت يې له منځه ولاړ سي.