د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې اصلي کُنجي اخلاص دئ ، نه زرـ زور او تزویر

محمد انور ولید 21.07.2015 12:31

د سولې خبره د انسانانو تر مینځ هغه مهال را پورته کېږي چې اړتیا یې محسوسه او یا ولیدل شي . خو دا باید په یاد ولرو چې سوله د انسانانوتر مینځ ترتاو تریخوالي ، سړو او تودو شخړو او اخ وډب پېښېدو وروسته د بیا پېښېدو د مخنیوي په خاطر د ثالث بالخیر کسانو له خوا د یوه مُدبر پلان د عملي کېدو له مخې مینځ ته راځي .
خو شرط په کې دادئ چې لومړی باید د سولې پر مهال سولې ته د زیان اړولو ټولې ذي دخلې خواوې مسدودې او د لاس او ژبې دواړه زیان اړوونکې دروازې وتړل شي ، ترڅومعصومه سوله په ماشومتوب کې بې تعریفه د بې عزتیو په هدیره کې ښخه نه شي .
سوله د فلاحت او رستګارۍ په لور یوه داسې دریڅه ده چې ټولو انساني ممکنه نېکمرغیوته د رسېدو امکانات په کې شته . ځکه الله تعالی سولې ته د خیرکلمه استعمال کړې او پیغام اوتينګاریې پر دې باندې دئ چې انسان باید د انسان تر څنګ د بشپړ انساني سلوک څخه ډک د همزیستۍ ژوند ولري .
له عبث او بې مانا تاو تریخوالي ، شخړو او جګړو څخه خپله الله تعالی اوټول انسانان کرکه او نفرت لري . افغانستان ته ور پېښه غمیزه یوداسې ناورین دئ چې ملي ، سیمه ییز او نړیوال ابعاد لري . ټول مکلف افغانان باید په ګډه دغې پردۍ ور باندې تپل شوې شومې پدیدې اوغمیزې ته د ملي یووالي په صادقانه ژبې سره د پای ټکی کېږدي .
ملي یووالي ته باید د پردۍ ښوروا په سترګه ونه کتل شي چې د خپلې ګېډې ډکولو له پاره تل پیاز په ګنډه کې ور سره ګرځوي . ځکه ملي یووالی زموږ د هېواد د ټولو اتباعود هویت یوداسې منل شوی مظهردئ چې د سیمې او نړۍ له خوا ټولو ورپېښو ستونزو اوکشالوته غاښ ماتوونکي منطقی ځوابونه ورکولی شي .
افغانستان تل د سولې کور دئ . خو متأ سفانه چې نن ورځ افغان حکومت او افغانان د کورني تفرق ( سمت ، نژاد ، مذهب ، او ژبې )  قرباني شوي . بهرنیو مداخلوځالې په کې جوړې کړې اوپردۍ جګړې ور باندې تحمیل دي چې له امله یې  هره ورځ او هره ګړۍ زیاتې مرګ ژوبلې هم افغانانو ته ور اوړي . همدا لامل دئ چې د افغانستان ملي یووالي ته له تېرو دری نیمو لسیزو را په ایسته په لوی لاس درانه زیانونه ور اړول شوي دي . خو د بیا رغېدو له پاره یې سولې ته ژوره اړتیا لیدل کېږي . ځکه دا د افغان حکومت او ټولو مکلفو افغانانو مسؤولیت او وجیبه ده چې باید په افغانستان کې د خپلې جغرافیې ، خپلې خپلواکۍ ، خپل ملي هویت ، خپل نظام ، خپل ملي یووالي او خپلو ملي ګټو د خوندي ساتلو په خاطر د افغان شموله سولې زمینه او بستر برابرکړي . ځکه افغانان له آره د خپل ملي یووالي د رِغېدو له پاره د بین الافغاني سولې قابلیت په ځان کې لري . په داسې حال کې چې ریښتینې سوله هم په ملي یووالي کې نغښتې ده .
که چېرته موږ یوداسې ملي یووالی ولرو چې په ريښتیا سره هېڅ ډول تبعیض په کې نه وي ، د افغانستان هر تبعه خپل ځان په کې محروم احساس نه کړي ، نو بیا خو موږ د خپل دوست او دښمن په وړاندې وزن هم لرو ، قووت هم لرو ، ژبه هم لرو، استازی هم لرو ، حقوق هم لرو او د نورو په وړاندې اعتبار هم لرو . خو زموږ ملي یووالی او ملي پخلاینه په اخلاص او ښه نیت پورې اړه لري .
سوله له زر ، زور او تزویر سره هم هېڅ تړاو نه لري . ځکه که چېرته سوله او امن په زَر سره را تلای نو قارون صفته بین المللي کړیوبه اوس په ټوله نړۍ کې دا کارکړی ؤ . خوکه چېرته سوله او امن د تزویر زیږنده وای ، نو اوس به د ټولې نړۍ سوله او امن د احبارو او رُهبانوپه ټکټونو پورې تړلی ؤ او دکلیساګانو د زنګونوکړنګولو اودکوډګرو له تعویذونو سره جوخت به د نړۍ نظامونه په سوله او امن کې چلېدل . اوکه چېرته سولې او امن د سره ابرهه د باروتي فیلانو د پښو په زور پورې اړه لرلای نوپه افغانستان او عراق کې به لا له وړاندې سوله اوامن راغلی وای . ځکه په یادو هېوادو کې خو له تېرو څو لسیزو را په ایسته خورا زوروره زور آزمایي وشوه . ولې محصله یې تر منفي صفر هم ور ښکته شوه .
خو نه ! داسې نه ده ، د سولې اصلي کُنجې اخلاص دئ . ریښتینې سوله له ریښتیني اخلاص سره تړاو لري . او ريښتینی اخلاص په سوچه ملي یووالي کې شتون لري .      
که چېرته موږ په خپلوکې د ملي یووالي ګوهر له ځانه سره ولرو ، له وچ تعصب او تبعیضه ځان لیرې وساتو ، نو بیا په هغه صورت کې نږدې او لیرې ګاونډیان ، سیمه او نړۍ مجبوره ده چې د افغانانو ټولو روا غوښتنوته په افغانستان کې د سولې ، امن او ټیکاو راتلو په خاطر لبیک او مثبت ځواب ووایي ، ملاتړ یې وکړي ، ترڅو افغانستان یو ځل بیا د سولې او امن په کور بدل شي .
په افغانستان کې د سولې او امن په اړه ډېروکورنیو، سیمه ییزو او نړیوالوکار پوهانو او سیاستوالو په خپلوخیالي فرضیو ، آجنډاوو او فورمولونوسره  د خپل زړه بړاسونه وایستل ، ځکه سوله او د سولې آدرس همدا اوس  څوک ردوي ، او څوک یې هم مني . افغان حکومت هم د بیان د آزادي د اصل له مخې د هر چا نظرته په چاپي ،  برښنایي ، غږیز او تصویري انداز کې درناوی کړی .
خو زما په خپل آند که چېرته افغان سوله لومړی په قرآني او افغاني ژبوسره تعریف ـ او بیا د سولې د ښوونیزو مهارتونو له لارې په مسلکي او بنسټيز ډول پر مخ ولاړه شي ، کېدای شي لومړی په افغانستان ـ اوور پسې په ټوله سیمه کې ګام په ګام ډاډ منه سوله، امنیت او ټیکاو را مینځته شي .
زما له خپلو افغان مشرانو ، سیاستوالو او کارپوهانو دا غوښتنه ده چې د افغان سولې په اړه دې دا فرصت له لاسه نه ورکوي ، که چېرته دوی ریښتیا خپل ځانونه ملي مشران ګڼي ، د خپلمنځي اختلافاتو پر ځای دې پر منلي ګټو داسې غور ، فکر او کار وکړي چې د ملت هر بچی ملي روحیه او ملي احساس په ځان کې را ژوندی او پیاوړی کړي ، تر څو د بدخشان اوسېدونکې په هلمند کې ، د کندهار اوسېدونکی په مزار، تخار او سر پُل کې ، د فاریاب اوسېدونکې په ننګرهار او کونړونو کې ، د پکتیا اوسېدونکی په پنجشېر دره ، میمنه او غورکې د بامیانو اوسېدونکی په کندز ، او زابل کې ، د دای کنډیو اوسېدونکی په خوست او پکتیکا کې په ډاډه زړه ، پوره اخلاص او بشپړ باور سره داسې کار وکړي لکه د خپل کور او د کور د نورو غړیو له پاره چې کارکوي . ترڅو ټول افغانان په ريښتیا سره ریښتینې سوله ، ملي ټیکاو  او د ملت ریښتیني چاواکي بعینهِ محسوس کړي .
هو ! ریښتینې سولې ته د رسېدو او بري لار همدغه ده .