د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قانون ماتونه مو په فرهنګ بدلیدونکي ده!

میرولي جان لکڼوال 15.06.2015 12:08

د قانون حاکمیت په یوه ټولنه کې نه یوازې د ټولنیز عدالت تضمین کوي بلکې د ټولنې د هر اړخیز پرمختګ سبب هم ګرځي. په کومو ټولنو کې چې د قانون واکمني شتون ولري هلته خلک د ټولنیز عدالت او انصاف څخه خوند اخلي، ټولنه هوسا او بانظمه وي او قانون ته درناوی د خلکو د اخلاقو په یوې برخه بدل شوی وي. په کومه ټولنه کې چې د قانون واکمني شتون نه لري او یا هم د قانون واکمنۍ کمزوري وي نو له یوې خوا د ټولنیز عدالت ستنې لړزیدونکي او ماتیدونکي وي او له بلې خوا ټولنه د ګډوډۍ او انارۍ د بلا په خوله کې لویدلي وي.
زمونږ ګران هیواد افغانستان هم داسې یو هیواد دی چې له یوې خوا پکې د قانون واکمني کمزوري او حتی د نشتون سره برابره ده او له بلې خوا قانون زورواکو په لاس کې اخیستی، همدا لامل دی چې زمونږ د قانون ماتونې سلنه تر ۸۰ سلنې رسیږي، کومه شل سلنه چې تطبیق کیږي هغه هم یوازې او یوازې په بیچاره او غریبو خلکو تطبیق کیږي. په ټولنه کې د قانون رامنځ ته کیدل د همدې هدف له پاره وي چې ټولنه له ارامۍ، نظم او ټولنیز عدالت خوند واخلي خو زمونږ په هیواد کې تل قانون د زورواکو او خپلواکو کسانو ښکار شوی.
مونږ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ولیدل چې قانون په ډېر بې رحمه شکل مات شوو، د قانون خلاف دولتي جوړښتونه او آن حکومت رامنځ ته شو، کله چې د یوې ټولنې حکومت د قانون سره اړخ نه لګوي نو څه ډول به د هغې حکومت کارونه قانونیت خپل کړي او څه ډول به حکومت ولسوونه د قانون د تطبیق او پرځان د منلو له پاره راوبولي. د نوي حکومت په رامنځ ته کیدو سره داسې ژمنې هم ترسره شوې چې اصلا په قانون کې ځای نه لري، د مثال په توګه د اجرایوي ریاست رامنځ ته کول او بالاخره همدا پوست د صدرات پر پوست بدلول هغه څه دي چې زمونږ په اساسي قانون کې هېڅ ځای نه لري. څو ورځې وروسته به د ولسي جرګې د کار کولو قانوني موده پای ته ورسیږي او یو ځل بیا به د قانون د حلالولو له پاره چاړې تیرې شي او شک هم نشته چې دا کار به کیږي.
وخت په وخت د اساسي قانون ماتول نه یوازې دا چې د فردي ګټو په خاطر ترسره شوي بلکې د خپل سیاسي قدرت او پایښت لپاره هم ترسره شوي، د مثال په توګه، که د اوسنۍ اولسي جرګې دوره غځیږي نو عمده دلیل به یې دا وي چې په راتلوونکو ټاکنو کې ولسمشر او اجرایه رایس د خپلې خوښې کسان ځای پر ځای کړي او خپل مټ په مقننه قوه کې غښتلی کړي، که چېرې ولسمشر خپل اړخ قوي کوي نو طبعي ده چې په خپل قوت سره به د صدرتي پوست د رامنځ ته کیدو د مخنیوي له پاره له خپلې ډلې ګټه اخلي او ډاکټر عبدالله به په سیاسي ډګر کې کمزوری کوي. که چېرې د ډاکټر عبدالله ډله قوت پیدا کوي نو طبعي ده چې په قوت سره به د صدرتي پوست د رامنځ ته کولو لاره پخوي او که بریالی کیږي نو ولسمشر به سمبولیک شکل غوره کوي.
د سیاسي قدرت په سر اختلافات به له یوې خوا د قانون د ماتونې کلتور او فرهنګ پیاوړی کړي او له بلې خوا به یې زیان او ضرر ملت او ولسوونه ورکوي. کله چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې قانون سر وخوړ د سیاسي جنجال ټول تاوان او ضرور ملت ورکړ، خلک بیکاره شول، اقتصادي وضعیت د خلکو خراب شوو، د امنیتي وضعې په خرابیدو سره د پیښو قربانیان ملت او ولسوونه شول او داسې نور.... که حکومت مو په رښتیني معنا د خلکو د خدمت اراده لري نو هڅه دې وکړي چې هر څه د قانون تر چتر لاندې ترسره شي او که د ملت په فکر کې نه وي نو دا دې نه هیروي چې قانون ماتونه به ددې ملت د فرهنګ او اخلاقو په یوه برخه بدله شي او مسوولین به یې د اوسنۍ ادارې واکمنان وي.