د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملت قرباني او د دولت بې غوري

میرولي جان لکڼوال 20.04.2015 12:09

د تېر کال د حمل په ۱۶ مه د افغانستان باغیور او متدین ولس نړیوالو ته د ولسواکۍ د تحقق او د ولسواکو بنسټونو د پیاوړتیا او غښتلتیا په اړه یو ډېر روڼ او ښکاره پیغام ورکړ. افغانانو وښوده چې دوی د خپلو وینو په قیمت چمتو دي چې د ولسواکۍ یو تر ټولو مهم فعالیت ( ټاکنې ) په داسې شکل سره ترسره کړي کړي چې په نړۍ کې د افغانستان وضعیت ته په پام سره کم مثالونه پیدا کیږي. که له یوې خوا ولسونو په ټاکنو کې د ولسواک نظام د بنسټونو د پیاوړتیا له پاره رایې ورکړې نو له بلې خوا دا هم روڼ حقیقت و چې ولسونه په دوایرو کې د پراخ اداري فساد، د قانون کمزوري واکمنۍ، پر ضوابطو د روابطو حاکمیت او نورو ورته ستونزو تر پوزې را رسولي و، همدا لامل و چې دوی د یو بل ملي زغیم په لټه کې شول. په داسې حال کې چې د ملت د هر رایې ورکوونکي په سر د ویرې او وژنې توره ځوړند وه خلک د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړل، د خپلو اولادونو مړینې یې پټې کړې، اولادونه یې قربان کړل او د ځانونو وینې یې ورته توی کړې، په دې خاطر چې له یوې خوا نړیوالو ته پیغام ورکړي چې افغانان د ولسواکۍ بنسټونو او ارزښتونو ته ژمن خلک دي او له بلې خوا نړیوالو ته دا هم ور په ګوته کړي چې د وخت د نظام څخه خلک ستړي او خلک په نظام او حکومتوالۍ کې یو مثبت او هر اړخیز بدلون غواړي. هغه څه چې د خلکو مسوولیت و هغه خلکو په ډېره میړانه او شهامت سره ترسره کړ، په ښکاره او زړورتیا سره یې په مدني او قانوني حرکت کې برخه واخیسته او بالاخره د نوي ملي زغیم ټاکلو ته سترګې په لار شول.
سره له دې چې د تیر کال د ولسمشرۍ ټاکنې له ستونزو او ننګونو خالي نه وې خو ملت بیا هم د روڼ سباوون په تمه و، هیله یې درلوده چې نور به د دوی د ژوند په بېلا بېلو ډګرونو کې هر اړخیز بدلون راځي. کله چې د ټاکنو د پایلو پرسر اختلافاتو زور واخیست، زورواکي کوڅو ته راووتل او آن د یو شته او برحال نظام په شتون کې یې ځانونه بریالي او د هیواد ولسمشران اعلان کړل نو د خلکو هیلې په اندیښنو او تشویشونو بدلې شوې، دې جنجالي مرحلې ډېر وخت ونیو او بالاخره د ملي حکومت پر ایجاد جنجال پای ته ورسید، ظاهرا خو همداسې ښکاره کیده چې ستونزه هواره شوه خو د ملت دې ټکي ته پام نه و چې دا اختلافات به هغه مهال قوت پیدا کړي کله چې په قدرت کې شریک اړخونه یو د بل سره د قدرت په سر ښکر په ښکر شي، همداسې وشول، د دولت یوه قوه ( اجرایه ) تر یو کاله پورې بشپړه نه شوه، وزیران، والیان او امنیه قوماندانان سرپرستان شول او اداري نظام د یو ډول انارشۍ او ګډوډۍ سره مخامخ شو. د خلکو هیلې د غوړیدا پرځای پر مړاویدو شوې، په ټاکنیز نظام د خلکو باور او اعتماد بیخي کم شوو او بالاخره خلک د داسې یو حالت سره مخامخ شول چې چا یې فکر هم نه و کړی.
هره ورځ مو د هیواد پر شته ستونزو او غمیزو نورې ستونزې او غمیزې ور زیاتیږي خو سیاسي مشران مو تر ډېره د سیاسي قدرت په ګټو یو له بل سره ښکر په ښکر دي، د نړۍ ملتونه سولیزه او هوسا ژوند کوي ځکه چې مشرانو یې د خلکو پر وړاندې د سیاسي مسوولیت د ادا کولو درون بار منلی او ملي ګټو ته یې پر شخصي ګټو ترجیح ورکړي. ددې پرځای چې د ملت په توییدونکي وینه او سرښندنو پام وشي دوی یوازې او یوازې د سیاسي قدرت غم اخیستي دي، په هیواد کې مو د وینو لښتي روان دي خو د دوی غم شریکي یوازې او یوازې تر غندنې پورې محدوده ده. د هیواد هره برخه مې د زړه ټوته او د هر افغان وینه مې د ځان وینه ده، په پنجشیر کې د طبعي پېښې له امله زمونږ ډېر افغانان وروڼه شهیدان شول او دولت یې پر وړاندې د ملي ماتم د اعلانولو په شکل غبرګون وښود چې د ستایلو ګام دی خو کله چې په خوست ، ننګرهار، هلمند، غزني او نورو ولایتونو کې افغانان وروڼه د ځان په وینو ولمبول شول دولت یې هغه څه وکړل چې عام خلک یې کوي، معنا دا چې دولت هم د پېښې غندنه کوي او مونږ هم د پیښې غندنه کوو، د دولت دا ډول سوړ غبرګون د دولت مسلحو مخالفینو ته دا پیغام ورکوي چې ددې خلکو وینه قیمت او ارزښت نه لري هرڅومره که وژل کیږي هېڅ پروا نه کوي او مخالفین هم په خلاص زړه همدې کارونو ته دوام ورکوي. دولت دې یا د دولت په شان د خپلو خلکو د ژوند، مال او ناموس د ساتنې مسوولیت ادا کړي او یا دې هم ملت ته اجازه ورکړي چې د خپلو ځانونو ساتنه په خپله وکړي. سیاسي مشرانو، د خدای ج او ددې مظلوم د مظلومې او بې ارزښته وینې په خاطر نور سره د خپل سیاسي قدرت په اړه اختلافات یو لوري ته کړی او په پوره مینه او صداقت سره د خپلو خلکو خدمت وکړئ، تاسو یو ځل مینه ورکړئ وبه ګورئ چې ولسونه به لس ځله مینه درکړي.