د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاست او زمونږ سیاسي کلتور

میرولي جان لکڼوال 23.04.2015 00:00

په انساني ټولنه او په ځانګړي ډول په سیاسي ژوند کې مخالفتونه او اختلافات یو طبعي امر دی. څومره چې انساني ټولنه په سیاسي لحاظ پیاوړي وي نو په همغه کچه پکې د اختلافاتو او مخالفتونو پر وړاندې غبرګونونه هم منطقي، سیاسي او مسلکي وي. هغه ټولنې چې خام سیاسي بنسټونه ولري نو طبعي ده چې د هرې او په ځانګړي ډول د سیاسي پېښې پر وړاندې یې غبرګونونه د منطق او مسلکیتوب پرځای پر احساساتو ولاړ وي، پېښو ته په احساساتو سره ځواب ویل انسان د لوی تاوان سره مخامخ کوي. ځینې وختونه یوه وړه سیاسي اشتباه په لویه سیاسي اشتباه بدلیږي او آن ځینې وختونه یې جبرانول هم ستونزمن وي. زمونږ د ټولنې یوه لویه ستونزه هم داده چې په سیاسي ډګر کې د پخوالي لپاره یوه اوږده لاره په مخ کې لرو، علت او دلیل یې هم دا دی چې له یوې خوا سیاسیونو د ملت سره د ولسي سیاست پرځای خزبي سیاست کړی او له بلې خوا یې د خلکو د سیاسي شعور د تخنولو او ویښولو په لاره کې خپل رسالت نه دی ادا کړی. په ټولنه کې د مثبتو سیاسي خزبونو شتون د ولسواکۍ د ودې او تحقق له پاره ډېر اړین دی. له یوې خوا سیاسي ډلې او خزبونه قانوني فعالیتونو ته خلک رابولي او له بلې خو په سیاسي فعالیتونو کې د ګدون لپاره د خلکو هڅونه او علاقه زیاتیږي. سیاسي اخزاب د خلکو د افکارو په ویښ ساتلو کې مرسته کوي او خلک د شته نظام او حکومت له کړنو څخه خبر ساتي. په تاسف سره باید ووایم چې زمونږ په هیواد کې له یوې خوا غښتلي او ملي سیاسي خزبونه شتون نه لري او له بلې خوا چې کوم شتون لري یوازې او یوازې یې په فردي او تنظیمي اړېکو او ګټو پام ساتلی، تل یې د خپل بیچاره ملت له احساساتو، وینو او جذباتو د خپلو سیاسي ګټو له پاره ګټه پورته کړي، ملت یې له ډېرو مهمو سیاسي تحولاتو او بدلونونو لیري ساتلی او تر ډېره یې ترې حقیقتونه پټ کړي دي. د ملت د سیاسي شعور د کچې ټیټوالی د ځان غوښتوونکو سیاسیونو لپاره د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب له پاره ډېر ارزان خام مواد دي، همدا لامل دی چې په هېڅ شکل د خلکو د سیاسي شعور د پالنې او ودې له پاره کار نه کوي. کله چې په یوې ټولنه کې د خلکو د سیاسي شعور کچه ټیټه وي نو هغوی په اسانۍ سره د سیاسي لوبو ښکار ګرځیدلی شي همدا لامل دی چې سیاسیون ډېر ژر د خلکو احساسات راپارولی شي. د هیواد شته ستونزو او مشکلاتو ته په پام سره مونږ د تنظیمي سیاست پرځای یو ملي سیاست ته اړتیا لرو، د یو ښه فرد پرځای یو ښه او ملي سیاست ته اړتیا لرو، د ملي سیاست د رهبري کولو له پاره ملي رهبرۍ ته اړتیا لرو. د سیاست رښتیني څیره دومره بدرنګه نه ده لکه څه ډول چې اوسنیو سیاسیونو بدرنګه کړي ده، ملي او منطقي سیاست د ملتونو او هیوادونو د مادي او معنوي ارزښتونو د خوندیتوب ضمانت کوي. ځینې وختونه هغه سیاسیونو چې شخصي ګټو ته په ملي ګټو ترجیح ورکوي په لوی لاس داسې کارونه کوي چې د سیاست سره د خلکو علاقه کمه کړي، مونږ باید د سیاست سره خپلې اړېکې پرې نه کړو ځکه چې که مونږ په سیاست کې ګډون ونه کړو نو همدا کار بیا بل څوک کوي ممکن دا داسې کسان ووسي چې داسې پرېکړې او تصامیم په لاس ورشي کوم چې زمونږ او ستاسو په راتلونکي ژوند باندې په مستقیم او غیر مستقیم شکل ناوړه او منفي اغیز شیندلی شي. د مثال په ډول که مونږ یو تکنشن او ډاکټر په پام کې ونیسو، هغوی ولې بېلا بېل ډوله میکروبونه د میکروسکوپ لاندې نیسي؟ ایا د ډاکټر او تکنیشن میکروبونه خوښیږي؟ ممکن د پوښتنې ځواب دا اووسي چې ډاکټر د ناروغۍ د لامل د پیدا کولو له پاره دا کار کوي ترڅو د بشریت ژوند ته نجات ورکړي، دا په دې معنا نه ده چې د ډاکټر میکروبونه خوښیږي. سیاست هم ورته مثال لري، که چېرې زمونږ خوښ دی او کنه خو د انساني ټولنې د ملي او مادي ارزښتونو دخوندیتوب له پاره اړ یو چې په سیاست کې ګډون وکړو او یو مثبت سیاست په لاره واچوو. یو ډاکټر که یوه طبي اشتباه وکړي ممکن د یو انسان ژوند ترې واخلي خو که یو سیاستمدار سیاسي اشتباه کوي ممکن ملت ووژني او یا یې هم د تل له پاره د ایسارت او احتیاجۍ ځنځیر په غاړه کې ور واچوي.