د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسي اداره اولسي باور او ملاتړ ته اړتیا لري

میرولي جان لکڼوال 10.01.2012 13:31

په خپلو رایو د یو منتخب دولت د رامنځ ته کولو عمده ګټه هم داده چې دولت د خپلو خلکو او اتباعو پر وړاندې ملي او سیاسي مسوولیت اخلي، کله چې یو څوک د یو چا پر وړاندې د مسوولیت احساس وکړي او خپلې ورسپارل شوي دندې د همدې مسوولیت تر چتر لاندې پرمخ یوسي نو له شک پرته چې په دې ډول چارواکو او اداره به د خلکو د باور او اعتماد روحیه پیاوړي او غښتلي کیږي څومره چې په یوه اداره او نظام باندې د خلکو د باور او اعتماد روحیه پیاوړي وي نو په همغه اندازه دولت پیاوړی او د خلکو له پاره د خدمت مصدر ګرځیدلی شي ، برخلاف په کومه اداره کې چې اولسي باور وجود ونه لري نو شک نه شته چې له یوې خوا هغه اداره د خپلو چارو پرمخ بیولو کې له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان وي او له بلې خوا د اولس له همکارۍ څخه بې برخې وي. سالمه او اولسي اداره هغه مهال رامنځ ته کیدلی شي چې له یوې خو شته اداره د اولس قانوني غوښتنو او هیلو ته ځواب ورکوونکي اووسي او له بلې لورې په اداره کې داسې کسان ځای پر ځای شي چې له یوې خوا دې هیواد او خلکو ته ملي ارمان ولري او له بلې خوا د علم او مسلک په ګاڼه باندې سمبال وي، په دې دلیل به هغوي په خپلو چارو کې لاس بري وي چې خپلو خلکو او هیواد ته یو ارمان لري نو هغه به د یو ملي احساس له مخې پرته له دې چې خپلې ګټې په پام کې وساتي د خلکو په خدمت کولو بوخت وي او له بلې خوا هغه کسان چې په ورکړل شوي موقف کې مسلکي پوهه او تجربه ولري نو اداره یې له نوښتونو او ابتکاراتو څخه ډکه وي، کله چې په یوه اداره کې نوښت او ابتکار وجود ولري نو له شک پرته چې هغه اداره به د پرمختګ په لوري ګړندي ګامونه اخلي، همدا ډول په کومه اداره کې چې مسلکي کس شتون ولري نو د مامورینو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ روحیه پیاوړي کوي څومره چې په اداره کې همکاري او همغږي وجود ولري نو په همغه اندازه اداره موفقه او بریالی هم وي، برخلاف په کومه اداره کې چې غیر مسلکي کس شتون ونه لري نو له یوې خوا په اداره کې د همکارۍ او همغږۍ روحیه وژل کیږي او له بلې خوا په اداره کې د نوښت او ابتکار مخه نیول کیږي کله چې په اداره کې نوښت او ابتکار شتون ونه لري نو د تل له پاره به په زاړو شیانو تکیه کوي او په زړو شیانو تکیه کول پرته له شاه تګ بله مانا نه لري. یو بل څه چې د اولسي ادارې اصل پیاوړی کوي هغه په دوایرو کې په مطلق ډول د قانون او اصولو پلي کول دي، کله چې په اداره باندې د قانون او اصولو د واک منګولې ښخي شي نو په هغې ادارې باندې خلک راټولیږي او تل د خپلې ستونزې د هواري په موخه همغې ادارې ته مراجعه کوي خو کله چې په کومه اداره کې د قانون او اصولو پر ځای خپل پالنه او روابط په پام کې نیول کیږی نو له شک پرته چې هغه اداره د اولس باور د لاسه ورکوي، هیڅوک هم کوښښ نه کوي چې خپلې ستونزې او مشکلات هغې ادارې ته یوسي او یا هم ورسره مرسته او کومک وکړي نو لازم دا دي چې په هره اداره کې د روابطو پر ځای ضوابط حکومت وکړی او د همدې لارې اداره د اولس زړونه او فکرونه تر ګوتو کړي، هغوی چې د خلکو په فکرونو او زړونو پاچاهي کوي تر سر لوړي او بریالي وي، په یوه اداره کې د همغې ادارې پر مشر باندې د خلکو باور همغې کس ته نیک او غوره ټولنیز شخصیت وربخښي کله چې انسان ټولنیز او نیک شهرت ولري نو بیا هر څوک ورته د همکارۍ او مرستې لاس غزوي. مونږ ته هم لازم دي چې د اولسي باور د لاس ته راوړنې په موخه له یوې خوا په خپلو دوایرو کې د خلکو ستونزو او مشکلاتو ته په ورین تندي سره ځان ورسوو او له بلې خوا د هرې کړنې پر مهال یوازې او یوازې قانون او ضوابط په پام کې وساتو نه دا چې په اداره کې له توپیري چلنده کار واخلو او په نتیجه کې په خپله اداره او نظام د خلکو باور د لاسه ورکړو.