د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاسیون د سیاست په دروغجنه څیره کې

میرولي جان لکڼوال 18.04.2015 12:22

د سیاسي ډګر لوبغاړي تل هڅه کوي چې په ډېر مهارت سره د سیاست دروغجنه څیره خلکو ته ښکاره کړي او رښتیني څیره یې تل د ځان سره ساتلي وي، همدا لامل دی چې په سیاسي ډګر کې د شعوري او فکري بصیرت د لوړوالي لپاره یو هر اړخیز کار ته اړتیا لیدل کیږي. په سیاسي ډګر کې د ځوان نسل احساسات د سیاسیونو له پاره د سون د خامو مواد مثال لري، هرڅومره چې دا د سون مواد په اسانۍ سره په لاس راځي نو په همغه کچه سیاسیون د همدې احساساتو پر بنیاد خپلې ګټې خوندي کولای شي. په نړیواله کچه ځوان نسل د هر تحول او بدلون د سون خام مواد دي، سالمه سیاسي رهبري د ټولنې ددې ځواکمنې انرژۍ څخه د هیوادونو او ټولنو د بهبود او ګټې له پاره کار اخلي خو غیر سالمه رهبري بیا دا ځوانه انرژي د خپلو شخصي ګټو په موخه په بېلا بېلو لارو کاروي. هرڅومره چې په انساني ټولنه کې خلک سیاسي بلوغ ته رسیږي نو ورسره یې د سیاسي بصیرت او شعور سترګې هم غښتلی نظر پیدا کوي، هرڅومره چې د ځوان نسل د سیاسي بصیرت د سترګو نظر پياوړی وي نو په همغه اندازه د خپلو سیاسي مشرانو ډېرې لیرې په لار اچول شوي لومې او دامونه لیدلی شي او په اسانۍ سره په دې لومو کې نه را ایساریږي. برخلاف په کومه ټولنه کې چې د ځوان نسل د سیاسي بصیرت او شعور کچه ټیټه وي نو په ډېرې اسانۍ سره د سیاسیونو د دامونو او لومو ښکار ګرځیدلی شي. سیاسي بصیرت هغه مهال قوت پیدا کوي کله چې ځوان نسل د سیاسي مسایلو سره علاقه ښکاره کړي او د دولت له چارو په ورځیني ډول څارنه او نظارت وکړي، په سیاسي چارو کې د دوی مداخله او یا هم علاقه ددې سبب ګرځي چې د دوی د سیاسي بصیرت قوت پیاوړی شي. کله چې ځوان نسل د سیاست سره واټن پیدا کوي نو د هغو سیاسیونو له پاره چې یوازې او یوازې د ځان په اړه فکر کوي یوه طلایي موکه په لاس ورکوي. دا باید هیره نه کړو چې په سیاست کې بې علاقیتوب نورو ته زمینه برابروي ترڅو ستا د برخلیک تصامیم او پرېکړې په خپل لاس کې واخلي. دا نو د سیاسیونو له پاره ډېره ښه موکه ده چې ستاسو له بې علاقیتوب په ښه شکل ګټه واخلي او ستاسو راتلونکی له مستقیم او غیر مستقیم ګواښ سره مخامخ کړي. سیاست تر ډېره د سطرنج لوبه ده چې په فکر او ځیرکتیا سره ګټل کیږي، که د سیاست په لوبه کې یو قدم غلط پورته کړې نو عمري تاوان به وکړې، ځینې وختونه دا سیاسي تاوانونه دومره لوی وي چې جبرانول یې هم ستونزمن او آن ناممکن وي. یوه وړوکي سیاسي اشتباه په لویه سیاسي اشتباه بدلیږي او یوه وړوکي سیاسي رغونه د لویې سیاسي رغونې د بنسټ خښتي پیاوړي کوي. په سیاست کې د ځوان نسل بنسټیز رول ته په پام سره لازمه ده چې دوی ته په سیاست کې مناسبه ونډه ورکول شي، له یوې خوا به زمونږ د سیاسي ژوند ستنې پیاوړي شي او له بلې خوا به د ځوان نسل د انرژۍ څخه د ټولنې د مادي او معنوي ارزښتونو د خوندیتوب له پاره کار اخیستل شوی وي