د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انساني روغتیا اوناروغۍ

محمد انور ولید 26.05.2015 12:37

انساني مخلوق یوه ژوندۍ هستي ده چې په جسمي او فکري لحاظ د پیدا کېدو ، تغذیې ، ځوانېدو ، پخېدو ، تقلید ، تخلیق ، زړېدو او فنا کېدو قابلیت په ځان کې لري . د ذکاوت او هوش ( آی . کیو )کچه یې کله ارثي ـ او کله هم اکتسابي بڼه لري . خوڅېره او خواص یې پرته له څه خاصو مواردو نور ټول ارثي وي . ولې روغتیایي او د ناروغۍ حالت یې بیا له غذایي رژیم ( خوراک او څښاک ) ، تنفسي هوا ، نورو محیطي ( فزیکي ـ بیولوژیکي او کېمیاوي ) عواملو، د بدن داخلي سیستم ، رواني ( پسایکولوجیکي ) حالاتو ، او نورو مترقبه او متوقعه ، او غیر مترقبه اوغیرمتوقعه پېښو سره تړاو لري چې د روغتیا او ناروغۍ مَدّ او جَذر یې په سالم او ناسالم بدن دواړوکې د عروج او نزول په ګرافي شکل تر ستر ګوکېږي .
خو پوښتنه داده چې دغه انساني روغتیا او ناروغي په څو ډوله ده ؟ کوم ډول انسانان روغ او کوم ډول یې ناروغ وي ؟ آیا ددوي دغه رغتیایي ـ یا د ناروغۍ حالت ارثي او ذاتي دئ ، که نه اکتسابي اړخونه هم لري ؟ د روغتیا او ناروغۍ راز یې په څه کې دئ ؟ آیا ناروغي یوازې فزیکي اړخ لري او که تر ځنګ یې ډېرې خطرناکې ـ ساري رواني ناروغۍ هم شته ؟ انسان ولې له ساري ټولنیزو ناروغیو کرکه او وېره لري ؟ د انساني ناروغیو مخنیوی او درملنه څنګه کېدای شي ؟ څه ډول کولای شو چې له هر ډول جسماني ، رواني او ټولنیزوساري  ناروغیوڅخه یوه پاکه سالمه ټولنه ولرو ؟ ولې خلک روغتیا خوښوي ؟ د روغتیا ګټې او د ناروغیو ضررونه څه دي ؟.......... او داسې نور .
اوس را ځم د انساني روغتیا برخې ته :
انساني روغتیا په اصل کې د مور او پلار له سالمې ـ روغې اوحلالې نطفې ، او د هغوی د حال ـ استقبال او تېرې ماضي د بشپړ انساني کرېکټر( سلوک ) څخه را پیلېږي . مخکې له دې چې ماشوم دنیا ته راشي کله چې ماشوم د خپلې مور په رحم کې ژوندی شي ( د حمل په څلورمه میاشت )  باید مور یې خصوصاً مسلمانه مور له ټولو ناروا خبرو او عملونو څخه ځان وساتي ، ( غلا ، غیبت ، بهتان ، سپکې سپورې ، درواغ ، ناروا قتل ، زنا ، ګډاوې او نڅأ ، له خپل مېړه سره زبان بازي او کورنۍ جګړې ، چل ول ، ساز او سرود اورېدل ، ناروا اړیکې او نور قبیحه اعمال ټول له عقده سره سم تر شا پرېږ دي ، او پر ځای یې یا د قرآن تلاوت وکړي ، یا د بل قراءت ته غوږ شي ، یا دیني وعظ ته غوږ شي ، یا د رغنده انساني تګلارو سره جوخت د کتاب مطالعه وکړي ، او یا هم لږ تر لږه  پټه خوله شي ، ځکه په دې مرحله کې چې مور هر عمل تر سره کوي پر ماشوم یې په ګېډه کې مستقیم اثر پرېوځي . همدلته ده چې ماشوم تر تولد وروسته ذاتاً یا صالح وي او یا هم پدر خطأ او مادر خطأ . خو دا دماشوم خپل حق دئ چې باید د مورپه پاکو ( حلالو ) شیدو سره د هغې په سپېڅلې غېږکې د انسانې عاطفي مینې پرورښت او روزنه ورکړل شي . د بشریت د ترټولو لومړنۍ ښوونکې په توګه ورته د ټولو انساني اصولو په چوکاټ کې ښوونه وکړي . هغوی باید د خپل مور او پلار تر مسؤولانه سر پرستۍ لاندې په جسمي او روحې لحاظ هره ګړۍ اوګام په ګام وڅارل شي . د مړښت او لوږې ، پټې او لوڅې ، خوښیو او خفګان ( ځورېدو ) ، مثبت او منفي ( روا او ناروا یا حمیده او قبیحه ) بوختیا ـ حرکت او سکون ، ماشومانه لوبو او منزوي ( ګوښه ) پاتې کېدو ، ذوق او علاقې ( تمایُل ) ، اندروني رواني حلاتو ، او پټو مرموزو استعدادونو یې کلکه څارنه او نظارت وشي ، او د ښې راتلونکې له پاره یې هر ډول اړینو روا غوښتنو ته د حل لارې ولټول شي او د جسمي او روحي ناروغیو وقایوي مخه یې و نیول شي .
که مور او پلار د خپل ماشوم په وړاندې دغه ډول نظارت او څارنه ونه لري ، نو بیا چې دماشوم فزیکي ، روحي او فکري لښته د نوې ځوانۍ په مرحله کې په نیالګې ، او د ځوانۍ او پخېدو په مرحله کې په ځواکمنه بې ثمره او بې مېوې ونه باندې بدله شي ، نو بیا خو د هغې اصلاح ناشونې او مېوه به یې هېڅوک ونه خوري .
نباتي ونه خو بیا له انساني ونې سره دومره توپیر هم لري چې نباتي بې ثمره ونه خو پر ځای ولاړه وي اوتاوان یې یوازې همغې ځمکې ته دئ چې ونه شتون په کې لري ، ولې ددې پر خلاف انساني ونه خو متحرکه او خوځنده ده ، له همدې کبله د داسې انساني خوځنده بې مېوې ونې ضرر عام دئ .
داسې انسان بیا لکه مچ په هره چټلۍکې ښکېل وي او له یوه ځایه بل ته وژونکې ساري ناروغۍ او مېکروبونه له ځانه سره وړي . اویا هم لکه کرګس تل په مردابونوکې په خپل مردار رزق پسې غوټې وهي . په داسې حال کې چې انسان انسان دئ ، الله پاک انسان ته اشرف المخلوقات ویلي ، د خپل عقل له مخې د عزت او کرامت څـښتن دئ . ځکه خود خپل ځان او نورو په وړاندې د ټولو اړوندو انساني کارونو په تر سره کولو باندې مُکلّف او دایې دنده ده چې په خپل لاس او خپله ژبه یې د ضرر پر ځای خلکو ته نفع ( ګټه ) ورسېږي .
دا د مور او پلار او کورنۍ دنده ده چې د خپلې ټولنې د رغنده اصلاح له پاره په جسمي او فکري لحاظ سالم اولادونه ټولنې ته وړاندې کړي ، تر څو اولادونه یې خلکو ته د خیانت کولو پرځای د خدمت کولومصدر جوړ شي .
دا مهال زموږ خپله افغاني ټولنه په فزیکي او فکري برخو کې ډېره ناروغه او ډېرې ستونزې لري . اکثره افغان بچیان د منت په داروګانو باندې تداوي او روږدي شوي هم دي . اوس که د هغوی د علاج  له پاره مسیحا هم راشي د مُدّوا او رغېدو امکان یې ډېرکم دئ . ځکه چې اوس له هغوی څخه سټې جوړې شوې ا و په سټوکې یې هر ډول مېکروبونو او ساري ناروغیو داسې ځالې جوړې کړې دي چې ټولنیزو طبیبانو ته یې هم سرایت ترې کړی . اوس په هغوی کې هم فکري او جسمي دواړه ډوله ناروغۍ پیدا شوې دي .
افغان میندو او پلرونوته په کار ده چې د افغانستان د ژغورنې له پاره پرخپلو اوسنیو نسلونو باندې کار وکړي او د راتلونکو نسلونو له پاره د کورني تعلیم او تعلُم په خاطرد نویو سترا تیژیو له مخې نوي بابونه پرانيزي ، ترڅود افغانستان راتلونکي نظامونه او د هغوی برخلیک له کورنیو ، سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو او توطیؤ سره مخ نه شي .
ځکه له تېرو دری نیمولسیزو را په ایسته چې کومې ناخوالې او بشري ناورینونه پر افغانانو باندې د پردیو له خوا تحمیل شول ، د هغوټولو پړه د مخکینیو بې بندوباره حرام خورو داخلي کورنیو ، سیمه ییزو او نړیوالو کورنیو پر غاړه ده . هغوی خو پرخپلواولادونو باندې تل حرام خوړلي وو چې خپلو اولادونو ته یې یوازي د حرام خوړلو او تو طیؤ جوړولو ښوونه او روزنه ورکړې وه . ځکه یې په ډېره بې رحمۍ سره پرله پسې په هر اړخیزه توګه افغانستان ـ او په افغانستان کې مافیها ټول هر څه پرې تبا او بر باد کړل .
هو ! د حرامو نطفو او حرام خورو وروستۍ پایلې همداسې وي چې د خپلې ټولنې او نورو ټولنو پر ټولو خدای ور کړو روا حقوقو باندې د نابودۍ پل ور اېږدي . پردیني او ملي روایاتو ، عقایْدو او ارزښتونو باندې یې ملنډې ور ووهي . شعور ته په سپکه ـ او مادې ته په درنه سترګه ګوري . همدلته ده چې په فکري ناروغۍ باندې اخته انسان هرڅه د خپل ناقص مادي عقل د زاویې له کنجه ګوري ، خو حقیقت یې په کې په دار ځړولی .
لازمه ده چې افغان کورنۍ د خپلو اولادونو فکري روغتیا ته هم ډېره پاملرنه وکړي . ترڅو افغان بچیان په بې علمۍ کې د پردیو انسانیت ضد افکارو او پردیو استخباراتي غلطو سبقونو ښکار نه شي .