د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اې افغانانو ! د جګړې دوام غواړئ ، که دایْمي سوله ؟

محمد انور ولید 19.05.2015 11:14

مخکې له دې چې د جګړې او سولې په اړه څه در ته ولیکم لازمه ګڼم چې لومړی جګړه در وپېژنم :
جګړه د حق او باطل تر مینځ فزیکي ټکر او تصادم ته ویل کېږي چې د شومو اهدافو ، سؤ تفاهماتو ، تاو تریخوالي او شخړو له امله د متقابلو خواوو تر مینځ سره پېښېږي . مرګ ژوبلې له ځانه سره لري ، خو اورونه او لمبې  یې تر قامونو ، ملتونو ، هېوادونو ، سیمې او نړۍپورې رسېږي . میاشتې او کلونه دوام مومي . ولې بیا هم وینه په وینه نه مینځل کېږي . د ګوډي لار آخر په ژرنده ده .  د مرګ ژوبلو او جګړو وروستۍ پایله هم سوله او جوړ جاړی دئ . ځکه دنیا ټوله په جګړو کې ډېره ژر ورانه شوې ،خو په سوله او همزیستۍ کې وروسته له پېړیو تېرېدو څخه د انسانانو په تڼاکو لاسونو ، او خولو تویولو سره آباده شوې هم ده چې د اسلافو ثمره یې بیا اخلافو         ( وروستیو نسلونو ) خوړلې ده .
هو! همدغه د انساني تاریخي ژوند دوراني څرخ دئ چې د ژوند ډولچې په کي په خپل نوبت سره ډکېږي او تشېږي . خو سوله د بیا رغونې یو داسې بېخپوره بنسټ دئ چې پر مټ یې پرته له څه ډاره په خلاص او ورین تندي انساني سوله ییز ژوند بنأ شوی . داسې ژوند چې هلته انسان د انسان له اسارت او غلامۍ څخه د یو منل شوي قانون په چوکاټ کې خلاص وي . د پردو د منت له دارو پرته ډاډمن ، هوسا ، بسیا او خپلواک ژوند ـ سمسور او ښېرازه هېواد ولري .
نږدې څلور لسیزې وشوې چې زموږ په هېواد کې پردۍ جګړې روانې دي ، او د سون توکي یې هم خپله افغانان دي . په مېلیونونو افغانان ددې پردۍ جګړې قربانیان شول . د چا رمې او سرونه په کې ولاړل ، او د چا ارتینې او کورونه په کې ولاړل ، ځوک په کې خانان شول ، او ځوک په کې پوډر یان شول ، همدا تېره ورځ مې یو خبر د تلوېزیون په پرده واورېد چې : په افغانستان کې همدا اوس ( دری مېلیونه ) وګړي په نشه یې موادو او پوډرو باندې معتاد دي . مانا یې داده چې : زموږ ( دری مېلیونه ) ځوانه انرژي د پوډرو له امله له کاره لوېدلې او فلج  ده . خو ګټه هغه چا په کې وکړه چې دلته یې زموږ په خاوره کې خپل عسکر ټرېنېنګ کړل ، د کال ( ۷۲ ) میلیارده ډالره یې د مخدرو موادو له قاچاق څخه تر لاسه کړل ، د سلګونو میلیاردو ډلرو په ارزښت یې د افغانستان لرغوني توکي او نور معدني مواد غلا کړل ، د خپلو وسلو د پلور له پاره یې په سیمه کې مارکېټونه پیدا کړل ، د افغانستان وسلې او مهمات په کې له مینځه ولاړل ، په افغانستان کې په لوی لاس وسلې او مهمات په داسې حال کې تباه کېږي چې زموږ ملي اردو او ملي پو لیس کافي وسلې او مهمات نه لري ، افغانستان په کې بې وسلې شو ، خو په تر خولې پورې مسلح ګاونډیانو باندې بیاخپلې درنې وسلې پلوري  . نړیړوال خپلو سترا تیژیکو موخو ته په کې ورسېدل ، د افغانستان د سترا تیژیک او اقتصادي کانال له لارې یې په داسې حال کې په میلیاردونو ډالروخپل سوړ تجارت روان کړی چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو له مخې د افغانستان د نظام او اتباعو اقتصادي نبض ( ۷۵٪ ) حاد حالت ته را ټيټ شوی دئ . نن دا هېواد په ټوله نړۍ کې د کوما په حالت کې د خپل برخلیک شېبې شماري ، خو بیا هم د نړیوالو او ګاونډیانو پرې زړه سوی نه شته . هغه متل دئ چې وایي : ( بز در غم جان کندن است و قصاب در غم چربو . )
افغانانو خو په دې جګړو کې هم خپل سړي له لاسه ورکړل او هم خپلې شتمنۍ . کارروزګار په ټپه ولاړ دئ .
مشران یې د ډېرو ورانیو او ورځنیو پلانیزه پېښو له امله دومره په خپلوکې سره بوخت کړي چې د خپل هېواد او نظام دجوړ جاړي او اصلاح کولو فرصت یې هم ترې اخیستی دئ . ځکه د سیمې او نړۍ استخباراتي کړۍ ټولې د افغانستان او افغانانو په هر اړخیزه ورانولو کې ښکېلې دي . د افغانستان ملت تعلیم کولو او صحي چارو ته نه پرېږدي . مکتبونه او کلینیکونه ور ته ورانوي ترڅو تل بېسواده ، ناروغ او دوی ته محتاج پاته شي . د خپل تولید تر وخت تېر ، بې کیفیته او وراسته خوراکې ـ سون ، صحي او نور توکي چې په نوره نړۍ کې بازار نه شي ور ته موندلی  او پلورل یې جرم دئ ـ افغانستان ته راوړي ، او دلته یې د نړیوال ترخ له مخې پر افغانانو باندې پلوري او له دې لارې په میلیاردونو ډالر له افغانانو څخه خپلو هېوادنو ته وړي .
داسې برېښي چې جګړه او د جګړې دوام په افغانستان کې د پردیو موخو او پردیو ګټو له پاره روان دئ . په جګړه کې د افغانانو هېڅ ګټه نه شته . پردی کټ تر نیمو شپووي ، او پردۍ ډوډۍ تر زره منه تیږه لاندې ده .
یا خپل کور ـ یا خپل ګور . دغه مرستې چې په مستقیم او غیر مستقیم شکل له افغانانوسره کېږي ، تردې ټولو د افغانستان د خپلواکۍ او زموږ د هېواد او هېواد والو بیه لوړه ده . که چېرته نړیوال او ګاونډیان له افغان دولت او افغانانو سره ريښتینې مرستې کوي ، نو هغه پیسې چې دوی یې په افغانستان کې پر جګړه باندې لګوي ، هغه دې پر سوله باندې ولګوي . د جګړو د تمویل ، تجهیز او ټرېنېنګ سر چینې دې نورې ور وتړي ، او د مرستو ورخ دې وروسته له دې د سولې پر پټې ور خوشې کړي . هغه سوله چې ټول افغانان او ټول بشریت ور ته اړتیا لري .
اوس خوښه د افغانانو ده چې جګړې خوښوي ـ یا سوله .
هغه افغانان چې د پردیو استخباراتو په واک کې یې ځانونه ورکړي ، او د پردیوګټو له پاره یې ځانونه په فدایانو کې شامل کړي ، دوی دې لومړی پر دین باندې ځانونه پوه کړي چې آیا په پردیو استخباراتي جګړو کې د پردیو استخباراتو په قومانده د خپل ځان او نورو مسلمانانو وژل روادي ـ که ناروا ؟ آیا دغه مقامات به دوي ته آزادي ور کړي ؟ په داسې حال کې چې ددغو افغانانو مشران هم همدغو استخباراتو  ور ووژل ، او په نامالومو سلولونو کې یې په بند کې ساتلي او ځینې یې بیا په پردیو ځواکونو باندې ور ته وپلورل .
ټول افغانان له ټولو نورو افغانانو سره دوښمني نه لري . که وسله وال مخالفین له ځینو داخلي افغانانو سره کومې ستونزې لري ، تر ټولو ښه لاره یې داده چې د خدای تعالی قرآن ته دې دواړه خواوې په خپلو کې له منافقو درېیمګړو پرته سره کښېني . خدای ته دې مخ او نورو ته دې شا کړي ، خدایتعالی به پر ټول افغانستان او افغانانو باندې رحم وکړي ، خپلې ستونزې دې په خپله په خپلو کې سره هوارې کړي . چې د خدای کتاب او خپل وجدان موجود  وي ، بیا نه غربیانواو شرقیانو ته د درېیمګړي توب څه حاجت شته ـ او نه هم کینه کښو ګاوږنډیانو ته . همدا د سولې لاره ده . د نړیوالو او ګاونډیانو په استازیتوب په افغانستان کې سوله نه راځي ، ځکه همدوی دي چې په افغانستان کې یې د خپلو ګټو او خپلو موخو له پاره د جګړې توازن ساتلی ، افغان دولت او مخالفینو دواړو ته وسلې او مهمات ورکوي . هغوی په خپلو کې سره وژني او دوی د خیر په غونډۍ ور ته ناست دي . همدغو ګاونډیانولومړی مجاهدین د روسانو په وړاندې استعمال کړل ، بیا یې په خپلو کې سره ووېشل ، ور پسې یې سره وجنګول ،  وروسته یې د مجاهدینو حکومتونه ور ړنګ کړل ، او اوس یې خپل ملي یووالي او بیا رغونې ته نه پرېږدي . که افغانان په خپلو کې سره یو موټی شي ، زه یقین لرم چې ددنیا ډېر ستر طاقتونه به هم ور ته ټینګ نه شي . او نه به یې څوک استعمال کړي . راځۍ دغه پردي سوټي ور وغورځوۍ ! زموږ ټولو اصلي دوښمن مالوم دي . چې موږ چا تباه او بر باد کړو . تر پردۍ قوماندې او پردۍ جګړې د خپل عقل قومانده موږ او تاسې ټولو ته غوره ده . داخو اوس ټولو ته مالومه ده چې دا جګړه د کفر او اسلام جګړه نه ـ بلکي دا یوه استخباراتي او د پردیو موخو را باندې تپل شوې جګړه ده . او موږ باید له دې جګړې نور څنګ ته شو .ځکه دا سې جګړو د تاریخ په اوږدو کې کله موږ ته د بخت تاج را په سر کړی ـ او کله یې را څخه اخیستی  او پر موږ باندې د پردیو ملکونو مرغۍ شړي .
کله پرافغانانو  د مجاهدینو نومونه ږدي ، او کله یې بیا د ټوپک سالار ، جنګ سالار او ترورېست په نومو نوسره  یادوي او وژني یې . چې دا بیا یو له بل سره هېڅ سر نه خوري . ښه داده چې افغانان دې په خپل ګرېوان کې سر ټيټ کړي ، له خپله ځانه دې وپوښتي چې دا پردي معاملې به تر څو ددوی پر سر روانې وي ؟ او تر څو به دوی د پردیو قوماندې ته لاس په نامه ولاړ وي ؟ تر څو به په پردیو ځمکو در په در او خاورې په سر ګرځي ؟ تر څو به یې پردیو خولو ته غوږ نیولی وي ؟ تر څو به ددوی په نماینده ګۍ پردي خلک ددوی په سرنوشت او برخلیک باندې غږېږي ؟ تر ځو به خپله خاوره او خپله جغرافیه د پردیو اهدافو له پاره په خطر کې غورځوي ؟
نه ! ښه خبره خو داده چې ټول دې د سولې لاره خپله کړي . په افغانانو کې من او نیمنی نه شته ، هېڅوک پر هېچا باندې پرته له تقوا ، علم او ادب څخه  بر تري او فضیلت نه لري . ځکه شرافت د هر انسان په علم او ادب سره دئ ـ نه په مال او نسب سره . هر څوک چې واکمن وي  ـ  هغه باید راستمن او د ټولو اتباعو خادم هم وي .