د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټاکنې او د ناقانونه کډوالو برخليک

یاسر الهاشمی 27.04.2015 12:16

په انګلستان کې پارلماني ټاکنې د روان کې د می د مياشتې په (۷) نيټه تر سره کيدونکی ده او په اغلب ګمان د ټاکنو برخليک ټاکوونکي موضوع مهاجرت ده.
(Yvette Cooper) د انګلستان د کارګر ګوند مخکښ نوماند د ټاکنيزو کمپاينونو په لړ کې د اپريل په (۲۳) نيټه وويلي چې د ګارګر ګوند له بریا سره به د مهاجرينو شمیره راټيټه شي.
نوموړی زياته کړه چې:
((ډيويد کامرون، د (۲۰۱۰ ع) په ټاکنو کې ویلې و چې موږ د عذر له منلو څخه پرته به د کډوالو شميره تر لسګونو زرو پورې راټيټه کړو.
د کامرون د ترسره کړې وعدې دا پنځم کال دی خو دوی و نه توانيدل چې د کډوالو شميره په انګلستان کې تر لسګونو زرو پورې راټيټه کړي، د کډوالو اوسنی شميره له هغې څخه ډيره زياته ده کوم چې کامرون وعده کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې کامرون یو ځلې بیا غواړي خلکو ته په دروغو وعدې ورکړي.))
کوپر زياته کړه چې، د کامرون د خبرو او عمل تر منځ ډیر لوی واټن شته او موږ باور لرو چې دغه موضوع د انګلستان اوسيدونکو ته روښانه شوی، خلک به د رایی ورکولو په وخت کې د نوماندانو صداقت او جديت ته ګوري نه کاذبو وعدو ته.
د کوپر د وينا له مخې کډوالۍ د انګلستان لپاره مهمه موضوع ده او لازمه ده چې د کډوالۍ د مخنيوی لپاره ښه پروګرامونه وي.
کوپر ويلې چې دوی به د انګلستان د کډوالۍ په سيستم کې معقول او پلي کيدونکی اصلاحات رامنځ ته کړي، په کومو چې محافظه کار ګوند په تيرو پنځو کلونو کې ندې توانيدلی .
د نوموړي د څرګندونو له مخې هغه موارد چې دوی پکې اصلاحات رامنځ ته کوي په لاندې ډول دي:
- د انګلستان په سرحدونو کې د پوليسو او ساتونکو په شميره کې زياتوالی .
- په سرحدونو کې د شته پوليسو په شميره کې د زرو په شاو خوا کې زياتوالی
- هيواد ته د راتلونکو او تلونکو کسانو د شميرې د معلومولو لپاره د نوی سيستم جوړول چې د ناقانونه کډوال مخه ونیول شي.
- موږ به نوی بنديزونه وضع کړو، هيچا ته به د دې اجازه ور نکړو چې حداقل تر دو کلونو پورې د محکمې پر پريکړې د بيا کتنې ادعا وکړي.
- د کډوالۍ د کنټرول لپاره پر مختللی سيستم رامنځ ته کوو، يواځې هغو کسانو ته به انګلستان ته د داخليدو اجازه ورکړل شي چې د فوق العاده استعدادونو لرونکی واوسي. موږ به غير مسلکي کسانو په وړاندې د انګلستان دروازې وتړو.
- هغه مافيايې ډلې چې په انګلستان کې ناقانونه کډوال په دنده ګماري او د هغې د کارې قوي څخه غلطه استفاده کوي، زموږ ګوند به د دوی په وړاندې جدي کړنې ترسره کړي.
- د هغه شبکو پر فعاليتونو به بنديز ولګوو چې بهرنيانو ته د کار زمينه برابروي هغه شبکې چې ناقانونه کډوال په دنده وګماري پر هغوی به درندې نغدي جريمي وضع کړو.
د انګلستان خلک ښه پلان او برنامه غواړي او دا د کارګر ګوند ده چې دوی ته ښه برنامه او پلان وړاندې کوي.
موږ به ټولنې سره نه جلا کوو، هيوادونو سره د ښو اړيکوغوښتونکی يو خو په دې باور یو چې کډوالۍ کنټرول کيدای شي البته په هغه صورت کې چې ښه پلان وي.