د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناقانونه کډوال او د محکمې پر پريکړې بياکتنه

یاسر الهاشمی 25.04.2015 12:32

په انګلستان کې پناه غوښتنه درې پړاونه لري. که چيرې يو شخص په لومړی پړاو کې منفي ځواب تر لاسه کړی د بيا کتنې حق لري او د بيا کتنې له درخواست سره سم دويم پړاو شروع کيږي. که چيرې په دويمه مرحله کې د منفي ځواب سره مخ شي بيا هم کولای شي چې پر پريکړې د بيا کتنې غوښتنه وکړي.
په ناقانونه لارو انګلستان ته راتلونکي کډوال دغه هيواد ته له داخليدو سره سم د پناه غوښتنې درخواستونه ورکوي. له درخواست سره سم د پناه غوښتنې د پروسيجر لومړی پړاو (ابتدائيه پړاو) شروع کيږي.
په ډيری مواردو کې پناه غوښتونکي په لومړي پړاو کې د منفي ځواب سره مخ کيږي. خو دا چې د انګلستان قوانين دغه کډوالو ته د بيا کتنې حق ورکړی نو دوی پر پريکړې باندې د بياکتنې غوښتنه کوي.
د ناقانونه کډوالو د دوسيو رسيده ګې په دويم او دريم پړاونو کې لږ تر لږه شپږ مياشتې وخت په بر کې نيسي چې په دغه شپږو مياشتو کې ناقانونه کډوال د انګلستان حکومت د اوږو بار وي؛ د دوی د ساتنې او اوسيدو لپاره د ځای بندوبست کول، د خوراک مصارف او همدارنګه اداري، کاري او محافظتي پرسونل په کار ګمارل او هغوی ته معاش ورکول.
((موږ به ناقانونه کډوال د ابتدائيه پريکړې څخه وروسته بيرته خپلو هيوادونو ته وليږدوو. او دوی کولای شي چې د خپل هيواد څخه زموږ پر پريکړو د بيا کتنې ادعا يا غوښتنه وکړي)).
ميرمن می (Theresa Mary May)، چې د محافظه کار ګوند يوه مخکښه عضو ده پداسې حال کې پورتنې وينا کړیده چې تر هغې وړاندې ډيويډ کامرون ويلې و چې د راتلونکي ټولټاکنو برخليک ټاکوونکی موضوع مهاجرت دی.
ميرمن می (May)، ویلې چې د کډوالو په وړاندې زموږ پاليسې (کړنلاره) به د کډوالو شميره په انګلستان راټيټه کړي، د ا ځکه چې موږ په اول قدم کې کډوال ډيپورټ کوو او بيا ورته د بياکتنې حق ورکوو. په تيرو کلونو کې دغه کړنلاره يواځې د بهرنيو مجرمينو په وړاندې پلي کيده.
آغلی می (May) زياتوي:
(( هغه کسان چې د هغوی ډيپورټ د هغوی د مرګ لپاره پيلامه جوړوي او يا ورته جدي خطر متوجه کوي د دې کړنلارې د تطبيق تر چتر لاندې نه راځي، هغوی کولای شي چې له همدې ځای (انګلستان) څخه زموږ پر پريکړو د بیا کتنې غوښتنه وکړي.))
که څه هم دغه طرحه يا کړنلاره د انګلستان د مهاجرت قانون سره په ټکر کې دې خو میرمن می (May) ویلی چې په ټاکنو کې د برياليتوب په صورت کې به قانون تعديل کړي.
په (۲۰۱۰ ع) کال کې، په تخميني ډول يو ميليون ناقانونه کډوال په انګلستان کې ژوند کاوه او د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال د ګوندونو مشران په ځانګړې توګه ډيويډ کامرون ژمنه کړی وه چې دغه شميره به تر (۱۰۰۰۰۰) پورې راټيټه کړي.
د ډيويډ کامرون حکومت پدې وتوانيد چې يو شمير اشخاص د انګلستان څخه په وتلو مجبور او ډيپورټ کړي، تر څو د ډيرو کسانو ډيپورټ کولو له لارې خپله ترسره کړی ژمنه پوره کاندي.
خو د هڅو سره سره هم پدې و توانيد چې د کډوالو شميره تر لسګونو زرو پورې راښکته کړي. د کډوالو وروستی شميره چې د انګلستان د احصائيي د ملي ادارې لخوا خپره شوی،(۳۰۰۰۰۰) تنه اټکل شوی.
د کورنيو چارو وزارت د احصائيي د ملي ادارې د راپور پر اساس حکومت پر دې توانيدلی تر څو د اروپايي اتحاديي څخه غیر له نورو هيوادونو څخه د راتلونکو کډوالو په شميره کې (۱۳٪) کموالی رامنځته کړي. خو، د اروپايي اتحاديي د غړو هيوادونو څخه راتلونکو کډوالو د شميرې په کمولو کې پاتې راغلی او علت يي هم د انګلستان اقتصادې پیاوړتيا ده.
په انګلستان کې د مهاجرت د چارو شنونکي وايي چې ډيويډ کامرون بايد د اروپايي اتحاديي څخه د راتلونکو کډوالو د شميره د راکمولو لپاره بايد هم ژمنه وکړي، تر څو خپل مخالفينو ته وښيي چې کولای د اروپايي اتحاديي له غړو هيوادونو څخه د راتلونکو کډوالو د شميرې د کمولو لپاره هم پلان لري.
د دې تر څنګ د محافظه کار ګوند ځينې غړې په دې باور دې چې،که انګلستان د اروپايي اتحاديي له غړيتوب څخه بهر نشي، د دې اتحاديي د غړو هيوادونو څخه د راتلونکو کډوالو مخ نشي نيول کیدای.