د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ړوند تقليد

مجيد ژړاند 27.03.2015 11:01

موږ دکومو پېړيو وګړي يو؟ موږ په کومه زمانه کې ژوند کوو؟ شعار مو مرګ ، غندنه مو مرګ او حتی دبل په نغوته په خپل نغري کې اور نه پرېږدو ، موږ داسې څوک یو چې ټوله نړۍ راته حيرانه ده، موږ داسې وګړي يو، چې په جوماتونو کې مو قرانکريمونه سوځي ، خو هيچا پرې چرط هم خراب نه کړ.
په لوبغالو کې مو واړه ماشومان دځان وژونکو دبريد ښکار وګرځېدل هيچا هم پرې غوږ ونه ګرول چې ولې دغه ظلم له موږ سره کېږي.
واړه ماشومان او ښځې مو دماينونو قرباني ګرځي، چا يې په اړه دتسليت لپاره هيڅ هم ونه ويل.
په سيدا باد کې مو دملکي وګړو موټرو کې دښمن خپل وروڼه او خوېندې راوژني، هيڅ مو دلاسه ونه شول.
په زرګونو نورې ورته پېښې، دطالبانو دواکمنۍ پرمهال دګېرو ولسوالي دعبدالله خان بابا مسجد دامربالمعروف او نهي عن المنکر دمشر مولوي شېرګل له لورې په داسې حال کې ونړول شو چې په مسجد کې قرانکريمونه په تاخچو کې ايښی وو، دشپې په نهه بجې يې کليوال بېګار کړل او مسجد يې شهيد کړ.
داسې په لسګونو نورې ورته پېښې ، صحرايي محکمې او زموږ ناخبره ړوند تقليد چې دبل په نغوته خپله لمن په اور سېځو
د۱۳۹۳ل کال دکب دمیاشتې په اته ويشتمه نېټه دکابل ښار په شاه دوشمشېره کې هغه کرغېړنه پېښه چې په زرګونو خلکو يوه ښځه بې له کوم جرم څخه په شهادت ورسوله، ددوی استدلال داوه چې ګواکې قران پاک يې په اور سېځلی دی. په زرګونو ناخبره خلکو فرخنده په ډبرو وويشتله، وروسته يې موټر پرې وخېژاوه، له هغه وروسته يې بیا په اورهم وسېځله، همدغه ډول وحشتناکې پېښې چې دښار په منځ کې تر سره کېږي.
فرخنده په شهادت ورسېدله، هيڅوک په ګران هيواد کې ددې جرات نه شي کولای چې اسلامي مقدساتو(سپېڅلتياوو) ته په سپکه وګوري.
په هيواد کې ډېر داسې کارونه شتون لري چې نه په اسلام کې جواز لري او نه يې هم ټولنه هغه زغملی شي ، کوډګران تاويذ ګر چې تل يې دخلکو شتمني ته سترګې نيولي وې، له هغوی نه پيسې اخلي ، دغه خلک ولې ددغه کسانو پر ضد داسې کړنه نه تر سره کوي چې هم داسلام غوښتنه او هم دټولنې اړتيا ده؟
په پوره باور سره ويلی شم چې موږ لا اوس هم د ړوند تقليد پيروان يو ، موږ اوس هم دبل په نغوته دخپل روښانه راتلونکي شمعې وژنو، موږ کې لا اوس هم ظالم او تېری کوونکی ستایل کېږي، موږ لا اوس هم دظالمانو په لاسونو ورپرېوځو او قدر يې کوو.
که مو رښتيا دخپلې ټولنې اصلا ح ته ژمن يو ، نو باید دهر چا تېري ته دتېري کوونکي او جابر په سترګه وګورو، هغه څوک چې کار کوي او دټولنې دسمون هڅې کوي، هغه باید وستايل شي، هغه څوک چې زموږ او تاسو دښېګڼې لپاره هڅې او هاند کوي دهغوی ستاينه وکړو.
دښار په منځ کې فرخنده وژل کېږي، زما په څېر ډېر ناخبره وروڼه په دې اند دي چې ګواکي موږ دفرخندې په وژلو وياړ کوو، کاشکې موږ په پوهه لږ ځواکمن وای ، دښه او بد توپير مو کولای ، دروښانه ورځې په قدر پوه وای، نو نن به مو ټولنه داسې دبدمرغۍ او غفلت په لړو کې ورکه نه وای.
دپکتيکا په ارګون او يحیی خېلو پېښې څومره دردوونکې وې، په اندړو ولسوالي کې دولادي ناروغانو موټر په ماین الوزول کېږي، په لسګونو دې ورته پېښې چې هم مو تنکي ځوانان له لاسه ورکړل او هم دهغوی په شهادت پښېمانه نه شو، دکوچنوټو ماشومانو خيالي نړۍ ،ددوی لوبې او دلوبو پرمهال پرې چاودنه دردوونکې نه وه؟
موږ دناپوهۍ په سمندر کې لا غوټې وهو ، په خپل تر سره شوې وحشت وياړو، هم مې په مقتول له سترګو لپه ، لپه اوښکې تويېږي او دقاتل په وژلو خو دومره ځورېږم او دده وحشت جرات ګڼم .
اوس تاسو فيصله وکړئ چې موږ دړانده تقليد پيروي نه کوو.