د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال ملګري ويډيو کنفرانس اونيزه ناسته وکړه

مجيد ژړاند 09.08.2015 20:17

کليوال ملګري ټولنې د روان کال دزمري دمياشتې په ۱۶مه نېټه خپله اونيزه پرله پسې څلور څلوېښمته او ويډيو کنفرانس درېيمه ناسته وکړه.
غونډه د نور کله په څېر د سپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره پيل شوه، ورپسې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو مرستيال ښاغلي کمال سادات خپلې خبرې پيل کړې، داونيزې ناستې ( دښې حکومتولي په برخه کې د ځوانانو ونډه او مسووليتونه ) موضوع دغونډې برخه والو ته وړاندې شوه.
لومړی کمال سادات کليوال ملګري له دې امله وستايل، چې خپل مسووليتونه يې په ښه توګه سرته رسولي دي، همدوی دخپلو فرهنګي هڅو په برکت دهيواد په کچه خورا ښه پرمختګ کړی دی، همدغه ځوانان دهيواد او ژبې لپاره بې دريغه هڅې او هاند کوي.
ښاغلي کمال سادات دخپل لکچر په پيل کې وويل: ( زموږ په ګران هيواد افغانستان کې دځوانانو سلنه زياته ده او د نفوسو ۶۵ سلنه تشکيلوي، چې په نورو هيوادونو کې بیا دزيات عمره او ماشومانو سلنه لوړه ده، باید په خواشينۍ سره ووايو، چې په هيواد کې شته بدمرغيو ډېر ځوانان شهيدان کړل اوس هم په هیواد کې ځوانان دستونزو قرباني دي.)
کمال سادات په خپلو راتلونکو پلانونو باندې خبرې وکړې: ( دا چې ځوانان په دولت کې فعاله ونډه ولري، دځوانانو لپاره کار شوی وي، ډېری ولایتونو ته مو ځوانان دلوړو پوسټونو لپاره لېږلي، چې د ولايت له مقام نه نيولي تر رياستونو او امريتونو پورې مو ټول ځوان کدرونه جذب کړي دي.
که څه هم د ځوانانو په وړاندې تر ټولو سترې ستونزې د ولورونو ستونزه ده، چې باید مدني او فرهنګي ټولنې ددغه ستونزې وړلو لپاره له علما کرامو او قومي مخورو سره خبرې وکړي.
همدارانګه موږ پر دې کار کوو، چې په راتلونکي د ولايت په مرکز سربېره د ولسواليو او کليو په کچه هم غواړو له علما کرامو او قومي مخورو سره ناستې ولرو، تر څو په راتلونکي کې ځوانانو ته د لوبو اوسپورت لپاره لوبغالي جوړ کړو، له همدې لارې به د ځوانانو او چارواکو تر منځ فاصلې لنډې او دښې حکومتولي په برخه کې به مو خورا پرمختګ کړی وي.)
ښاغلي کمال سادات وويل ددې لپاره چې ځوانان مو له بېکارۍ او بېوزلۍ ژغورلي وي، موږ پر يوه نوې ستراټيژي کار کو، ځوانان دسولې او بیا پخلاينې په ډګر کې هم ګټور ثابيتېدلی شي، ځکه دجګړې په مخالف جهت کې هم ځوانان دي، چې د هغوی پخلاينه د ځوانانو کار دی، دسولې عالي شورا کې به هم ځوانان جذب شي، دولسواليو په کچه به دځوانانو شوراګانې تنظميږي، چې د هيواد په ډېری برخو کې دغه کار شوی او په ځينو برخو کې لا هم پردې توانېدلي نه یو، چې شوراګانې تنظيم کړو، موږ داطلاعاتو او فرهنګ د وزارت په چوکاټ کې دځوانانو د ساتنې او مصونيت کمېټه لرو، که کوم ځوان له ستونزو سره مخ وي، نو به هم دغه شوراګانو د راپور له مخې به د ځوان همدغه ستونزه د ځوانانو د ساتنې له کمېټې سره شريک کېږي او پروړاندې به يې تصميم نيول کېږي.
وروسته ښاغلي کمال سادات وويل چې دغزني د ځوانانو ستونزې او همدارانګه د کليوال ملګري د ټولنې هغه فعا ليتونه چې د ځوانانو دعامه وړتيا د لوړولو هڅه يې کړې له خپل اړوند وزارت سره شريکې کړم.
غونډه دقاضي محمد امين په دعايې سره پای ته ورسېدله.
هېره دې نه وي، چې کليوال ملګري درېيمه ويډيو کنفرانس غونډه دلېنکن په ښوونيز مرکز کې رابللې وه.