د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال ملګري ټولنې پرله پسې څلور شپېتمه اونيزه ناسته وکړه

مجيد ژړاند 28.12.2015 13:58

د روان کال د مرغومې د مياشتې په پنځمه نېټه کليوال ملګري ټولنې اونيزه  څلورشپېتمه ناسته وکړه.
د غونډې د نظامت چارې د جميل وقار په غاړه وې،  غونډه د سپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره وکړ، ورپسې مجيد ژړاند ته بلنه ورکړل شوه، چې د سیاست او ادب  په اړه خپل چمتو شوی لکچر د غونډې برخه والو ته وړاندې کړي.
مجيد ژړاند په لومړي پيل کې د ادب او سياست په اړه خپل لکچر داسې پيل کړ«ادب او سياست دواړه داسې موضوعات دي، چې د بشري ټولنې د افرادو په ژوند کې خورا مهم رول لري، د يوې ټولنې په ورځنيو چارو  او ژوندانه کې تاثير لري.
اديب او سياست پوه دواړه د يوې ټولنې غړي دي او په يوه ټولنه کې ژوند کوي، خو داذ ددې مانا نه لري، چې د دوی د کار ساحه يوه ده.
ادب او سياست په يوه ټولنه کې يوه موضوع تر بحث او څېړنې لاندې نه نيسي، بلکې اديب او سياست پوه د يوې ټولنې مختلف اړخونه تر څېړنې لاندې نيسي او د دوی دواړو د کار ساحه په يوه ټولنه کې توپير لري.
که څه هم دوی د يوې ټولنې محصول دي، خو اديب د خپلې ټولنې ادبي يا هنري اړخ څېړي او سياست پوه د ټولنې سياسي او اقتصادي اړخ تر بحث او مطالعې لاندې نيسي او د ټولنې سياسي او اقتصادي نيمګړتياوې خپل ولس ته ورپه ګوته کوي او هغه ټولنيزې بې عدالتي ، چې دده په ټولنه کې تر سره کېږي په علمي ډول تر څېړنې لاندې نيسي، خو  اديب بیا د خپلې ټولنيزې بې عدالتي د هنر له مخې د ټولنې خلکو ته په ګوته او تشريح کوي، د انتېجه اخلو، چې ادب هنر او اديب هنر مند دی، سياست علم او سياست پوه عالم دی.»
مجيد ژړاند خپل چمتو شوي لکچر ته دوام  ورکړ او وړاندې يې نور هم د سياست او ادب په اړه تفصيلي خبرې وکړې« هنر : د ذهن دکامل انکشاف او فعاليت ته ويل کېږي، يا دا هنر  د هغو کوششونو او فعاليتونو څخه عبارت دی، چې د ښکلا اوښايست  د په وجود راوړلو لپاره  په کار لوېدلي وي.
هنر: يوه انساني عمليه ده، چې د هغه په وسيله يو څوک په شعوري ډول خپل احساسات د خارجي عواملو په واسطه ونورو ته منعکس يا انتقال کړي او نور د هغه په ذريعه متاثره کړي هنر بلل کېږي.
علم د يوه شي پېژندل دي، لکه څنګه چې هغه شی وي، يا په بل عبارت علم د تېرو تجربو د پېژندلو څخه دی، چې د واقعيت سره اړيکې ولري علم بلل کېږي.»
همدارنګه نوموړی د سیاست او ادب پر اړيکه هم وګړېده «که موږ د ځينو سیاستوالو ژوند وڅېړو او د پښتو منځنۍ دورې ته نظر وکړو، د ادبپوهانو په اند خوشال خان خټک سره له دې چې يو تکړه اديب، ليکوال او شاعر و ، خو په سیاست کې د سيمې په کچه له چا کم نه ووو دې ته ورته  که د پير روښان کړنو ته ځير شو، نو څرګنده به شي، چې د ادب تر څنګ يې سياست هم پاللی دی.
پورتنيو  څرګندونو ته په کتو سره دوې شونتياوې شته:
لومړی د شخص لېوالتيا او الهي استعداد، دويم د سیاست او ادب اړيکې.
له شخصي لېوالتيا ، ذکاوت  تېرېږو، دابه وڅېړو چې سياست  له ادب سره څه اړيکه لري؟
سیاست ته چې په انګليسي کې پولي ټکس څخه جوړه شوې، چې پولي (څو ) او ټکس (مخونه يا اړخونه ) ته وايي، یانې سیاست لغوي مانا له مخې د څو مخۍ په مانا دی.
په اصطلاح کې هم د پورتني تعريف له مخې ټاکلې موخې ته له نامستقيمې لارې رسېدو ته سياست وايي، چې اوس په مستقيمه توګه موخې ته رسېدل هم سياست بلل کېږي، له بل پلوه ادبپوهان په دې اند دي، چې هر هغه ګړنۍ او ليکنۍ وينا چې په نا مستقيمه توګه موضوع وړاندې کړي او هدف ورسوي، همدارنګه پر احساس، عاطفه او خيالاتو اغېزه وکړي، ادبيات بلل کېږي.
که د ادبیاتو او سیاست پورتنۍ پېژند ګلوي وڅېړو، نو په ډاګه به شي، چې سیاست هم په نا مستقيمه توګه موخې ته د رسېدو لپاره استمالېږي او ادب هم د ټاکلې موخې د لاسته راوړلو لپاره نا مستقيمې وينا ته وايي.
که يو سياستوال ونه شي کولای، چې د عمل تر څنګ داسې ګړنۍ او ليکنۍ وينا وکړي، چې خپلې موخې په نا مستقيمه توګه بيان  نه کړي، په خپل کار کې به وروسته پاتې وي.
تجربو ثابته کړې ده، چې ښه سياستوال هغه دی چې ښه ادبیات ولري او  د ادبیاتو په هره برخه  پوه وي، که موږ وګورو ګڼ شمېر هغه سياستوال چې په ادبیاتو کې يې زدکړې کړې، هغو سياستوالو په وړاندې ډېر بريالي دي، چې سياست يې لوستی دی.
د پایلې په توګه ويلی شو، چې يو ښه اديب ښه سياستوال کېدای شي، همدارنګه که سياستوا ل وغواړي په خپله  برخه  کې بريالی وي، باید په ادبیاتو پوره پوه او په ادبیاتو کې ښه مطالعه ولري.»
وروسته د موضوع په اړوند پوښتنې هم وشوې، چې د لکچر ورکوونکي له لوري يې پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.
همدارنګه د اونيزو ناستو  په اړه هم د غونډې ګډونوالو خبرې وکړې، دوی وويل چې باید د اونيزو ناستو د لا ښه کېدا په خاطر د کليوال ملګري ټولنې د رهبري شورا غړي خپل اندونه سره شريک او د غونډو د منظم کېدو او لا پراختيا کې لا موثر واقع شي.
د غونډې لمن د انعام الل ګوهر له لوري د دعايې په لوستلو سره ور ټوله  شوه.