د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال ادبي ملګري ټولنې اووه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه

مجيد ژړاند 21.06.2015 13:57

 دروان کال دغبرګولي دمياشتې په دېرشمه نېټه؛ کليوال ادبي ملګري ټولنې داونيزو ناستو په دوام خپله پرله پسې اووه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه.
  دغونډې دنظامت چارې دسميع الله صديق  په لاس کې وې، قاضي محمد امين رفيقي دسپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره  غونډه پيل کړه، ورپسې دتېرې اونۍ راپور دغونډې برخه والو ته وړاندې شو، چې دګډونوالو له لورې يې ستاينه وشوه.
 څنګه چې دغونډې اجندا په دریو برخو وېشل شوې، چې لومړی دتېرې ناستې راپور واورول شو،   په دوېيمه برخه کې دقاضي محمد امين رفيقي  دغونډې برخه والو ته دروژې دفضېلتونو په اړه خورا خوندور لکچر وړاندې شو.
په لومړي پيل کې رفيقي وويل: « روژې ته په عربي کې صوم وايي، چې دمنع په مانا راغلې ده، له خوراک، څښاک او جماع څخه منع والی راغلی دی، ځکه په دغه درمضان ورځې ځانګړې دي، دهغه په خبره چې په دغه میاشت کې ستر کتاب قران پاک نازل شوی دی»
همدارنګه نوموړي دخپل لکچر په دوام دروژې  داهميت  او ګټو په اړه هم  ښې خبرې وکړې« روژه ډېر اجر او ثواب لري، ددغه ثواب بدله الله ج په خپله ورکوي، په دغه مياشت کې نوافل دفرضو ځای نیسي او دفرضو فضېلت اويا درجې نور لوړېږي، چې په همدغه مياشت کې عبادت خاص ځای لري، بل په نورو عباداتو کې لکه لمونځ، زکات او حج کې ريا کېدای شي، خو روژه کې ريا نشته ، ځکه  دهرمسلمان حساب او کتاب له الله ج سره دی او بدله يې الله تعالی ورکوي.
همدرانګه روغتيايي ګټو تر څنګ شتمن خلک دوږو له احوال څخه خبرېږي،  په دغه میاشت کې دروژې نيول دنورو لسو مياشتو دروژې نيولو سره برابره ده.»
قاضي محمد امين  دمسلمانانو دمسووليتونو په اړه هم خبرې وکړې « په دغه میاشت کې باید له بېوزله خلکو سره دتوان په اندازه مرسته کوو، ځکه روژه تي ته دروژه مات برابرول زيات ثواب لري، ددې لپاره چې په رمضان مياشت کې مو  مغفرت او له اور څخه خلاصون په نصيب شي، نو بايد صادق او رښتيني واوسو، دالهي کلام تلاوت، مستحب او سنت پر ځای کړو، تر څو الله تعالی په موږ رحمت نازل کړي، له اور څخه دخلاصون وسيله مو شي، دڅښتن تعالی له دربار څخه راته مغفرت وشي.»
وروسته دمضوع په اړوند  ګډونوالو پوښتنې وکړې او د رفيقي صیب! له لورې ورته ځوابونه وويل شو.
دغونډې  په پای کې دټولنې مشرجميل وقار دريځ ته وبلل شو، لومړی خويې له ګډونوالو نه مننه وکړه، چې هر وخت په ناستو کې ګډون  کوي له همدې امله زموږ غونډې دکميت او کيفيت له پلوه هم ورو، ورو پرمختګ کوي.
همدارنګه وقار دخبرو په دوام وويل:« چې دروژې  په میاشت کې به  مو هڅه داوي، چې  په اونيزو ناستو کې دروژې دفضايلو  ټولنيزو اوروغتيايي ګټو په اړه لکچرونه برخه والو ته وړاندې کړو.»
همدارنګه په دې وروستيو کې دغزني پوهنتون ددوو تنو استادانو  دبې حرمتۍ په اړه هم وقار صب څرګندونې وکړې، دملي امنيت له لورې يې دغه ډول کړنې په سختو ټکو وغندلې او داستادانو دحيثیت دخونديتوب غوښتنه يې وکړه.
 جميل وقار وويل « له ټولو خواوو نه په ټينګه غواړو، چې داکاډميکو شخصیتونو درناوی وکړي، نه دا چې داستادانو بې حرمتي وشي.
په وروستيو کې  اجمل جلالزي خپل لاسونه پورته کړل  او داونيزې ناستې لمن يې ورټوله کړه.
دویلو ده، چې کليوال ادبي ملګري ټولنه په غزني کې فعاله ټولنه ده، دوی هڅه کوي، چې داونيزو منظمو ناستو تر څنګ  شخصیتونو دلمانځنې او درنښت لړۍ هم روانه ساتلې ده.
 داونيزو ناستو په پلمه ملګري دشنبې ورځ په څلورو بجو  دمسلم په پوهنتون کې راټولېږي او هر څوک په کې برخه اخیستلی شي.