د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال ملګري ټولنې نهه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه

مجيد ژړاند 05.07.2015 19:07

 دروان کال دچنګاښ دمياشتې په ۱۳مه نېټه کليوال ملګري خپله پرله پسې نهه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه.
دغونډې پيل پيل دسپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره وشو، چې عبدالباري حميدي تلاوت کړل، ورپسې دتېرې اونيزې ناستې بشپړ راپور دغونډې برخه والو ته وړاندې شو، په راپور بجث وشو او د ګډونوالو له لورې وستايل شو.
 وروسته ښاغلي قاضي حبیب الله حبيبي دروژې د احکامو، فضايلو او ګټو په اړه ښايسته لکچر دغونډې برخه والو ته وړاندې کړل.
قاضي حبيبي دخپل لکچر« روزه چې په عربي ژبه کې ورته صیام ویل کیږي ، لغوي معنی یې امساک یعنی بندیدل یا منعه کیدل دي او د اسلامي شریعت په اصطلاح کې د نیت په درلودلو سره د سهار راختلو نه تر ماښام پوري د خوراک ، څښاک او د جنسي اړیکو نه ځان ساتل دي.»
قاضي حبيبي دروژې دحکم په اړه وويل« د شرعي نصوصو په اساس روزه فرض عین ده ، که څوک ورنه انکار کوي کافر او که څوک یې د تنبلي او سستي له امله نه نیسي فاسق او سخت ګنهګار بلل کیږي.»
قاضي حبيبي په لنډ ډول د روژې فضېلتونو په اړه هم خورا ګټورې خبرې  وکړې:
۱: د روزې اجرپه خپله الله (جل جلاله) ورکوي.
۲: روزه د ګناهونو او د جهنم د اور په وړاندې د فاعي سپر دی.
۳: د روزه دار د خولې بوی الله پاک ته د مشکو د بوی څخه ډېر خوښ دی.
۴: روزه او قرانکریم به د قیامت په ورځ د روزه دار له پاره شفاعت کوي.
۵: روزه انسان جنت ته ننباسي.
۶: روزه نیوونکی به جنت ته په یوه ځانګړې دروازه ننوځي.
۷: روزه د بنده ټول ګناهونه وینځي.
۸: د روزه نیوونکي دعا نه رد کیږي.
که څه هم قاضي صیب!  دروژې دفضېلتونو په اړه پراخې خبرې وکړې، خو ما په  لنډون يادونه ترې وکړه.
قاضي حبيبي دخپل لکچر په دوام د روژې په احکامو هم وغږېد.
« دروژې ارکان په دوه ډوله دي.
الف : له هغو کارونو څخه بندیدل ، چې روزه ماتوي لکه خوراک ، څښاک او جنسي لذت ، چې دغه بندیدل د سهار له راختلو شروع کیږي او تر ماښامه دوام کوي.
ب: نيت  د روزې لپاره نیت کول فرض دی او د روزې له ارکانو شمېرل کیږي ، نیت باید د شپې له خوا وشي ، په نیت کې دخولې الفاظ مهم نه دي ، نیت د زړه قصد او اردې ته ویل کیږي ، چې د الله جل جلاله د رضا او د هغه د حکم د تعمیل پکې هدف وي ، څوک چې د شپې پیشلمي لپاره پاڅېده په دې نیت ، چې سبا د الله جل جلاله د رضا په خاطر روزه نیسي همدغه یې نیت دی.
   په حنیفي مذهب کې د روزې نیت  د ورځي د لمر تر زواله صحیح کیږي.»
  قاضي حبيب الله حبیبي د روژې په ډولونو، د روژې  ماتوونکي او کفارې په اړه هم ارزښتناکې خبرې وکړې، د روژې په ټولنيزو ، فردي او طبي ګټو يې هم راټول کړي مالومات له برخه والو سره شريک کړل.
په وروستيو کې دلکچر موضوع اړوند پوښتنې وشوې او قاضي حبيبي  ورته ځوابونه وويل.
وروسته د غزني د حسابدارۍ  انستيتوت  استاد ښاغلي شهيد نجيب الله ملکزاده په حق کې د دعا لاسونه پورته شول.
باید يادونه وکړم، چې ښاغلی  اشتاد نجيب الله ملکزاده څو ورځې وړاندې په يوه ترافيکي پېښه کې په شهادت رسېدلی و.
وروسته ښاغلی فيضان الله فيضان دريځ ته وبلل شو،  د دعايې په کولو سره يې دناستې لمن ورټوله کړه.