د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غچ

نجیب منلی 06.03.2015 20:34

 خوښه مو چې غلا یې بولئ او که په لاښو باغونو کې کرواړه. د کاناډا په تورنتو کې یو علمي سیمینار ته تللی وم. زما دومره انګلیسي زده وه چې کتاب مې پرې لوستلای شو او مطلب مې په کې افاده کولای شو خو د انګلیسي ژبیو کاناډایانو په دریو خبرو کې مې ایله دوې اخیستلای شوې، مانا چې د سیمینار له ویناوو مې نیمه نیمچه استفاده کوله. په ویناوالو کې یو ایرانی استاد هم و. نه پوهېږم چې هغه به څومره پر انګلیسي ژبه حاکم و خو لهجه یې دومره بېکاره وه چې زه یې په لسو خبرو کې په یوه هم نه پوهېدم. په دې هم پوه نه شوم چې وینا یې دقیقاً د څه په اړه وه. همدومره څه مې مغزو ته ورسېدل چې ایراني استاد د «قصه» او «قصاص» د مفاهیمو پر ایتیمولوژیک تړاو بحث کاوه.

په پوهنتون کې هم ښوونکی وم او هم شاګرد. پر ژبنیو او ادبي مسایلو باندې بحثونو کې مې برخه اخیسته. له افغان لیکوالو سره به مې هم، یا د لیک له لارې او یا د تلېفون له لاري، پر ادبي نقد خبرې کولې. راډیو ګانو به هم وخت ناوخت پر ادبي مسایلو راسره مرکې کولې. په تورنتو کې د ایراني استاد په خبرو خو نه وم پوه شوی مګر د دغو دوو کلمو («قصه» او «قصاص») څنګ په څنګ راتلل را ته نوي وو. د کیسې په اړه يې، په نیمه شعوري ډول، زما فکر ته بل لوری ورکړ. که په هغه سیمینار کې مې د هغه ایراني استاد خبرې نه وای اورېدلې، هېڅکله به هم زما فکر ته هغه موضوعات نه وای راغلي چې اوس یې له تاسې سره شریکول غواړم. په دې najiزما دغه لیکنه د «ادبي سرقت» یوه بڼه ده. خو که له بل اړخه ورته وګورم نو د هغه استاد له وینا مې پرته له دې یوې خبرې چې قصه او قصاص په عربي کې یوه ريښه لري نور څه نه دي زده کړي. په دې هم نه پوهېږم چې زما دغه لیکنه به د هغه استاد له خبرو سره څه ورته والی هم ولري او که نه؟ نو که ادعا وکړم چې دا لیکنه مې خپله ده ډېر غټ دروغ به مې نه وي ویلي.

تر دې ځایه خو مې ایله دا خبره وکړه چې هغه څه چې اوس يې لیکم نه بېخي ابتکاري هڅه ده او نه بېخي ادبي غلا ده. اوس راځم اصل مطلب ته.

په پښتو کې کیسه د عربي له «ق،ص،ص» درې حرفي ريښې اخیستل شوې ده. په عربي کې چې یو توری دوه ځله پرله پسې راشي نو دواړه سره مدغم شي او د توري دوه ګونی ماهیت د شدّ نخښه څرګندوي.

المنجد د «قصّ» لومړۍ مانا تراشل او خرېیل یادوي. یا هم د غالۍ یا اوبدل شوي ټوکر د «شملې» پرې کول یې ښیي. سکولل هم له همدې ريښې راځي. «قصاص» چې د بدل او غچ په مانا دی هم له همدغو دریو تورو راوتلی دی. هم دغه درې توري بیا د ماتولو، غږ کولو او خمنډکي (لنډکي او قوي) سړي یا حیوان مفاهیم هم ښندي. بلاخره «ق،ص،ص» د یوې پېښې د بیانولو مفهوم هم افاده کوي.

د تراشلو، خرېیلو، پرې کولو، سکوللو او بدل اخیستلو تر منځ تړاو که ډېر بدیهي نه وي خو بیا هم په اسانه توجیه کېدای شي. لنډکی او قوي حیوان یا انسان هم داسې وبوله چې داسې ښکاري لکه یو ستر وجود چې سره توږل شوی وي. حتی غږ هم د توږلو له مفهوم سره تړل کېدای شي.

زه تل د عربي ژبې دغې وړتیا ته هم د هېښتیا او هم د قدر په نظر ګورم چې هره درې حرفي یا څلور حرفي کلمه د لسګونو نورو مفاهیو تداعي کوي چې یو تر بله سره د ورته والي، تضاد یا تکمیل په تار تړلي وي.

کیسه هم د پرې کولو له مفهوم سره تړل کېدای شي. ژوند د پېښو او شیانو یو پراخه جوړښت دی چې څنډې یې د ازل او ابد تر منځه ورکې دي. دغه بې پیله او بې پایه واقعیت د ویلو وړ نه دی. د دې له پاره چې وویل شي، لازمه ده چې له دغې بې پیله او بې پایه فضا څخه یوه ټوټه رابېله شي، هغه تارونه چې له بېلې شوې ريښکۍ څخه هر لور ته زانګي و تراشل شي.

راځم ادبي کیسې ته. کیسه لیکوال د بې شمېره انسانانو د بې شمېره ژوندونو له بې شمېره شېبو څخه یو څو محدودې شېبې را بېلوي او یوه له بلې سره یې پیوندوي. د ژوند د دغو «چیشنو» ريښکیو څنډې داسې سره بیاتي کړي چې یوه له بلې سره «څوک په څوک» شي. خو ستونزه په دې کې ده چې د ژوند اصلي توکی یو ګلداره ټوکر دی. که کیسه لیکوال له دغه ګلداره ټوکر څخه ريښکۍ را بېلې کړي او سره یې بېرته پیوندوي باید دې ته هم متوجه وي چې د یو ګل پاڼه د بل ګل له پاڼې سره داسې و نښلي چې ريښتینې پاڼه ترې جوړه شي او د یو ګل ډنډر د بل ګل له ډنډر سره داسې پیوند شي چې لوستونکی دا احساس و نه کړي چې دا یوه ټوټه نه ده.

کله، کله لیکوال د ژوند له بې پایه ټوکر څخه یوه ډېره منظمه ټوټه رابېله کړي چې پیوندولو ته اړتیا نه لري. یوه پېښه، سر تر پایه سره تړلې. خو همدغه بېل شوی دسمال هم په همدغه بڼه لوستونکي ته د وړاندې کولو نه دی، څنډې یې باید ورماتې شي، که نه په هر وار لوستو به یې تارونه خواره واره پراته وي.

د قصاص یا غچ اخیستلو تعریف هم دا دی چې غوږ په غوږ، لاس په لاس، پوزه په پوزه، پښه په پښه او سر په سر. بریالۍ کیسه هغه ده چې له ريښتني ژوند څخه بدل واخلي.

د کیسې د بدل اخیستل یو بل اړخ هم لري. لیکوال د کیسې د لیکلو پر مهال خپل احساسات او عواطف داسې کاروي چې پیوند شوې ريښکۍ لوستونکي ته د یوې ساده، اصلي ټوټې په بڼه ورښکاره کړي. لیکوال، لوستونکی تېرباسي. د دې تېرایستنې په بدل کې باید لیکوال خپل هنر، خپل ریاضت او خپل تخنیکي مهارت چې د زړه په وینو یې حاصل کړي دي داسې وکاروي چې د لوستونکي ورته پام هم نه شي. تېرایستونکی لیکوال هغه وخت بریالی لیکوال دی چې ټول کمال یې د اثر په مصنوعی یولاس والي کې ورک شي.